کور / تازه خبرونه / د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د ولس مشر  کرزي په حواله لیکلي دي چې له طالبانو سره یوازې د سولې د تینګښت لپاره خبرې کوي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد بیا لیکلي دي چې د افغانستان په جنګ کې دواړه ښکیلې غاړې د جنګ تمبل وهي.

ورځپاڼې  په کابل کې د برښنا د کمښت ستونزه راغستې او پدې ترڅ کې د اوبو او برښنا وزارت په چارو انتقاد کړې دې.


د هیواد دولتي ورخپاڼې د خپل لومړي مخ زیاتره مطالب د ولس مشر کرزي ویناو او لیدنو کتنو ته ځانګړيدي.

ورځباڼه  د میرمنو شورا ته د ولس مشر کرزي په وینا پخپله تبصره کې لیکلي دي چې افغانستان په تیرو اوو کلونو کې په بیلابیلو برخو کې زیاتې بریاوې ترلاسه کړیدي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په اسلام اباد کې په جوړې شوې جرګګۍ تبصره کړې او د سیمې په امن او ثبات يې د هغې اغیزې څیړلي دي.

په ورځپاڼه کې په کابل ښار کې د خپل سرو کورونو د جوړولو مسله هم راغستل شوې او لیکل شوي دا بهیر په بیؤې روان دې.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د  لاس انجلس تایمز ورځباڼې په حواله لیکلي دي چې له مخالفینو سره د خبرو مسله جدي شوې ده.

ورځباڼې کابل ته د غزیدلو لویو لارو د امنیتي وضع په اړه هم یو مطلب خپور کړې دې او لیکلي دي چې  طالبانو له کابل نه بهر امنیتي وضع ډیره خرابه کړیده.

د ورځباڼې په سرمقاله کې د سړي تښتونې مسله راغستل شوي او ددې ستونزې د هواري لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه شوې ده.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم په افغانستان کې د پخلاینې د روان بهیر په اړه په یو مطلب کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په نقل لیکلي دي چې امریکا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو تبصره کړې او دا پوښتنه يې هم کړې چې دا انتخابات به په هیواد کې ثبات ټینګ کړاې شي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د خلکو اقتصادي ستونزې راسپړلي او په دولتي چارواکو يې انتقاد کړې چې ددغو ستونزو د هواري لپاره جدي اقدامات نه کوي.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې هم په یو مطلب کې د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته په اشارې د کاندیدانو وړتیاوې څیړلي دي.

دې ورځپاڼې هم په کابل کې د برښنا د کمښت ستونزه راغستې او لیکلي دي چې ددې ستونزې اساسي علت کمزورې اقتصاد او کمزورې حکومتداري ده.

په ورځپاڼه کې د امن د سیمه ایزې جرګې په اړه هم یو مطلب خپور شوې او د سیمې په امنیت د هغې اغیزې څیړل شویدي.


د اصلاح او انیس دولتي ورخپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د دینې عالمانو هغه غونډه راغستې چې پکې په کندهار کې وروستۍ وژنې په کلکه غندل شوي.

خو اصلاح بیا لیکلي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د ښه والي او ټینګیدو په لور روانې دي.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته د ولس مشر کرزي د بیا کاندیدیدو مسله راغستې او پدې ترڅ کې د ښاغلي کرزي په روانې دورې انتقاد کړې دې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د میرمنو د شورا دا غوښتنه راغستې چې د جنسي تیریو مرتکبین باید په اشدو مجازاتو محکوم شي.

په ورځپاڼه کې په افغانستان کې د جنګونو په مهال د عامه خلکو په مرګ ژوبلې تبصره شوې او لیکل شویدي چې دا ځلې  دا مسله په غزني ولایت کې تکرار شوه.