کور / تازه خبرونه / بلوچستان: د زلزلې مړي ۲۳۶ كسانو ته وختل

بلوچستان: د زلزلې مړي ۲۳۶ كسانو ته وختل


په بلوچستان ايالت كي د زلزلې له كبله د مرګ ژوبلي شمېره اوس ۲۳۶ تنو ته وختل.
د بلوچستان ايالتي حكومت وايي دغه مړي يې د زيارت، خانوزۍ، لورلايي، او ږوب له بېلا بېلو كلو څخه راكښلي دي.
د تېري ورځي دغه زلزله چي د ريختر په حساب شپږ اعشاريه څلور درجې ثبت سوې ده، ۳۶۱ تنه يې ټپيان كړي او په سوونو كورونه يې ويجاړ كړي دي.