کور / طنز / قحط الدجال!!!

قحط الدجال!!!

خبریال : رییس صیب !تاسو ژمنه کړې وه  چې کار اهل  دکار ته  سپارم اوس چې ګورو داسې نه ده!
 رییس وچولی تریو کړ او ويي ویل : ته نه وینې دا د وزیرانو الیشونه  د څه لپاره کوم له همدې کبله هر وزیر په هره څوکۍ  کښينوم او ګورم د کومې څوکۍاهل دی .
تاسو نه  وینئ یا نه غواړئ ووینې زه  څومره کار کوم هر والي  هر وزیر په هر ه څوکۍ کښینوم  ګورم  کومه څوکۍ ور باندی سمه ده .
 خوله بده مرغه ځینې يې  دومره ډنګر دي او پوستکی يې په هډوکو مښتي  دي چې  هیڅ  څوکۍ نه  پرې برابریږي ځکه  دکابل دوړې هر ه ورځ دهغو وزن تغییروي
دا مشکل له اوسه نه دی  له اوله سره دا څوکۍ  ډیري غټي جوړ ي شوی دي خو  خدای (ج)  دي زما نه مخکې رییسانو ته جنتونه ورپه برخه کړې چې دا څوکۍ یې ډیري سپکي کړي دي ان د مشر رییس څوکۍ يې دومره سپکه کړې وه چې په شا يې ګرځوله او هرې خواته یې له ځانه سره وړله
ان که رښتیا ووایم دا  څوکۍ لا اوس هم    بیخې ډیرې غټې دي چې وزیران نه وي زه په پټه دهغو پر څوکیو هم  کښینم   ډیري غټي دي . ما خپله څوکۍ ډیره  نوره هم کوشنی کړې ده  او د ځان لاندی او شاخوا  بالښتونه  ایږدم خو بیا هم را باندی لویه ده که يې نوره کوشینی کړم بیا به په  ذره بین کې نه لیدل کیږی خو دا   غټ  ملي کالي لا غنیمت ده  خالې ځایونه  پټوي
خبریال :ولې په هیواد کې قحط الرجال  دی  نور پوه  او روڼاندی بېله دې وزیرانو او والیانونشته؟
 رییس :نه، قحط الدجال دی

نور له کومه کړم تاسو ټولو خبري  له  تاوده ځایه راوځي زما په مشکلاتو خبر نه یاست مفتي خبرې دررسیدلي دي  زه تر اوسه په همدی پینځوسو کسو کې  نه یم بریالی شوی یو د کار  اهل پيدا کړم   ته وایی نور راوله په هغو کې بیا اهل چیری وو
دا کولنګي چرګان  له اوله داسې نه وه  کوټې چرګې  وې  اوس  لا لږ غوښې پر پورې شوي دي  ان یو یو  يې نژدی ده  له چاغښته څوکۍ ماتي کړی چې ټول همدومره  لوی شول بیا  انشاالله ناغېړی نه کوي
او دژبې لاندې يې ویل:قحط الدجال دی قحط الدجال !!!