کور / سياسي / پاکستاني جنرالان د بلې کودتا لپاره پلمې لټوي

پاکستاني جنرالان د بلې کودتا لپاره پلمې لټوي

ترلمر روښانه خوداده چي نړيوالوزبرځواکوافغانستان دخپلوسياليومرکز گرځولۍ اوپدې هيوادکي يودبل دگونډه کېدواوناکامۍ لپاره هڅي کوي .

گران هيواد وال خبردي په دې وروستيو کې دافغانستان په ټول جنوبي ،جنوبي غربي اوجنوب شرقي  ولايتونو، همدا ډول دهيوادپلازمېنې کابل ،غزنی او روزگان په گډون دهېواد په ډېرولويو ښارونو کې امنيت له جدي گواښ سره مخامخ شوئ دی . هره ورځ د تښتونې ،وژنې اودکاروانودسوځونې خبرونه تر غوږوکېږي . تر ډيره بريده دا پېښي په هغوسيموکي ترسره کيږي کوم چي چې ددولت پردغوسيمودخپل حاکميت اوتسلط  دتامين ادعاکوي ، دبېلگې په توگه پدې ورستيودوميا شتوکي په هلمند،زابل ،فراه ، هرات ،کندهار،غزني،کابل،لوگر ،خوست ،پکتيا،جلال اباد،کنړ ، لغمان اوځينو نورو ښارونوکې داپېښي ډيري ترسره شوی دي . ددې ټولوپېښوپړه دتل په شان دطالبانوپه استازيتوب  قاري يوسف احمدي پر غاړه اخلي . سره لدي چي داسوال هم پيدا کيږي چي،ايا ددولت اوبهرنيانودشتون نورمخالف  تنظيمونه اوډلي نشته؟ طبعي ده چي شته .نوهغوي په څه مصروف دي ؟ ايا هغوي دوسلې له استعمال نه کارنه اخلي ؟  اوداتر ۸۵۰ زياتي وسله والي ډلي چي نه ډي ډي  آر( ( DDRاونه هم ډايار) ( DYRبې وسلې کړاي شول په څه اخته دی ؟ ددي تر څنگ داسي گنگوسې هم شته چي تر ډيره بريده دمنلو وړهم  دي ،هغه داچي دکوکنارواوهيروئينوپټ اوښکاره سوداگر هم غواړي دخپلو کسانو اوياددولت دوسله والو مخالفينوپواسطه امنيت نا انډول وساتي ،اوهمداشان  ايران اوپه دولت کي شاملي يوشمېر څرگندي ډلي هم دبي امنيتۍ په راوستوکښي بې برخې ندي هغوي څه شول؟ دگلبدين حکمتيارحزب هم دبهرنيانواودغه دولت ځان مخالف بولې ،زه دهغوکوچنيو دغلو اولوټمارو ډلي نه يادوم کوم چي اوسنيو نااراميو کښي کله کله بهرنی اوياد پيسو خاوندان تښتوی تر څو پيسې لاسته راوړي  .داچي  تل همدايوقاري  يوسف اودطالبانو بل کوم وياندپه ټول افغانستان کي دپېښو پړه پرغاړه اخلي داخبره هيڅوک نه منې چي داټولي ناخوالي،ځان وژنې اوحملي دي دطالبا نودفعاليت پايله وي .په هر حال هر څوک چي دی هغه به وي خوپه پايله کښي زموږ اولس دقدرت دتږو لخواددولتي واک دترلاسه کېدوپر سرجگړه کي داسلام اوجهادپه نامه داور په لمبوکي سوځی . سره لدې چي  دطالبانودحاکميت دړنگېدونه تر اوسه په افغانستان کي دبهرنيوځواکونو شمير تر شپېتوزرو اوړي  ،داچي دوي په کوم نامه افغا نستان ته راغلل دابېله خبره ده خوشعارئي داو چي افغان ولس به دټولوهغوله منگولونه کوم چي دپاکستان دجهنمی استخباراي سازمان په هدايت ئې پر افغان ولس دمنځنيوپېړيوقوانين  داسلام له نامه څخه  په ناوړه  استفادې سره پلي کول ،اوله عربي ملکونه راغلونابللوميلمنونه خلاص کړی  .يوشمير نوی سياسي  اوټولنيز تغيرات به راولي ،دموکراسی اوټولنيز عدالت به پلي شی  . په همدې خاطر افغان ولس  پر خپله پاکه خاوره دبهرنيو پوځي حملوته غاړه کښېښوده . خومتاسفانه دا هيلي تر اوسه په ناهيليوبدلي شوې  .دطالبانو حاکميت ړنگ شو، خو پاکستان دافغان ولس تاريخي دښمن پسله هغه چي په افغانستان اونړی کښي ئي حالات تحليل  کړل  له هغو خلکونه چي دطالبانو دحاکميت تر ړنگېدو وروسته ئې ياخپل اصلي ټاټوبي ته دتگ لپاره زړه نشو ښه کولاي يادځايي خلکو اودولت نه  ډارېده ،او هغو کسانوڅخه چي جگړه ورته عادت شوې وه اوترډيره برېده له هغو کسانوڅخه چي دطالب نو دهغومشرانوسره ئې نږدې اړېکي لرلې کوم چي امريکا بې دليله دغارتر وروستۍ برخې پورې ځغلول دوباره ئې دطالبانو په نامه يوه ډله  منظمه کړه. دطالبانوپدې نوې راپيداسوی حرکت کي داسي کسان هم شته چي دپاکستان استخباراتی سازمان  دخپلو راتلونکواوږدې مودې دموخولپاره ددوي له شتون څخه استفاده کولاي شول ،ځکه خوکله چي هغوي له افغانستان څخه دوباره پاکستان ت پنا ه يووړه سمدلاسه ئې په ځانگړوځايوکي تر خپلې حمايي لاندي ونيول اوهغوي ته ئې وويل چي اوس ارام وکړی بيابه ئي گورو. همدلته بايد څرگنده شي چي دپاکستاني جنرالان اودISI   سازمان  دډېرې ليري راتلونکی لپاره دهمدغوطالبانو اونورو هغو کسانوچي همدا اوس ددوي تر حمايې لاند دي يوبل پټ بديل لري اوهغه روزي . دغوکسانوته چي په ۲۰۰۱ کال داکتوبر تر ماتي وروسته ئي ورته ويلې وه ارام وکړی د۲۰۰۴ په دوهمه نيمايي کښي ئې آهسته آهسته سمبال اوپه وسلوبارپر افغانستان رامرش کړه .دبلې خوا دبهرنيانوپلاس جوړسوی بې ملي رېښي اوپر جنگسالارو ولاړ دولت کي ادار ي فساد،دخلکو زورونه ،ظلمونه اوجفاگاني ددې لامل شوې چي ددغه بهرنيانودمالي اومادي امکاناتو څخه دملت په گټه کاروانه خيستل شي .زموږ دهيوادبهرنيو څرگندو اوتاريخي دښمنانوتبرته ئې  په خپلو ناروا اوظالمانه کړنولاستۍ ورکړ .

سره لدې هغو افغانانوچي دهيوادملي گټی تر هرڅه ورته گراني دي په تکراردنړی والو ډله ايزو رسنيو پوسېله  په افغا نستان کي دهغو هيوادو چاروکو ترغوږو چي دلته  پوځی اوسياسي شتون لري داخبره ورسول چي دطالبانوپه نامه خلک تر پنجابه مه ځغلوی ،هغوته چي وسله ئې کښېښودل بلنه ورکړئ که دولتي کارکولاي شي په دولت کي ځاي ورکړی اوکه ددوکانداري اويادهقانی شوق لري  دهغه شغل داختيارولو امکانات ورته برابر کړی ،تر څولکه چي دشمال ټلواله، او نوري ډلې ټپلې ځان ارام احساسی دوي ته هم تر څوچي روحي ارامتيا ترلاسه کوي په خپل هيوادکي دارام اوتريوې خاصي حمايي لاندي ژوند کولوامکانات ورته برابرکړی . متاسفانه دغريبوپه ازان چاروژه ماته نکړه ،اونه ئي زموږ اواز واورېد.له ښاغلي کرزی نيولې ټولوپه دولت کي شاملواوبهرنيانو همدا يوه خبره کوله چي والله کي ئي تر لحده پرېږدو . پايله داشوه چي مقاومت راوزېرېد،يو متل دی وايي ((ليوه دخدايه څه غواړي ؟ باداوباران)) پاکستاني جنرالانودخدايه غوښتل چي د افغانستان خلک ديوه بېگانه،ناکامه اوپه فسادککړ دولت خاوندشي، تر څودخلکو اودولت ترمنځ دبيلتون واټن لري شي.

په هرحال ،تاريخ دا ثابته کړې چي پاکستاني چارواکي دافغان ولس دسرپه قيمت اوقربانۍ خپلوموخوته رسېدلۍ دی ،داځل هم همداسناريوپرمخ بيول کيږي ،نوځکه ئې ددې لپاره چي وسله وال کسان ئي دخلکو په منځ کي ځاي ولري اويادهغوي ملاتړتر لاسه کړي  ،ددولت اوبهرنيانوسره دمخالفت  په نامه يواوبل ځاي حملې پيل شوې . پاکستاني چاروا کو لخواجوړسوی پلان مخ په  پلې کېدو شو. ډيره موده لانه وه تېره شوې چي ښاغلي کرزي ځان په ارگ کې نا امنه احساس کړ . ددې لپاره چي  بياهم پر خپل وخت دغه گواښ ته پاملرنه وکړي همدا يو خبره ئې کوله چي بايد بهرنيان زيات پوځونه راولېږي ،دلته اوهلته ئې ځاي پر ځاي کړی . پاکستاني چارواکي پدي پوه شول چي په افغانستان کي دامر يکا اوناټوتر حمايي لاندي دولتي چارواکي ډارېږي  اوغارلټوی نورئي هم دافغان طالب اوپښتون په نامه په افغانستان کي نا امنيوته زور ورکړ،که به چاويل چي پاکستان داکارکوي دپرويزمشرف په گډون به ټولوهمدايوه خبره کوله چي :((پښتانه ددولتي چارواکو اوبهرنيانو نه خفه دی ځکه امنيت نشي ټينگېداي ،داموږنه يوداخپله ستاسو افغانان دي )) داخبره خورښتياوه اوده چي پښتانه له دولت اودهغه دبهرنيو ملاتړونه خفه دی ،مگر ټول پښتانه هيڅکله نه غواړي چي خپله ورپېښه ستونزه دټوپک په زور ل کړی ځکه پدې پوهېږي چي که ټوپک ته لاس کړی دبهرنيو پوځی ځواکونوپه شتون کښي قرباني کيږي اوتلفات به ئي تر گټي ډيروي .خوپاکستاني چارواکوامريکا اونړيوال ټولنې ته چي افغانستان کي وسله وال ځواکونه لري  داڅرگنده کړي چي داپښتانه دي چي جنگېږي ،زموږ استخبارات له دغو کسانو سره مرسته نه کوي ،اوپدي کار سره ئي دپښتنوپر خلاف  دامريکا اونړيوالي  ټولني  احساست راپارولي دي . همدا دليل دی چي بهرنياتر هر بل ځاي دپښتنو داوسېدو په سيمه کي په يوه اوبل نامه بېگناه پښتانه تر بم اوريو لاندي نيسي اوزوروی ئې .ځکه خوټول پښتانه په يوه اوازنارې وهې چي داجگړه بايد ډير ژرختمه ،دپښتنودوژلواو زورونوپلمه ورکه شي .

دپاکستاني چارواکوپدغه افغان دښمنه پلان باندي په پوهېدو سره تراوسه ټول داچيغی وهې چي په افغا نستان کي دناامنيو يوه له اساسي سرچينوڅخه په پاکستان کي ده .دادپاکستان پوځی جنرالان  اواستخباراتي سازمان  اي ايس اي دی چي زموږولس پر ارامه نه پرېږدي .مگر متاسفانه  بهرنيانوپر دغو وړانديزونواوگو تنيونوغوږونه گراوه . متاسفانه له افغانستان څخه داسي خبرونه هم رارسېږي چي د بهرنيانودخپل سرو اوړندو عملياتو تر څنگ دنامعلوموموخوپه منظور بهرنيان سره لدي چي مالي اومادي تلفات هم ورکوي دښورشيانو سره مرستي کوي اودوي نه غواړي چي په افغانستان کي ارامي راشي .دوي سوال کوي چي څنگه کېداي شي داومنل سي چي دشپېته زره په مډرنووسلوسمبال بهرنۍ اردو نشي کولاي دڅو زرودحملومخه ونيسي ؟ افغانان  وايي ولي دوي دافغانستان دنارامي دمخالفينو دوسلو اوپيسوتر لاسه کولو چينې نه وچوی اوپر هغوي فشارنه راوړي چي نور دغو مداخلوته دپاي ټکی کښېږدي .خلک داپوښتنه هم کوي ددوغوجنگيالو زخميان چيري تداوي کيږي  معلومه خبره ده چي په پاکستان او ايران کښي تر درملنې لاندي نيول کيږي  .

دافغان ولس دفشاروپه نتيجه کښي کله ناکله بهرنيانوپر پاکستان چارواکو ږغ کاوي  چي افغانان وايي داتاسو ياست چي ددوي په کورنيو چاروکي مداخله کوی اوهيوادته ئې ترهگر رالېږي .دپاکستان دهغه وخت جمهوررئيس جنرال پرويز مشرف په ټوله سپين سترگی تل همدا يوه خبره کوله چي موږ ته ارام اوسوله لرونکي افغانستان په گټه دي ،موږ ددولت مخالفين په خپله خاوره کي نه روزو اونه هم دطالبانو،حزب اسلامي او القاعدي سازمان مشران په پاکستان کي اوسی .

سره له دې چي دجنرال پرويزمشرف دغلطي ادعادثبوت لپاره په سلهاوو شواهد اوثبوتونه خلکودر لوده اوزيات ئي په نړيوالو او افغاني ډله ايزو رسنيو کښي خپاره هم شول ،خو پاکستاني چارواکو له دوي سره اړېکي ردولې اوددوي داوسېدو په هکله ئي بې خبري څرگندول . دامريکا،انگلستان اواروپايي هيوادو دڅار ادارې اووسله وال ځواکونه چي په مډرنو تخنيکي وسايلو سمبال دي  هم ددوي داوسېدودځاي  په هکله ناخبري  ښکاره کوي اوهغه دچاخبره دکاليو سره دخلکو په سترگو ورننوزي اووايي چي موږئي نشو پيداکو لاي .

دبهرنيانو دنووشعارونوپه مقابل کي چي وايي دجگړې گټل گران کاردی ،خلک سوال کوی ،که دوي له خپلو دغو مخا لفينو سره دجگړې توان نه درلود،نوولي ئې  زموږ خاوره تر وسله وال يرغل لاندي راوستل؟ اوولي هره اونۍ پردې خاوره په ټنونوبمونه اورېږي ؟ کلي په کنډوالو بدلېږي  اوبېگناه انسانان موله ژوندڅخه محرو مېږي نږدې اوه کاله  تير شوه چي سوله تامين نشول  .

جالبه داده پدې ورستيوکښي يودم لکه چي سړۍ له خوبه راويښ شي  دانگلستان  ددفاع له وزيرنه  نيولې دامريکا،ناټو،اويوشمير نوروهيواد دپوځی  جنرالانو اوسياستوالولخواهمدايوه خبره کيږي چي جگړه په افغانستان کي گټونکې  نده . بايد له مخالفينو(طالبانو) سره خبري وشي اودامسله دسولي له لاري حل شي .

بلې ! داخوډيره ښه خبره ده ،اوداسوالونه اوخواستونه موږ ډير پخوا کول چي په (( زورکلي نه کيږي ))،خو متاسفانه چانه اورېدل .بهرنيانو به همدا يوه خبره کول چي بايد دپوځيانو شمير زيات شي اومډرنې وسلې افغانستان ته ولېږل شي ،او ښاغلي کرزی به ورته هرکلی وايه او آن تردې کچي  چي همدا سږکال  کله چي ښاغلي کرزی دپاريس له نړيوال کنفرانس څخه راستون شوه،کورته لانه وتللۍ چي دارگ په ماڼۍ کښي يې ژورنالستانو ته وويل :دا ترهگر له پاکستان څخه زموږ خاور ته راځي ،که ئي پاکستان مخه ونه نيسي موږ به ئي هلته په پاکستان کي په خپلوکورو کي له منځه  يوسو. يودم اوازې شوې لکه چي کرزی صاحب ته امريکابياشين څراغ روښانه کړی او اميدواري ئي ورکړيده .يوشمير جمهوررئيس خوښونکو هم غوږوته گوتي واچولې اوهمدا ډول ئې رباوه چي اوس کرزی دپاکستاني استخباراتو اوجنرالانو حساب په لاس ورکوی .خوحقيقت داسي نه وو، دايوه لوبه وه چي بهرنيانو پکار واچول کتل ئې چي انعکاسات څنگه دي . انعکاسات داي شول چي پاکستاني چارواکو کابل اوکندهار دجگړې په ميدان بدل کړ،دکندهار زندان څخه پر  زندان باندي په سپينه ورځ دطالبانو دحملې په نتېجه کي ټول هغه کسان چي دولت مخالفين وه دجنايي زندانيانو په شمول وتښتېدل ،دکورنېوچارو دوزير تر زنې لاندي ئي دهندپرسفارت ،بياپه ننگرها اوهرات کي دهندوستان پرسياسي نماينده گیوځان وژو نکي بريدونه وشول ،دالاڅه چي په ټولو هغوسيموکښي چي دښاغلي کرزی ترحاکميت لاندي وې پر اوسېدو نکو ئې مځکه سره کړه .پايله داشوه چي دښاغلي کرزي وياند هغه ژورناليستانوته چي اور يد لې ئي وه افغان اردوبه خپل دښمنان تر اټکه پرې نږدی وويل ،: په مطبوعاتو کي دکرزي خبري  ستاسولخوا غلطی تعبير شوی دي ، دهغه موخه داسي نه وه لکه چي اوريدل کيږي . خواوس کار ترکار تير وو،اړيکي خړې شوې وې ،ترڅو دامريکا دولتي چارواکوبيا پاکستان ته سفرونه وکړه اودپاکستا ني جنرالانو غوږونه ئي يولږ څه ورومښل ،حالت يوڅه نورمال شو. داقيصه مې ځکه وکړه چي دهغه وخت دټولو پېښو پړه ئې هم دطالبانو دوياند په خوله پر طالبانو واچول ،مگر په حقيقت هر هغه څوک چي سالم عقل ولري پدې پوهېږي چي داټول کاورنه اوله ټولي نړۍ سره دښمنې دطالبانو تر وس وتلې خبره ده .حملي دپاکسان استخبارات اويابله کومه استخباراتي شبکه اوددولت نوري مخاليفي ډلي تر سره کوي ، خوپړه ئي بياطالبان پر غاړه اخلي . يعني په حقيقت کي دټولوناامنيو شاته غښتلی اودايمأ فعال قوت دپاکستان بنسټپال پلوه جنرالان او ISI مشرتابه د ی  .

خواوس دادی همداکرزی صاحب وايي چه دمسلې دحل يوازنې لارخبري دي .سره لدې چي  دغه ابتکاردبهرنيو ځواکونودی ، ملي بنياد او اساس نلري ،داچي دڅه په خاطردی متاسفانه تراوسه څوک پرې نه پوهېږي ،ځکه به تر ډيره بريده گټورنه وي .  خو اوس ټول له نيکه مرغه همدايوه خبره کوي چي ((سوله ،سوله .)) خودسولي راو ستلو لپاره نه دولت اونه بهرنيانو کومه عملي طرحه اوستراتېژي وړاندي کړې ده .يوازي داستازودلېږلواو پټوخبروپه بڼه ددې مهم ملي ستونزمن کارسرته رسول به چندان پايلې ونلري .ددې خبري  دپخلي لپاره بايد څرگنده شي چي تراوسه ددولت مخالفوډلوهم خپلي طرحي اوغوښتني په خپل نامه اوله خپل ادرس څخه ندي څرگندي کړې .دطالبانو وړانديزونه کله مولوي متوکل اخند اوکله بياملامجاهد اخند وايي داخوبياهم ښه کاردی ځکه افغانان خودي اوپه رښتيا سره هوښيار خلک دي .دشرم اوعارخبره خو داده چي  دادی اوس دطالبانواستازيتوب دافغان ولس مشهور دښمن د آی ایس آی دجهنمي شبکې پخواني مشر جنرال حميد گل کوي اوددوي وړانديزونه ئي داکتوبر پر ۲۰ مه د ايټاليا دمطبوعاتو له لار خپار کړه . دلته مي دوتلي اوسرکښ شاعرسرتيرصاحب شعر راپيادسو چي وايي :

وطن دودشولوپه تول دسپېلنيو

نظرماتی شودبدوګاونډيو

خدايه څومره دي غريب څومره دي خوارکړو

چې کمېږو ورځ په ورځ شمېردسړيو

دبلې خواتر اوسه اودگلبدين حکمتيار وړانديزونه چاته ندي معلوم ،يوازي دټول افغان په پاڼه کي دکومې ليکنې وروسته دوي دتبصيرو ځاي پرانيزي ،چي له بده مرغه هلته هم په زياته کچه يوازي ښکنځل ليکل کيږي ،يوچادمسافر په نامه چي يومستعارنوم دي دحکمتياردگوند نوي وړانديزونه ليکلې وه،زه نه پوهېږم چي دابه ترکومې کچې جدي وه ،ځکه په سياست کي دنظر څرگندول پدې ډول ټيټه کچه اومستعارونومومعمول ندی ، په هر حال خبره داده چي تر اوسه دسولي دخبرودپيل په هکله دهغه  معينه طرحه چي بحث ورباندي وشي نشته . هغه څه چي ئې يوڅه وخت وړاندي په يوه مرکه کښي ويلي وه ،دامرکې اوپه مرکو کښي خبري ددومره لويي  ملي اونړيوالي لانجې دحل لپاره جدي څرگندونې نشي بلل کېداي .

له لومړۍ ورځي نه تر اوسه دپاکستان چارواکوهيڅ وخت دانده منلې چي طالبان اوددولت نورمخالفين په پاکستان کښي دي اويادوي وسره نږدې اړېکي لري .اوس چي دټولوپرخوله همدا يوه خبره ده چي له طالبانوسره بايد خبري وشي ددې پرځاي چي دطالبانومشر تابه بايد دیوې  اعلاميې په ترڅ  کې خپل دريز څرگندکړی واي ، متاسفانه له دغې راپيل سوی پروسې سره دپاکستاني استخبا راتو په هدايت بې پروابرخوردکوي  .داسي معلومېږي چي دپاکستان استخبارات دجنرال حميد گل پوسيله غواړي دطالبا نو استازيتوب اودهغوي له گټونه دفاع وکړي،چي که طالبان افغانان وي داډيره دعارخبره ده .جنرال حميد گل دايټاليا دمطبوعاتو له لاري  دسولي دخبرودپيل په اړوند دطالبانو شرطونه چي داشناراډيوپه ويب پانه کي په پښتو ژبه خپاره شوی دي داسي  برملاکړې : جنرال حمید گل واېې  چې طالبان  به  هغه وخت د سولی له خبرو سره موافقه وکړی چی ، دوي د یوه سیاسی قدرت په حيث وپېژندل سي، د افغانستان څخه د بین المللی قواو دوتلو دپاره نېټه وټاکله سي او د طالبانو ټول بندیان آزاد  شي . 

بل پلوته داکتوبر پر ۲۱ مه مولوي  وکيل احمدمتوکیل دسعودي عربستان الوطن ورځپاڼې ته په مرکه کې دطالبانو شرطونو په اړه وویل : طالبانودکابل له حکومت سره دخبرو او له القاعده شبکې سره داړیکو د پرې کولولپاره ترټولومهم شرطونه دا دي :

۱/   بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووزي .

۲/ داسلامي هیوادونوقواوي دي په افغانستان کې ځای پرځای شي .

۳/ د اسلام دین دې دافغانستان داساسي قانون په توګه په رسمیت وپېژندل شي .

پردې خبره اوس بحث نه کوو چي دافغانستان اساسي قانون  داسلام له اساسي اصولوسره مخالف ندی اودبلې خواد طالبانودحاکميت قانوانين نوردهيچالپاره دقبول وړندی .دامنيت او اسلامي عمارت په نامه افغانستان په سياسي ،فرهنگی اوټولنيز زندان بدلول دخلکو لپاره دمنلو وړنه دي ،لکه چي همدا ددموکراسی دسفيرانو لخوادافغان ولس سپکای اوپرعزت تيری اوبې گناه وژنې .افغانستان ديوه مستقل هيوادپه توگه ځینو نړیوالو میثاقونوته ژمن  دی، دښځواوبشردحقونو په برخوکې ځینې ازادۍ ،دعقيدې اوبيان ازادي په ۲۱ قرن کي ديوه دولت ملي اونړيواله دنده جوړوي . مولوي متوکل دطالبانواو القاعدې تر منځ تړاوهم منې وايي : دا ارتباط یوازې دجګړې په خاطر دی چې یوبل ته اړتیا لري .ښاغلي متوکل ټینګارکړی چې دالقاعده اوطالبانو ترمنځ زیات توپیر دی اوحتی ددوی دواړودعملیاتو ساحې سره بېلې دي ، هغه وايي دطالبانو اوالقاعده ترمنځ په اړیکوکې ترپخوا ډېر بدلون راغلی دی ،اوس هغسي نه دي چې تر۲۰۰۱ مخکې وې .

ممکن داخبره به رښتياوي  خو زموږ دهغوخلکولپاره چي غواړي په سوله کي ژوندوکړي،کار ولري ،اولادونه ئي ښوونځۍ ته ولاړ سي عالي اومسلکي تحصيلات ولري  اوپه ارامه دخوب بستر ته ولاړ سي ، داړېکو دشکل  تغير اودجگړې له لاري دولتی حاکميت ته رسېدل په هيڅ ډول دقناعت اودلچسپۍ وړ خبره نده .

دبلي خوادپاکستاني استخباراتوپخوانی جنرال حمیدگل په خپلوخبروکي نړيوالوته اجازه ورکړه اوڅرگنده ئې کړي : چی دطالبانودمشر ملامحمد عمراخند سره د سولی خبری  دي پر مخ ولاړي سي .

جنرال حمیدگل دخپلو نږدې اړيکوڅخه داسي پرده پورته کوي وايي  ((زه طالبان پېژنم،ما دهغوي سره د ډېره وخته همکاري کړې ده او زه ویلای سم چی هغوی به د افغانستان دجمهور ریس حامدکرزي سره هیڅ وخت خبری ونه کړي . ځکه چی دوی هغۀ دخارجیانو گوډاگی بولي . )) دجنرال حميدگل دغه څرگندونې دامعنالري، چي دغه اوسنۍ منډې ترړي اودحکومتونو لخوا دامن دولتی جرگې اوياسعودي اوډوبۍ ته دخپلوانو لېږل ،اودهغوعربونه چي موږ ته ئې تل دمذهبي موخوپر بنيادناخوالي جوړوي مننه کول بې ځايه خبري دي .ځکه ترڅوددوي (دپاکستانی چارواکو) اراده نه وي  نوطالبان دکرزی ددولتي استازوسره دخبروعلاقمندي نشي څرگندولاي اونه هم دملي پخلاينې دخبرو پر لمڅۍله خپلو وطندارانوسره کښېنستلاي شي ،له بلې خوا ښاغلی کرزی هم دا صلاحيت نلري چې بيله امريکا له موافقې اونظارت څخه دي له ملا عمر سره خبري وکړاي شي .

دجنرال حميدگل خان خبري ددي ښکاره څرگندوي دي چي دوي څومره پر طالبانو برلاسي دي،ځکه حميد گل دسولي خبرودپيل په هکله داسي خبري اودلايل وايي  ته به وايه چي نوموړی دټولومخالفينو په ځانگړې توگه دطالبانو په استازيتوب دافغان دولت اوبهرنيانوسره دخبرودپيل يومقابل اړخ دی .

بلې !

رښتياهم همدا سي ده! ځکه حميد گل يوځاي په خپلو خبروکي په ټوله سپين سترگی سره وايي چي دملي پخلاينې په خبروکي بايد پاکستاني چارواکي ونډه اوگډون ولري  . خو حميد گل له يوې خواله دغه دولت نه چي همدا اوس په پاکستان  کي دمگړۍ حاکميت پلاس لري شکايت کوي ،وايي: دلته ديکتاتوري ده ،دا ده ،اوهغه ده .خوکله چي ئي خپلې گټې مطرح وي بيانو وايي  چي دافغانانو تر منځ دخوابدی ليري کولواو پخلاينې په جرگو،مرکو اورسمی خبروکي بايد موږ يعني پاکستاني چارواکي گډون ولري ،زه لادا پوښتنه له متقاعد جنرال صاحب څخه نه کوم چي ((ملاخيره تالره يي دخيره)) ته خو اوس يوپرکورناست پخوانۍ جنرال يې ،ولي مځکه ارام نه درکوی ؟اوله خپل افغان دښمنه عادت  څخه نه لوېږ ې ؟ پرېږده چي موږخپلي گيلې پخپله اوپه خپل منځ کي بيله دېنه چي پردی ئي واوري سره وکړو اوخوابدی موپه هرډول چي وي خپله سره حل کړو،نوحميد گل خان بياسمدلاسه زموږ دپاکواوسپېڅلې احساس  لرونکوخوابدو اوزورول شوو افغانانوته وايي : مړه ! احتياط کوه حي غولوې دي ،ته خومسلمان يي ،ته دهغه چا بچۍ ئې چي هيڅ وخت ئي پردۍ په خپله خاوره کي نه دی منلۍ ،دانگريزانو سره جگړې درپيادکړه ،داڅه کوي ؟اوداسي نوري افسانې ….،خود دغه سوال حق نه ورکوي چي څوک له حميد گل نه پوښتنه وکړي ،ښاغلې کله چي داته دپاکستان ددولت استاز يتوب کوې نوته  څوک ئې ؟اوولي نن دومره مهربانه شوې؟ کله چي دمجاهدينواوطالبانودحاکميت په وخت کي دپاکستان پوځ  زموږ دهيوادټولي چاري په مرموزه توگه څارلې ،هغه وخت دي ولې نه ويل چي زه پنجاپۍ هم پردئ يم ،اويا دا اوس چي غواړې زموږ په خپل منځی جرگواومرکوکي برخه ولري ؟دادکومي وطنداردحق له مخې ؟ته داولي نه وايي چي زه هم ستاسوسره دکرښي اوپر پښتنوباندي دحاکميت ساتلو په خاطر اختلاف لرم .

حمیدگل ددې لپاره چي ټوله پړه پر جنرال پرويزمشرف واچوي اوداسي څرگنده کړي چي پوځ او استخبارات ئي مخالف دي ،وايي :(( پخواني جمهور ریس پرويز مشرف  د ټروریزم په مقابل کی له متحده ایالاتو سره د لاس په یو کولو سره داسی غلطی وکړه چی د بخښلو نه ده. )) رښتياهم ټولوته دا څرگندېده چي دپاکستان پوځ او استخباراتودپرويزمشرف دغه دوه مخۍ سياست هم نشوزغملاي،هغوي غوښتل اوغواړي لکه ايرانی اخوندان نېغ په نېغه په افغانستان کي خپل لاسپوڅی رژيم ولري ،ځکه خودادي ددريم ځل لپاره دطالبانوپه نامه ددولت دمخالفينوسره  په هرډول خبروکي دخپل گډون پر اړتيا ټينگارکوي . اوداهم هرچاته څرگنده ده که دوي دافغانستان په اړه خبروکي گډون ونلري هغه به سبوتاژاوله ناکامی اوياداسي ستونزوسره مخامخ کړي چي دحل لاره  به ئي ډيرو زياتو قربانیو ته اړتيا ولري  .

جنرال حميد گل چي څومره دافغانستان ولس  سره دښمني لري دکرښې هاخوادپرتو پښتنواوبلوڅو سره هم همدومره تاريخي دښمنې لري ،هغه خپل ټول عمر پنجاپيانوته په چوپړکي تيرکړی ،اوپه پاکستان کي دزيات شمير نا امنيو په راوستلواوکودتاگانوکي دنوروجنرالوسره برابره اوپوره ونډه لري .

په حقيقت کي دطالبانو دشرطونودڅرگندولوپه پلمه ،حميد گل وتوانيد نوري  طرحي اوپلانونه چي په ورستيوکښي به په پاکستان کښي پلي شي په ډير مهارت اوديپلوماتيکه زبه اورېدونکو اولوستونکو ته ور وفهمولې،هغه وايي  : ((داسی ښکاري چی دجمهوری ریاست دپاره دواړه کاندیدان، بارک اوباما او جان مکېن غواړی چی په افغانستان کی هغه پالیسی تعقیب کړي چی دا اوه کاله روانه ده او زه فکر کوم چی د دې پالیسی دوام به په افغانستان کی د یوې فاجعې سبب سی .)) دحميد گل هدف په رښتياسره په افغانستان کي کومه فاجعه نده،دايوه پلمه ده چي نړيوال پري ډاروي ،بلکي موخه ئي پاکستان دي . دوي يوې بلي پوځي کودتاته اماده گي نسي .له همدې امله وروسته له هغه نه چي دټاکنوله مخې اصف علي زرداري  دپاکستان نوی ملکي ولسمشر وټاکل شواوپه افغانستان اونړی کي دغه ټاکنه استقبال شوه، اودښاغلي اصف زردادري نه زموږ ولس غوښتنه وکړه چي له افغانستان سره په سوله اوورورگلوی کښي ژوند پيل کړی اودخپلي خاوري نه دافغان ولس اوپه افغانستان کي دسولي اودموکراسی پر خلاف  دټولوکورنیو اوبهرنيو دښمنانو دمداخلو لاسونه لنډکړي . داردوپر جنرالانو اوISI پر مشرتابه ئي دغه استقبال ښه ونه لگېد،ځکه دپاکستاني جنرالان دعادت  له مخې غواړي دپاکستان پرسرگردان ملت تل حاکمان اوسي . له همدي امله همدا اوس په پاکستان کي دډيرو بدامنيو اوملي بهران په راوستلوکښي نړيوال څېړونکي دپخواني رژيم دپلويانو مداخلې اولاس وهنه نه رده وي  .

متاسفانه ددولت دسياسي اوپوځی مخالفينودهراړخيزه تلاښونوپه پايله کښي کورنی نارامي اودبلې خواد پاكستان مخ پر زياتېدونكی اقتصادي بحران، هغه څه دي، چې كېداى شي په نېمه لاره كي د نوي دولت لپاره دزورونې اورا پرځېدو لامل وګرځي. دآصف زرداري  په دولت کي شامل مخالفين تلاښ کوي هغوي له جدي ستونزو اومشكلاتو سره مخامخ كړي . تر دې بريده چي همدا به يوه پلمه شي ترڅويوځل بياپوځيان دښارو کوڅو اوواټونوته راووزي اودملي امنيت دساتلواواقتصادي بهران دمخنيوی په پلمه دعادت سره سم پوځی مارشالا اعلان کړي . سره له دې کله چې سيديوسف رضاګيلانى دنوي لومړي وزير په توگه وټاکل شو،پرويز مشرف  په خپلوڅرګندونوکي دهغه په وړاندې درېځ نه دى نېولى، آن د ګيلاني تر ټاكل كېدو مخکې، ده ويلي وو، چې دى به له نوي لومړي وزير اود هغه له حکومت سره بشپړه همکاري کوي . البته هغه وخت پرويزمشرف ته لادامريکالخوادانه وه څرگنده شوي چي خپل مقام هم بايداصف علي زرداري ته پرېږدي ،ځکه ئي داسي څرگندول چي ديودموکراسي پلوه جنرال په توگه حاضردي د خپل مخالف سره گډکار وکړي . دسياسي شننوونكو په عقيده هغه وخت هم  د پرويزمشرف دغه څرګندونې تر ډېره بريده، د زړه له تله او رښتينې نه وې . بلكې داهغه خبرې وې، چې داوسني لنډ مهالومجبوريتونو اوبېوسيو له امله ئي کولې .

د پاكستان سياسي تاريخ داښودلې چي په پاكستان كې رښتينى واك، هېڅكله هم د خلكو له خواندی ټاكل شو ی،بلكي تل جنرالانو پر دې هيوادحاکميت په خپلوپه لاسونوكې ساتلى اوکه چيري دخلكو له خواد ټاكنوپر بنيادکوم څوک واک ته رسېدلی وي ،په هغه صورت کښي هم ،كله چې پوځيانودا احساس کړی چې واك يې کمزوری اويائې له لاسه وزي، سمد لاسه يې كودتا په لاره اچولې او ټول دولتي واك ئې بېرته په خپل لاس کښي اخيستی دی .له همدې امله دغه نوۍ ټاکل شوی دولت هم دړنگېدوله ورته احتمالي ګواښونو سره مخامخ اوبرخليك يې دتيرودولتونو په شان اټكل كېږي .  داځکه چي داوسنې جمهوررئيس خانمه بينظر بوټودهمدغولخواله منځه ولاړه کوم چي تر اوسه لاپه اردو اواستخبا راتو کي غوښن اوټاکلی ځاي لري  .

که څه هم اصف زرداري دواک دترلاسه کولوپه لومړيو ورځوکي پډاگه وويل چي : موږغواړوهغه اداره پاته وي کوم چې زموږڅخه یې بېنظیربوټوواخیسته ،ځکه چې که دا نه وي په پاکستان کې به هم دافغانستان په شان جګړه مار وي اوپر هرغره به یوواکمن ناست وي .

اصف زرداري په لاهورکې له خبریالانوسره په خبروکې بې له دې چې دچا نوم واخلي وویل : هغه څوک چې غواړي دا اداره(پوځ  او استخبارات ئي موخه وه )کمزورې شي موږترهغۀ د دې ادارې زیات قرباني شوي یو، خوموږ یې بیا هم د ټینګښت غوښتونکي یو.  داسي ويل کيږي چي پردې ټولو خبرو سربېره سياسي لاملونو اصف زرداري دې ته مجبورکړ چي  يوه هڅه وکړي ترڅو د  ISI   استخباراتي سازمان په کورنو چارو وزارت پوري وتړی ،خوبريالی نشواودغه مسله همدا سي پټه پاته شول . سره لدې چي دبريتانيا ابزرور ورځپاڼي دخپاره شوي خبر له مخې،په رښتيا سره اصف زرداري په داسي وخت کې په پاکستان کې قدرت ته رسېدلى چې داهيوادتربل هروخت له بدې بې ثباتۍ سره لاس ا وګرېوان دى.د دې ورځپاڼې په نظر له ستراتيژيک پلوه په پاکستان کې دسخت دريځو منګولې ورځ تربلې ټينګې شوي اوله بلې خواپه پاکستان کي اقتصادي ستونزې زياتې شوې دى .

مگردددغو ستونزوسره پاکستان داوسنی ولسمشرداصف زرداري نه نړيواله ټولنه  داهيله کوي چې په خپل هيوادکې سياسي اوټولنيز ثبات راولي اوله سخت دريځوسره  مبارزه وکړي . که هغه داکارونه ترسره کړي، نوهغه به په رښتياسره دپاکستان ترټولوپياوړى ملکي ولسمشر وي .

حقيقت خودادی چي داټولي نا امنۍ اوبې ثباتۍ دپرويزمشرف دحاکميت په دوران کي داردو دجنرالانواو ISI  دادارې لخوا دامريکا اونړيوالي ټولنې څخه چي په افغانستان کي پوځی ډلگۍ لري دزياتو مالي ،مادي او سياسي امتيا زاتو دتر لاسه کېدوپه موخه تر دغه کچې راورسېدلې .په وروستيووختوکي هم کله چي به په قبايلي سيمو کښي کله کله يوه اوبل قوماندان سر واخيست ،ددوي ئي چم زده ووهغه به ئې سمدلاسه چوپ کړ . لکه په طالبانوکي چي به کله کوم دملي  روحيې لرونکي قوماندان را څرگندشونوهغه دوي  سمدلاسه دامريکا يانوپلاس ورګړی دي .په يوه خبره په پاکستان کي ټول سياسي اومذهبي حرکتونه ،منډې اوتړي امنيتي نا ارامۍ اوناانډولی دهمدغوپاکستاني وسله والوځواکونو دجنرالانو ترکنترول لاندي دي .داچي دترهگروسره دمبارزې په نامه دوي په کوزه پښتو نخواکي څومره قومی مشران اوغښتلي څېرې په يوه اوبل نامه له منځ يوړې اويائي دا امکان تر لاسه کړ چي هلته خپلي پوځی هډې جوړي کړی داهغه غمېزه ده چي هلته همدا اوس پښتون اوبلوڅ قوم ورسره مخامخ دي  . له همدې امله دټولوسياسي مسايلودڅارونکو په اند دا اوسنيونۍ نا امنۍ هم ددبنسټپاله پاکستاني جنرالانو لخواددې لپاره چي له  يوې خواداصف زرداري حکومت بې ثباته کړي اودبلې خواغواړي دامريکادراتلونکو ټاکنو وروسته چي يوځل بيابه دافغانستان پر برخليک خبري کيږي ، دغوښنې ونډې ترلاسه کېدوپه خاطر خپل دريځ  پياوړی کړي .

داتر لمر روښانه خبره ده که چيري پاکستابي جنرالان  اوISI سازمان خپلو موخوته ونه رسېږي په هغه ورځ به سره لدې چي نوی ستردرستيزئي وايي :(( اردوله سياست نه بايدليري وساتل شي))  دنړۍ په ټولوراډيو گانو کي واورۍ چي دپاکستان پوځ دملي گټواوپه هيوادکي دامنيت دتامين په خاطر اړسودولتي واک پلاس کي واخلي .

ځکه خو ښاغلي حمید گل وايي چي ،په پاکستان کی ټروریسټی فعالیتونه پراخېږی، ډېر ژور اقتصادی بحران پکښی روان دی او امریکا سره مخالفت  ورځ په ورځ زوراخلي اوهیواد دسقوط له خطر سره مخامخ دی . دغه خبري به دپاکستاني جنرالانودکودتالپاره دثبوت يو اساسی ټکی وي .

جنرال حميد گل نورهم نړوال وارخطاکوي وايي : (( دغی وضع د ټروریزم سره د جگړې بریالیتوب اودپاکستان د اټومی وسلو مصونیت له خطر سره مخامخ کړی دی. دا وضع دونه خطرناکه ده چی ښایی په پاکستان کی داخلی جنگ پیل سي او یا د اېران په ډول اسلامی انقلاب پیل سي.)) اوس پرې پوه شوې گرانه لوستونکې چي دا اسختباراتي جنرال څه وايي؟ اوڅه غواړي ؟ دغه خبرې دهمدې باور پخلۍ کوي چي جنرالان وغواړي دحميد گل لخواددغوپه گوته شووحوادثونه دپاکستان دنجات په خاطر دولتي واک پلاسه کي واخلي . منطقي خبره هم ده ،څوک په پاکستان کي دبنسټپالولخو ا انقلاب  غواړي؟ اياداخطرهم چاته دمنلو وړدی چي دپاکستان اټومی وسلې دبنسټپالوملايانو پلاس ورشی؟ نو ددې لپاره چي دا کار ونشي جنرال حميد گل سرله اوس نه  نړيوالوته خبرداری ورکوي اوورته وايي ،که حالت داسي دوام ولري نوتاسو راته وواياست موږ څه وکړو؟؟؟

دلته غواړم يوټکی په گوته کړم هغه داچي زموږ سپېڅلي هيوادوال بايد دغه مسلې ته جدي پاملرنه وکړی ،کله چي دپاکستاني جنرالانو گټه وي نوبيادوي له هر بنسټپال نه ملاتړ کوي،وسلي ورکوي اوامنيت پرې گډوډ ډوی ،خوکله چي ئي په بله خواکي گټه وي بياپه همدغو بنسټپالونړيوال ډاره وی او ورته وايي :دچا حاکميت مو خوښ دی ؟زموږجنرالانو چي اټومي وسله له ملايانو څخه ساتواوکه دملايانواوبنسټپالو حکومت او پر اټومي وسلو حاکميت ؟ چي په امريکا ،پاريس ،لندن اومسکوکي به ارام پرې نږدي .

داچي دپردې شاته به کله امريکا له دوي سره موافقه شي تر څودوباره اردو دولتي واک واخلي دابله خبره . خوکه دوي وغواړي کېداي سي امريکا ديوه انجام شوی عمل سره مخامخ کړي . ددې لپاره چي دخلکو ذهنيتونه اغفال کړي پرويزمشرف ته هم گوته څنډی چي گوياد ټروریزم په مقابل کی دامريکا سره د لاس په یوکول ئې داسی غلطي وکړه چي دبخښلووړ نه ده . دوي  داخبره اځکه کوي چي دغه همکاري په پاکستان کي دپوځيانودقدرت دپيکه کېدويوله اساسي لاملوڅخه بولي .

خوحميدگل د آصف علی زرداري پر پالسیو باندی هم انتقادکوي وايي : چی هغه یو ملکی د یکتاتور دی  اود پرویز مشرف پالسیو ته یې دوام ورکړی دی . ده وویل دا ضروری ده چی په هیوادکی پارلمان ته داسی واک ورکړه سي لکه په یوه ډیموکراټیک سيسټم کی چی ورکول کېږی . په دري ژبه کي يومتل دي وايي  ((بگيرکه نگيرت )) ،حميدگل هم ددموکراسي اودموکراتيک نظام خبري کوي،خوداپداسي  حال کي چي يوله پېژندل شوو پوځی ديکتاتورانو پرويز مشرف  څخه ئي بې ساري ملاتړ کاوه ،اوخپله هم  دديکتاتورۍ اوپوځی واکمنۍ دملاتړ روڼه بېلگه ده . خواوس چي دده مخالفين دولتي واک پلاس کښي لري نوځکه خوهغوي  ته ديکتاتوران وايي .

حمید گل خبرداری ورکړ هر څونه چی امریکا د سرحد څخه دې خواته خپلو حملو ته زور ورکوی په هغه اندازه به خلک دطالبانو څخه ملاتړ زیاتوی . حميد گل څرگندوي ،په شمالی اوجنوبی وزیریستان کی ډېر زیات کلیوال د طالبانو طرفداری کوی اوپه دې عقیده دي چی پر دوی باندی دطالبانوسره  همکاري کول واجب دي.

حميد گل دناټو قواو ته مشوره ورکړه چی مخکي له هغه چي د پسرلي په موسم کی د طالبانو زوروري حملې پیل کېږی دوی باید خپل پوځیان پرشا کړي .

حميدگل دپاکستان داستخباراتو ديوه پخواني جنرال په توگه په يوه ټک  دوه نښانه ولي .له يوې خوا امريکايا نوته وايي چي خبراوسی په راتلونکی پسرلی کښي به پدغه سيمه کي دطالبانو وسله والي حملې زور واخلي ، يعني که ئي له منځه وړاي سئ همدا اوس ئي وخت دی،ځکه خوا وايي ((که سوله ټینگه نه سي د بیا ابادولو کارونه پر مخ نه سی تللای . )) اودبلې خواپه کوزه پښتونخواکي  بېچاره پښتنوته وايي دطالبانوحمايه پرتاسو واجب ده . سره لدې  چې ښاغلی حميدگل خپله پدې ښه پوهېږي که پښتانه دطالبانوملاتړي اوسی او هغوي ته دپټېدوامکانات برابرکړی .نوداکاربه ددې لامل شی چي له يوې خوابه دغه دپښتنوداوسېدو سيمې دامريکا په غوښتنه دپاکستاني پوځ ترحملولاندي په دې نامه راسي چي دالقاعدي اوترهگروسره دمبارزې نړيواله جگړه پر مخ بيايي ،اوپدې پلمه به بياپښتانه اودهغوي څه پاته مشرانه له منځه يوسي . اودبلې خوابه بهرنيانوته څرگنده وي ،چي مړۀ! پښتانه ستاسو دمخالفينوڅخه حمايت پرځان واجب بولي،نو څومره چې مو وس رسېږي هغومره خپل دښمن وځپۍ .طبعي ده چي امريکابه بيادالقاعدي او طالبانوسره دمبارزې په نامه په ښکاره ياپټه دبې پيلوټه الوتکو پوسيله پر پښتنو ميشتوسيمو بمونه اوره وي .پدغه  ځاي کي هغه دليوه خبره ده چي واي  : ((ليوه دخدايه څه غواړي ؟يوازي باد اوباران)) که ددغوپېښواوکشالوپه پايلوکي دامريکا پرخلاف دعام ولس بغاوت اوج ته ورسېد،نودوي به هم خپلو لاسپوڅوته سمدلاسه هدايت ورکړی چي مظاهرې پيل کړي ،عکسونه اوبير غونه وسو ځوی اودوکانوته اور واچوی  . دابه يوه بله اوتر ټولو ښه هغه جوړه شوې پلمه اوسناريو وي چي دپاکستان پوځ به ددې لپاره چي دملکی نظام ړنگېدوته ئې مټې رانغښتی دي  ځان پرحق وبولي .

بېله هر ډول سياسي سمپتيونه دملي گټو اوافغاني غرور دساتلو اودرناوي په خاطر ددې ليکنې څخه زماموخه داده چي زموږ افغانان هرڅوک چي دي (طالبان ،دگلبدين ډله،تنظيمونه اوسياسي گوندونه چي شمير ئي تر ۹۰ اوړي) بايد پدي پوه وی چي دپاکستان پوځی جنرالان  اواستخبارات  داځل بياغواړي دافغانستان دمسلې  په سياسي حل کښي ځانته دپښې اېښودلواوهمدا ډول په پاکستان کي دکودتالپاره امکانات برابرکړي .

اوس چي زه گورم ،متاسفانه يوځل بيا افغانان  ديوې بلې پټې سياسي لوبي قرباني کيږي .اودپاکستان اردو دخپلوکر غېړنوموخولپاره دطالبانوپه نامه دډيورنډ دکرښې دواړو خواته پښتانه دخپلواوبهرنيانود پوځونو دوحشيانه حملو په پوسيله له منځه وړي . اوهم دافغانانواوپه ځانگړې توگه دکرښې دواړو خواپرتو پښتنودسرپه قيمت ديوې بلې پوځی کودتالپاره لارپرانېزي .

نوځکه غواړم څرگنده کړم که داخبره رښتياوي چي امريکا اونړيواله ټولنه په رښتيا سره غواړي په افغا نستان کي ددوي ترحمايي لاندي دولت  بايد دخپلوټولومخالفينوسره دروغي جوړي په موخه خبري پيل کړي اودجگړې پر ځاي دټولو خوابدو اودافغانستان په سياسي ژوندکي د دشاملوافغانانو په گډون ديوې ملي سرتاسري افغاني جرگې په جوړېدوسره چي په هغه کښي ټولي خواوي  بېله پرونيو نومونواولوروبرخه ولري اودملي گټو پر بنياددملگرو ملتودسازمان دامنيت شورا اواسلامي کنفرانس دغړو هيوادو دسازمان  دتظمين  اوملاتړ پر بنياد ديوه ملي دولت دجوړېدوخښته کښېښودل شي ،نوهرلوری بايدد نړيوالواوافغان زورېدلي ولس دغوښتنوسره سم  له دغوپلاس راغلوامکانا تو څخه پراخه استفاده وکړي . اوکه دابيا يوه بله نوې سياسي کورنۍ يانړيواله لوبه وي ؟نو ټولو افغانان ته پکارده چي په يوه اواز هرڅوک چي دی  دملي او ايماني دندي له مخې دالوبه ناکامه اودخپل هيوادراتلونکۍبرخليک پر همدغه پورته ياد شووبنسټونو پخپله وټاکي .

پدې  اميد چي يوه ورځ زموږ په هيوادکي سوله  تامين ،ددموکراسی اوټولنيز عدالت د لمر وړانگي پر ټول هيوادخپرې شي  .  ومن الله التوفيق

يادونه :

دليکنې لپاره دتاند،لر اوبر،اشناراډيو،غورځنگ ،ټول افغان ،بي بې سي ،المان ږغ  پښتوويب پاڼي، دطالبانوله ويب پاڼي ،ازادي راډيومعلوماتي اوخبريزوخپرونوکي له خپروشوومعلوماتو،روسي چاپی خپرونولکه : انتر تاس، ويستي . رو،ارگومنتۍ ئي فکت ،روسيه نيوز،گازيتا.رو،اوزماله  شخصي ياداښتونو څخه استفاده شوې ده