يو بل بندي هم جمهور رئيس سو

34 | اکتوبر 30th, 2008



د مالديپ د حكومت د اپوزيسون ګوند مشر محمدناشيد د دغه هيواد ولسمشر وټاكل سو.
محمدناشيد چي د مالديپ هيواد پخواني ولسمشر مامون عبدالقيوم د سياسي فعاليتونو له امله زندان ته اچولى و، د پاكستان په ولسمشر آصف علي زرداري پسې دوهم بندي دئ چي په آسيايي هيوادونو كي جمهوري رياست ته رسېږي.
د ښاغلي زرداري او ښاغلي ناشيد ترمنځ توپير دا دئ، چي زرداري د فساد او خيانت په تور او ناشيد د يوه ديكتاتور ولسمشر له خوا د سياسي فعاليتونو د مخنيوي په خاطر بندي سوى و.
مامون عبدالقيوم چي په تېرو ۳۰ كلونو كي يې شپږ واره ځان د مالديپ جمهور رئيس غوره كړى و، پر ځان د نړيوالي ټولني له پرله پسې نيوكو وروسته يې له ۲۰۰۴ كال راهيسي هڅه كول چي انتخابي حكومت جوړ كړي.
محمدناشيد چي تر ټولو ستر سياسي رقيب و د ۵۴ رايو په ګټلو تېره ورځ د دغه هيواد لومړنى منتخب ولسمشر وټاكل سو.

Copyright Larawbar 2007-2024