کور / تازه خبرونه / په سږني روان کال کې له دوه سوو زیات د ملي اردو سرتیري وژل شوي

په سږني روان کال کې له دوه سوو زیات د ملي اردو سرتیري وژل شوي

د افغانستان ددفاع وزارت وايي چې د سږني ۱۳۸۷ لمریز کال له پیله تر دا مهاله د ملي اردو ۲۲۶ سرتیري وژل شوي، د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وايي ۲۰۸ تنه د جګړی په کرښه کې وژل شوي او اتلس نور بیا د ورپېښو ناروغیو له امله مړه شوي.
د دفاع وزارت ویندوی زیاتوي، دملي اردو له لېکو شل تنه د معلولیت له امله شړل شوي، دغه وزارت وايي دوی د هر وژل شوي سرتیري معاش او امتیازات د هغه کورنۍ ته سپاري.