کور / تازه خبرونه / ځانمرګي بريد دوه تنه ووژل

ځانمرګي بريد دوه تنه ووژل


د بنو په حساسه سيمه كينټ كي د امنيتي ځواكونو پر يوه چيك پوسټ باندي ځانمرګي بريد دوه كسه وژلي او د دوو پوليسو په ګډون شپږ تنه ټپيان سوي دي.
عيني شاهدان وايي بريد د پوليسو د لوړ پوړي افسر دفتر ته نيژدې سوى چي وايي ترسره كوونكي يې خپل موټر د پوليسو له چيك پوسټ سره وجنګاوه.
پوليس وايي په دې بريد كي يو لنډكروزر او يوه رخشه هم ويجاړه سوې ده، او د يوه سړي د بدن غړي يې هم موندلي چي ښايي د بريد كوونكي وي.