کور / تازه خبرونه / كندهار او بلوچستان يوې بلي زلزلې ولړزول

كندهار او بلوچستان يوې بلي زلزلې ولړزول


د چارشنبې په ماځيګر د كندهار په مركز او د بلوچستان ايالت په پښين كي يو ځل بيا د زلزلې جټكې محسوسي سوې.
په دغو سيمو كي د چارشنبې په سهار هم يوه سخته زلزله سوې وه، چي د بلوچستان په ايالت كي يې تر ۱۵۰ زيات كسان ووژل او په سوونو كورونه يې ويجاړ كړل.
د كندهار اوسېدونكي چي د زلزلې سره نا اموخته دي په ۲۴ ساعتونو كي د زلزلې تكانونو ښاريان په اندېښنه كي اچولي دي.