کور / تازه خبرونه / تازه خبر: د اطلاعات او فرهنګ په وزارت كي ځانمرګى وسو

تازه خبر: د اطلاعات او فرهنګ په وزارت كي ځانمرګى وسو


د پنجشنبې په غرمه يوولس بجې د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ په وزارت كي ځانمرګى بريد سو، چي د لومړنيو راپورونو له مخي ځينو كسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د عيني شاهدانو په وينا بريد كوونكى د اطلاعات او فرهنګ وزارت ته پر ننوتلو توانېدلى و، خو داسي راپورونه هم خپاره سوي چي دوه نور ملګري يې د پوليسو له خوا وژل سوي دي.
د وزارت يوه لوړ پوړي مامور لر او بر ويبپاڼي ته وويل چي د اطلاعات او فرهنګ وزير عبدالكريم خرم او د وزارت لوړ پوړي مامورينو ته كوم زيان نه دئ اوښتئ. دا دوهم ځل دئ چي د اطلاعات او فرهنګ وزير ښاغلى خرم په مرګونې حمله كي په نښه كېږي، نوموړى تېر كال په كندهار كي هم له يوه ځانمرګي بريد څخه ژوندى وتلى و.


د خبر په اړه جزيات وروسته پر ليكه كېږي