په كوټه او كندهار كي زلزلې ۸۰ كسه ووژل

34 | اکتوبر 29th, 2008



اسوشيېټيډ پريس آژانس خبر وركوي چي تېره شپه د بلوچستان ايالت يوې سختي زلزلې ولړزاوه چي لړۍ يې تر ډيورنډ په ها خوا تر كندهار ولايت پوري هم ورسېده.
د لومړنيو خبرونو له مخي د بلوچستان ايالت كي زلزلې ۸۰ كسه وژلي او ۵۰۰ كورونه خراب سوي دي.
د امريكا د جغرافيوي سروې اداره وايي د تيري شپې زلزله د ريختر په حساب شپږ اعشاريه څلور درجې ثبت سوې ده.
په ۲۰۰۵ كال كي د پاكستان جنوب ختيځه سيمه كشمير كي يوې سختي زلزلې ۸۰۰۰۰ كسه وژلي او په زرونو كورنۍ يې بې كوره كړي وې.

»

Copyright Larawbar 2007-2024