د کابل علماوو په مېوند کې د بې ګناه کسانو وژنه وغندله.
د چهار شنبې په ورځ د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت علماو، خطباو او واعظینو د کابل په ښار کې په دې وروستیوکې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د بیګناه افغانانو وژنه چې یو غیر اسلامي عمل دی، همداراز د بهرنیو میلمنو او مرستندویانو وژنه او یرغمل نیونه په کلکه وغندله.
دیني علماو د بیګناه کسانو وژل یو غیر اسلامي او د افغانانو د دود او دستور د ارزښتونو پر ضد عمل وګاڼه. دوی همداراز وویل چې په یوې اسلامي ټولنې کې پر مسلمانانو باندي لازمه ده چې د خپلو نورو مسلمانانو او بهرني مرستندویه کارکونکو چې د افغانانو میلمانه او ددوی د ښې راتلونکې په برخه کار کوي، د وژلو مخه ونیسي.
دغه وژنې افغانانو ته د دښمنانانو غیر اسلامي کړنې په ګوته کوي، او افغانانو ته د افغانستان د کورني جګړې توري شپې او ورځې ورپه یادوي.
په پای کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت علماو، خطباو او واعظینو په داسي حال کې چې یو ځل بیا د بیګناه کسانو وژنه په کلکه غندي، خپله ژوره خواخوږي د وژل شویو افغانانو او مرستندویه بهرنیانو له کورنیو سره شریک کوي.