کور / تازه خبرونه / د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې امریکا له طالبانو سره خبرې په جدي توګه څیړي.

ورځپاڼې د همدې مخ په یو بل مطلب کې د فرانسې د خبري  اژانس په نقل لیکلي دي چې د افغان حکومت او طالب قومندانانو ترمنځ پټې خبرې روانې دي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د امن په جرګې تبصره کړې او هغه يې د افغانانو د سوله غوښتنې یوه بیلګه بللې ده.


د هیواد دولتي ورځپاڼې بیا پخپل لومړي مخ کې د پاکستان له پارلماني پلاوې سره د ولس مشر کرزي د لیدنې خبر ورکړې او لیکلي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې د سیمې پر سولې او ثبات مثبته اغیزه لري.

ورځباڼې پخپله سرمقاله کې د نظام جوړونې په بهیر تبصره کړې او لیکلي دي چې خلک د هغې کلک ملاتړ کوي.

ورخباڼې په یو بل مطلب کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امن په ګډې جرګې تبصره کړې او لیکلي دي چې ددې جرګې په بریالیتوب کې د سیمې امنیت نغښتې دې.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د دیموکراسۍ د پراختیا د نړیوال سازمان په نقل لیکلي دي چې لویدیځه دیموکراسي باید په افغانستان کې پلې نشي.

ورځپاڼې د همدې ادارې دا وینا هم راغستې چې د افغان دولت مخالفینو ته باید د ترورستانو لقب ورنکړاې شي.

ورځپاڼې د جرمني د دفاع د وزیر په حواله دا هم لیکلي دي چې طالبانو په پاکستان کې مرچله جوړه کړې ده.

په ورځپاڼه کې دا خبر هم خپور شوې چې د حرکت المجاهدین په نامه د دولت یوه بله مخالفه ډله هم جوړه شوه.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د اشیا فونډیشن ادارې د نوې سروې پر بنسټ لیکلي دي چې له افغان دولت نه د نا رضیات کچه زیاته شوې ده.

ورځپاڼې د امن د جرګګۍ په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې د جرګې غړو له مخالفینو سره پر خبرو موافقه وکړه.

ورخپاڼې د راې ورکوونکو د نوم لیکنې پروسې ته هم کتنه کړې او د هغې په وړاندې شته امنیتي ګواښونه يې څیړلي دي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د سترې محکمې د یو چارواکي په حواله لیکلي دي چې د محاکمو د حکمونو پلې کول د اجرایه قوې کار دې نه د سترې محکمې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم په همدې مسلې تبصره کړې او له ولس مشر نه يې غوښتې  دي چې د جنایتکارانو په محاکمه کې  له رحم نه کار وانخلي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د افغانستان په روان بحران تبصره کړې او پوښتنه يې کړې چې ایا له دې بحران نه د وتلو لار موجوده ده؟


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس هم پخپله سرمقاله کې د امن په ګډې جرګې تبصره کړې او له دې جرګې نه د خلکو توقعات رابرسیره کړیدي.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې غوښتې دي چې د نفتي موادو د بیو د کنټرول په برخه کې دې د وزیرانو شورا سپارښتنې ژر تر ژره عملي شي.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې د ایساف د ځواکونو د ویاند په حواله لیکلي دي چې په افغانستان کې له تاوتریخوالي سره سره مثبت بدلونونه هم لیدلې کیږي.

ورځپاڼې په یو څیړنیز مطلب کې په افغانستان کې د ځینو هیوادونو ترمنځ روانې سیالۍ ته کتنه کړې او لیکلي دي دا چې دا سیالۍ به افغانستان کوم ځاې ته بوزي لا روښانه نده.