کور / تازه خبرونه / دافغانستان د غاليو دافغاني کيدو هڅې

دافغانستان د غاليو دافغاني کيدو هڅې


دافغانستان د صادراتود پراختيا اداره وايي چې دافغاني غاليو د صادريدو څخه پا کستان هر کال تر ٢ سوه ميليون ډالرو پورې گټه کوي . ددغه کار لامل په افغانستان کې د غاليو دوينځلو او صفا کولو د امکاناتو نشتوالى بولي . دغه اداره وايي چې ددغو وسايلو د برابرولو هڅې يې پيل کړيدي . صادراتو دپراختيا اداره واي چې په دغه موخه يې د افغانستان په دننه او بهر کې د غاليونندارتونونه جوړ کړي چې نړيوالو ته دافغانستان غالۍ معرفي او خريدار او بازار ورته پيدا کړي .


 


افغانستان هر کال شاوخوا دوه ميليون متر مربع غالۍ توليدوي چې لويه برخه يې بهر نيو هيوادونو ته صادريږي ، خو ددغو قالينو بيخي زياته برخه دچارواکو په وينا د پا کستان په نوم نړۍ ته رسيږي . ويل کيږي چې له دغې لارې پا کستان هر کال تر ٢ سوه ميليون ډالرو پورې گټه کوي .خو يوه خبره روښانه ده چې اوس د افغان غالۍ اوبدونکي يوه لويه برخه دافغان گډوالو په توگه د پا کستان په کمپونو کې ميشت دي .


دافغانستان د صادراتود  پراختيا اداره وايي چې ددغو غالۍ اوبدونکو د راجذبولو لپاره يې پراخې حکومتي هڅې پيل کړيدي   يې پراخې حکومتي هڅې پيل کړيدي