کور / شعر / غزل

غزل

چی په مخ دی دخط لیکه دوتا راغله
ګویا مخ لره دی توره بلا راغله


صبوری به دی له عشقه را ونه شی
هر چی وشوه یا الله یا الله راغله


چی راغلې په مجنون نه وه هیچیری
هسی سخته ستا له غمه پر ما راغله


که سبا راځی په خلګو ورځ دحشر
په ما نن له ډيره غمه داستا راغله


چی می هیچیری په خوا په خاطر نه وه
هسی لویه اندیښنه می په خوا راغله


درقیب له لاسه ډک له غرېوه ناست یم
چی می حال وایه ویار ته ژړا راغله


لکه سر دپسه په اور غاښ،نه سپین کا
هسی ما لره له غمه خندا راغله


درست صورت می سره لمبه شه شنه ډډوزه
ددریاب له لوریه کومه هوا راغله


هسی نه چی زه یواځی یم راغلئ
ستا طواف لره تمامه دنیا راغله


ما دی مخته په ځیر ځير کتلي نه وو
چی دی اوس په کفن پټ که ژړا راغله


که دی بیا دتللو رمز وکړ دلبره
په هغه ساعت به ومرم قضا راغله


چی موقوف یی خپل ژوندون دیار په مخ کړ
دحمید په خوله عجیبه وینا راغله