کور / تازه خبرونه / بلوچستان: د زلزلې مړي تر ۱۵۰ واووښتل

بلوچستان: د زلزلې مړي تر ۱۵۰ واووښتل


د تېري شپې زلزله چي د بلوچستان ايالت او افغانستان ځيني ولايتونه يې ولړزول، له امله د وژل سوو كسانو شمېر تر ۱۵۰ تنو واووښتئ.
د بلوچستان ايالتي چارواكي وايي د زلزلې له كبله تر ټولو ډېر ځاني او مالي تاوان د زيارت په غرنۍ سيمه كي رامنځته سوى چي تر اتيا ډېر كسان پكښي وژل سوي او زيات شمېر ټپيان دي.
دغه زلزله چي د شپې پر درې نيمي بجې رامنځته سوې، د بلوچستان مركز كوټه، زيارت، كچلاغ، چمن، لورلايي، ږوب او د افغانستان كندهار، زابل او د هلمند ولايت ځيني سيمي يې ولړزولې چي د افغان چارواكو په وينا تر ډيورنډ كرښي را دې خوا سيمو كي يې ځاني تاوان نه دئ رسولئ.
د تېري شپې د زلزلې شدت د ريختر په حساب شپږ اعشاريه څلور درجې ثبت سوى دئ.
د بلوچستان ايالتي حكومت وايي زلزله ځپلو سيمو ته د ډاكټرانو، درملو او خوراكي توكو لېږد پيل سوى او د كوټي په شمول د بلوچستان په غټو ښارونو كي په روغتونونو كي بېړنى حالت اعلان سوى دئ.
د مرستو رسوونكو ادارو په حواله ښايي د مړو شمېر تر دې هم ډېر سي چي ډېرى يې ښځي او ماشومان دي.