نو بيا چاته وژاړو؟
الله ج مسلمانانو ته د شخصيتونو په درناوي، د اصولو په پاللو او د احكامو په ترسره كولو امر كړى. د اسلام سپېڅلى دين د انسان د شخصي ازادۍ يانې د احساس، فكر او بيان تضمين كړى، خو اعمال يې بيا د اصولو او احكامو(قوانين) پيرو ګرځولي دي.
اسلام د خير او ښيګڼې او د امن دين دى او د بشريت د امنيت او ګډ ژوندانه د پر مخ بيولو تضمين كوي. د اسلام نژدې ټول احكام په سوله ييز ژوندانه او امنيت ټينګار لري او ان د كومو اصولو او احكامو چې ظاهر يې تريخ ښكاري، هغه هم په دننه كې د سوله ييز ژوندانه خوږ منطق لري. لكه قصاص چې د انسان د بقا حكمت په كې پروت دى او د غله لاس او پښه پرې كول چې د خلكو د مال مصونيت تضمينوي او د زاني سنګسار او دره وهل چې د ناموس ساتنې ښه حكمت دى. دا په داسې حال كې دي چې غلا، زنا، وژنه، فتنه او فساد ټول ټولنيز نظم، سوله او امنيت او په پاى كې د بشريت پايښت ګواښي او اسلام د دغو شريرو پديدو د مخنيوي له پاره خپل دستورونه ځانګړي كړي دي.
بله بېلګه جهاد دى چې قرانكريم كې تل د دفاع په صيغه راغلى او يرغليزه موخه نه لري او د يرغل او د يرغلګر د مخ نيولو او د مخې د ډپولو ډاډ وركوي.
د اسلام په دين كې نيمګړتيا نشته او هېڅ دستور او حكم يې بې حكمته نه دى.
عبادت له عيبونو، عقلي او رواني تكليفونو او ناروغيو څخه د روح پاكوالى دى او نظافت له جسمي ناروغيو څخه د جسم ژغورل دي او علم په ښه توګه د ژوند د پرمخ بيولو وسيله ده.
اسلام سر تر پايه د بشريت د ښيګڼې دين او عمل يې د بشريت ښيګڼه تضمينوي، له همدې امله الله ج يې په هكله وايي چې ما نن تاسو ته خپل رحمت پوره كړ او د ين يې د مسلمانانو له پاره رحمت بللى دى.
دا چې دين د بشر د ښيګڼې له پاره دى، نو ځكه دين يوه بشري اړتيا ده او خپله الله ج له دغې اړتيا څخه سېوا دى هغه د ټولو مخلوقاتو خداى دى كه هغه د كوم دين پيرو دي او يا كه نه دي.
د دې له پاره چې الله ج خپلو بنده ګانو ته د خپلې مهربانۍ پوهونه كړې وي، نو د يوې معاملې او اړيكې په ترڅ كې يې د دغه كار تمثيل كړى. هغه داسې چې د انسان اعمال چې ټول خپله د انسان د ښيګڼې له پاره دي او د الهي په نظام زره اغېز هم نه لري، هغه يې د جنت او ابدي هوساينې په بدل كې معامله كړي او د انسان دغو اعمالو ته يوه لويه بيه قايل شوى دى.
الله ج د خپل مطلقيت پر بنسټ او دا چې انسان يو نسبي او كمزورى مخلوق دى او په چارو كې له ننګونو او تېروتنو سره مخ دى، د انسان د ژوند د تنظيم له پاره يو شمېر اصول، احكام او قوانين(علوم) د خپلو پيغمبرانو په واسطه استولي او انسان يې د هغو په پيروۍ مكلف او اړ كړى دى. د دغو اصولو، احكامو او قوانينو حكمت له انساني حكمت څخه پورته دى او له همدې كبله بدلون نه منونكي دي.
لكه څنګه چې ګوته ورته ونيول شوه چې دين د انسان د ښيګڼې او ژوند ته د سامان وركولو له پاره دى او د دين لويه اړتيا او موخه همدا ده.
د اسلام ګران او منلي پيغمبر هم د دين همدې موخې ته په خپلو ارشاداتو كې ډېر ځاى ګوته نيولې او د دين مراتب يې بيان كړي دي.
د اسلام په سپېڅلي دين كې تر ټولو ستر عبادت علم بلل شوى چې د طبعيت د تسخيرولو او ژوند ته د نظم وركولو وسيله ده او همدا راز الله ج ته د نژدېوالي او د هغه په وړاندې د ګرانېدو وسيله كسب او كار بلل شوى چې د علم لاسته راوړنه بلل كيږي.
لاندې د يو څو ايتونو او حديثونو ژباړه د كلام د مصداق په ډول راوړل كيږي:
*علم له خير او ښيګڼې پرته بل شى نه دى.
*فضليت د عالم پر عابد داسې دى لكه زما(پيغمبر ص) فضليت د ستاسو پر يو عادي وګړي.
*د عالم او عابد تر منځ اويا مرتبې توپير دى چې د هرې مرتبې تر منځ اويا زره كاله واټن دى.(اويا زره كاله واټن د مرتبې پر توپير د ټينګار په مانا راغلى)
*كاسب د خداى دوست دى.
*د قيامت په ورځ به د عالمانو د قلم رنګ د شهيدانو له وينې سره پرتله شي، د عالمانو د قلم رنګ به د شهيدانو له وينې څخه دروند وخيژي.(تاسې فكر وكړئ چې يو بوتل رنګ څومره كم وزن لري او كېداى شي څو كتابونه پرې وليكل شي چې ممكن د يو عالم د ټول عمر ثمره وي، هغه د يو انسان له پنځه ليتره وينې څخه درنېږي چې د يو انسان په بدن كې په متوسط ډول بهيږي او هغه بيا د الله ج د رضا له پاره تويېږي.
همدا راز كومې پيسې او پانګه چې د علمي تاسيساتو په جوړښت او يا د علم په زده كړې او د علم د طالبانو په روزنه كې لګېږي د ثواب په اعتبار د صدقې تر ټولو ډولونو زيات ثواب او يو پر 700 زره بدله لري.
حضرت محمد ص د شهيدانو او د ټولنيزو مخكښانو مراتب هم بيان كړي او د ټولنيزو مخكښانو غوره هغه څوك دى چې د ظلم پر وړاندې ولاړ وي او د عدالت د ټينګښت له پاره مبارزه او سرښندنه كوي:
*د شهيدانو غوره حضرت حمزه رض دى او بيا هغه څوك دى چې د يو ظالم پاچا په مخ كې ودرېږي، هغه ته يې ظلمونه بيان كړي او په همدې جرم ووژل شي. (يانې هغه څوك چې له ظلم سره په مبارزه كې ووژل شي)
*دين د تورو په سيوري كې ساتل كيږي.(يانې په مبارزې او جهاد سره)
كله مو چې دا ومنله چې د دين تر ټولو لومړۍ دنده او رسالت د بشر خير او ښيګڼه او د ژوند ساتنه او دوام دى او بيا دا چې دين د تورو په سيورو كې ساتل كيږي چې اشاره يې جهاد ته ده، نو بيا دلته د جهاد موخه روښانه ده. جهاد يانې د دين ساتل او د دين ساتل يانې د ټولنيز نظم، سولې، امنيت او د ژوند د بقا ساتل او د ژوند بقا يانې خير او ښيګڼه او خير او ښيګڼه يانې علم او حكمت او په علم او حكمت سره د ټولنې رغول او جوړول.
دا چې انسان يو پېچلى رواني موجود دى او تل د خپل روان په اعتلا او ابتذال كې سرګردانه وي او د خپل واك او ځواك په اندازه پر خلكو، دين او ټولنه خپل اغېز ښندي او ټولنه اغېزمنوي، نو كېداى شي ځينې انسانان د عالي روان په درلودلو سره ټولنه د پرمختګ او پراختيا په لور يوسي او ځينې نور بيا د شرير او مبتذل روان په درلودلو سره كېداى شي ټولنه د ځوړ او ابتذال په لور يوسي، نو له همدې امله د ټولنې د نظم ساتلو په موخه جهاد وسيله ګرځول شوى چې حالاتو ته په كتنې سره بېلابېل څرنګوالى لري او موجوديت يې په ټولو حالاتو كې فرض او همېشنى دى.
په دې مانا چې د ابتذال په وخت كې له ابتذال سره وسله واله مبارزه وړوكى جهاد يا اصغر جهاد بلل شوى او د اعتلا په وخت كې له اعتلا سره(د علم او حكمت پر بنسټ) مرسته لوى جهاد بلل شوى.
دغه نومونه د ارزښت، څرنګوالي او اهميت له مخې ده. ځكه جګړه په اسلام كې د اور(دوزخ) غاړه بلل شوې او په جګړه كې په اندكې تېروتنې سره له سړي څخه ستره ګناه سر وهلى شي. په جګړه كې ناشوني ده چې په يوه شېبه كې په ډېرو حساسو مسالو غور او قضاوت وشي او جګړه په خپل ټول مشروعيت او سپېڅلتوب سره پر مخ يوړل شي.(د شك او ګومان شونتيا په كې زياته ده)
د جګړې برعكس سوله بيا خير بلل شوې ده، ځكه د سولې پر وخت انسان د غور او قضاوت له پاره زيات وخت لري او كولى شي چې د مسالو او ستونزو په اړه روڼ او ځير غور او قضاوت وكړي. (د شك او ګومان او يا د تېروتنې شونتيا په كې كمه ده)
پورتنيو څرګندونو ته په كتنې سره راځم خپلې اصلي خبرې ته:
په نېټ كې نن سبا يو شمېر داسې ليكنې تر سترګو كيږي چې ليكوالان يې د خپل احساس او نظر په څرګندولو سره د يو اړخ له ناسم دريځونو څخه ننګه كوي او په خپلې دغې ننګې سره د بل نظر او اړخ ليكوالان ننګوي چې په ورته عمل لاس پورې كړي، نظرونه سره ووېشي او د پښتنو تر منځ د بېلتون كرښې جوړې كړي او د دوى تر منځ تاوتريخوالى لاپسې زيات كړي.
لكه څنګه چې پورته وويل شول چې اسلام د يو شخصيت د نظر، فكر او بيان د ازادۍ او د شخصيت د احترام تضمين كړى دى، خو د مسلمانانو كړنې يې بيا په اصولو او قوانينو كې رامحدودې كړي او شريعت يې د كړنې په اعتبار جاري كړى دى.
يا په بله وينا د ټولنې، كړنې او كړنلارې په اړه د نظرونو مخالفت يوه نورماله پروسه ده، خو په اصولو، احكامو او قوانينو كې مخالفت چې د اعمالو د ضديت لامل شي، بيا منعه او د جزا وړ دى. يانې د نظر په څرګندولو څوك نه محكمه كيږي. په دې برخه كې لاره روښانه ده، هغه د معروفاتو پلوي او د منكراتو غندنه ده. د اسلامي ارشاداتو پر بنسټ دا سم نه دي چې يو څوك دې د خپلو احساساتو او يا ګډو ګټو له مخې د يوې مسالې په اړه قضاوت وكړي، د ښه او بدو توپير په الهي ارشاداتو، اصولو او احكامو سره كېداى شي او چې كله هم د يوې ستونزې او مسالې په اړه قضاوت كيږي، نو په كار ده چې د همدغو دستوراتو، اصولو او احكامو په رڼا كې وشي.
د الله ج احكام، اصول او قوانين د اشخاصو له احساساتو څخه سېوا څيز دي او چاته په كې د ملكيت او تصرف صلاحيت نشته. سمه داده چې اشخاص او كړنې په دين سره وپېژندل شي، نه دا چې دين په اشخاصو او كړنو سره وپېژندل شي.
د افغانانو د دغه دېرش كلنې غميزې يو مهم لامل دا دى چې ځينو اشخاصو پر دين ځانونه تحميل كړي او ځانونو ته په دين كې د تملك او تصرف په حق قايل دي او عام ولس هم عملاً دين د يوې ازادې پديدې په توګه نه بلكې په اشخاصو سره پېژني.
لكه د پير صيب مريد، د استاد سياف مجاهدين، د جمعيت مسلماني او د اسلامي ګوند مسلماني………………. هيڅوك داسې نه وايي چې ((عمل يې ګوره او بيا يې پر بوله)).
د بېلګې په توګه د شمال ټلوالې د مشرانو په بډو كتابونه ليكل شوي چې د امريكې له خوا دغه بډې ورته د دې له پاره وركړ شوې وې چې د اسلامي امارت په پرځولو كې ورسره مرسته وكړي، دوى لا هم ځانونه مجاهدين بولي په داسې حال كې چې د جهاد او مجاهدت اوسنۍ دعوه بيا طالبان لري او هر هغه څوك چې امريكايانو سره مرسته كوي او د افغان دولت چارواكي وي، د يهود او نصارا ملاتړي بولي او پر ضد يې د جهاد اعلان كړى دى. دا په داسې حال كې دي چې لاهم دشمال ټلوالې مشران په دولت او پارلمان كې د مجاهدينو په نامه ناست دي او په دغه نوم سره امتيازات ترلاسه كوي، خو هغه بل لكه كبير رنجبر، ګلاب زوى او علومي چې په پارلمان كې نيستۍ ووهل لاهم د كمونست په نوم يادېږي چې دوى به پخوا ملحدين بلل او پر ضد يې د جهاد اعلان كړى وو او اوس په يوه جبهه كې سره راټول شوي دي. نيوكه په يو دولت او جبهه كې په ټولېدو نه ده، بلكې په دې ده كه دا ښه كار دى ولې پخوا نه كېده چې د مليونونو افغانانو د وژل كېدو او ټپي كېدو مخه به نيول شوې وه او څوك به نه وژل كېده او بچيان او ښځې به يې نه در په دره كېدې او كه خراب كار دى او دا چې پخوا نه وو شوى بايد اوس هم نه واى شوى. دا ټول دا په ګوته كوي چې له ديني شعايرو څخه شخصي او ناوړه ګټه پورته كيږي او د دې پر ځاى چې خپل علم او سياسي امكانات د اسلام د پياوړتيا له پاره په كار واچول شي له دين څخه يې د خپلو شخصيتونو او سياسي موخو د پياوړتيا له پاره كار اخيستى او هغه يې د ناروا شتمنيو د لاسته راوړلو له پاره وسيله ګرځولى، چې دا د دين ډېره ناوړه په كار وړنه ده چې پخوا د نصرانيانو له خوا تجربه شوه او په اروپا كې يې پوره 13 پېړۍ جنګونه رامنځته كړل او اوس د افغان تنظيم مشرانو له خوا تجربه كيږي او له دېرش كلونو را په دېخوا يې په هېواد كې د جګړې اور بل كړى دى.
دا ټول دا ښيي چې زموږ ولس د تېرو ازماېښتونو په رڼا كې اوس دغه نوي فكر ته رسېدلى چې خپلو مذهبي او سياسي خوش باوريو ته پاى وركړي او د يو چا په اړه د هغه د څېرې، وېښتانو، برېتو او ږيرې له مخې قضاوت ونه كړي بلكې د هغه د اعمالو له مخې قضاوت وكړي او د هغه اعمال د پاك قران په ترازو كې واچوي. دا ځكه چې تېرو تجربو دا وښوده چې د ولس د ړوند ملاتړ له كبله ډېر كمزوري كسان چې خلك به يې په دوستۍ او پېژندګلوۍ شرمېدل، داسې ستر_ستر فرعونان جوړ شول چې وروسته يې مړي نڅول، په سرونو يې مېخونه وهل، د استوګنو په سيمو يې توغوندي ورول او اوس د كابل او پېښور په واټونو كې ځمكې ته نه ګوري، نوي موډل د لوړې بيې موټرونه ځغلوي او هره ورځ په لسګونه بېوزلي وګړي د موټرو لاندې كوي او له خپلو اولادونو سره په هغو مفسداتو لګيا دي، كوم چې د لوط ع د قوم له خوا ترسره كېدل.
له يو سيستم څخه پلوي يوه مانا لري او له يو كس څخه پلوي بله مانا، بايد هېر نه شي چې په پلوۍ سره ثواب او ګناهان داوړه لېږدي ځكه چې په يوه حديث شريف كې راځي كه يو څوك د يوه كار د ترسره كېدو پر وخت چې له كوم چا او يا ډلې له خوا ترسره كيږي حاضر وي خو له زړه نه له هغو سره نه وي داسې دى لكه چې دغه كار يې نه وي كړى او هر هغه څوك چې د كوم كار د ترسره كېدو په وخت كې حاضر نه وي، خو له ترسره شوي كار سره د زړه ملتيا ولري داسې دى لكه چې دغه كار يې ترسره كړى وي. (الله ج دې موږ ته بښنه وكړي او د فرعونانو او ظالمانو د زړه له همدردۍ دې مو لرې وساتي)
دا لويه تېروتنه ده كه څوك ووايي چې په شينډنډ كې سل تنه ولسي وګړي چې د امريكې په بمبار كې وژل شوي، سم كار دى او كه په ميوند ولسوالۍ كې 27 تنه عام لغمانيان طالبان وژني، نو دا ناسم كار دى او يا برعكس په ميوند كې وژنه سمه وه او په شينډنډ كې ناسمه. د سمو او د ناسمو، يا په بله وينا د معروفاتو او منكراتو ټاكونكى الله ج دى او الله ج دا ټول په خپل پاك قران كې ټاكلي دي. سم كار سم دى او ناسم نا سم. د كړنې مشروعيت د كړونكي له هويت سره تغيير نه خوري. دا سمه نه ده كه يو څوك ووايي كه يو چا له امريكې څخه وسله واخيسته او افغان يې پر وواژه، نو دا سمه خبره ده او كه بيا چا له پاكستان څخه وسله واخيسته او خپل هېوادوال يې پر وواژه نو دا نا سمه خبره ده او يا د دې برعكس. عام ولس په هر صورت، خو يو ديني عالم ته چې د علم او پرهېزګارۍ لافې وهي، بيا ستره ويارنه ده چې دين په اشخاصو سره وپېژني او د چارو په اړه په قضاوت كې خپل احساسات شريك كړي او په قضاوت كې د الله ج د لارښوونې او احكامو ځاى، د ملاصيب احساسات ونيسي. يا په بله وينا كه يو څوك ووايي چې كوم كار چې زما ماما حاجي ملا صيب يې كوي هغه سپېڅلى جهاد دى او كوم كار چې زما د تربور زوى ملا شاګل يې كوي هغه جهاد نه دى ځكه چې پروسږكال يې زموږ توره چرګه پټه كړې وه او زموږ توره خره چې د ده فصل ته اوښتې وه هغه يې وهلې وه.
جهاد، جهاد دى او له دې مستثنى دى چې كه ملا شاګل يې كوي او كه ملا غريب ګل يې كوي.
د جهاد په اړه لاره روښانه ده او ډېرى عالمانو د جهاد د فرضيت د شرايطو په اړه پلټنې او څېړنې كړي او د جهاد د فرضيت شرطونه يې بيان كړي دي. د اسلام يو لوى څېړونكي علامه مطهري د وسله وال جهاد د فرضيت شرطونه په څلورو ټكو كې را لنډ كړي دي:
1_د بريد او تېري په صورت كې:كله چې بشر او يا مسلمانان په فردي او ډله ييزه توګه د نورو له خوا، كه دوى مسلمانان وي يا كافران، تر بريد لاندې راشي.
2_ظلم: كله چې يو شمېر وګړي(مسلمانان يا كافران) د نورو وګړو(مسلمانان يا كافران) له ظلم سره مخ كيږي، نو پر مسلمانانو جهاد فرضېږي.
3_د ديني شعايرو مخنيوى: دغه مخنيوى چې د هر چا له خوا وي، هغه كه د مسلمان له خوا كيږي او كه د كافر له خوا.
4_ ټولنيز فساد: كله چې فساد په ډاګه او په ډله ييز ډول ترسره شي.
په اسلام كې د بريد، ظلم، د ديني شعايرو او د فساد تعريف په ښكاره الفاظو كې شوى او هر مسلمان له دغو تعريفونو سره پېژندګلوي لري او دلته اړينه به نه وي چې رڼا پر واچول شي.
په اسلام كې د اعمالو د تللو ترازو دا ده چې عمل په نيت او خاتمې(پايلې) سره اعتبار لري او دين د اعمالو د ښوولو هنداره ده. شريعت عمل او پايله څېړي او د انسان پر نيت كار نه لري، ځكه چې پر نيت يوازې د الله ج لاس رسى دى او پر همدې بنسټ د اعمالو توجيه سهي كېداى نه شي، لكه يو څوك چې ووايي زما په زړه كې خو دا نه وو چې تا ووژنم، خو ومې وژلې، يا ما خو ګومان كاوه چې تا به زنا كړې وي، نو ځكه جزا مې دركړه، يا موږ ښوونځي او سړكونه د دې له پاره سوځوو چې د كافرانو ټانكونه دلته را نه شي او پر كليو مسلط نه شي، كه په الوتكو او دشتو له لارې راځي، نو هغه بيا پروا نه لري.
اوس به راشو د افغانستان د حالاتو پېچلو او تتو اړخونو ته:
افغانستان او افغانان په ښكاره د امريكې، ناټو، ايران، پاكستان، روسيې، عربو، پنجابيانو او د نورو تر بريد لاندې دي. دغه بريدونه يو څه په نېغه د بهرنيانو له خوا او يو څه نور د دوى د كورنيو جاسوسانو له خوا ترسره كيږي.
ظلم د جګړې د ټولو اړخونو له خوا ترسره كيږي او عدالت او شريعت ټولو اړخونو تر پښو لاندې كړى. په شينډنډ كې د هوايي بمبار په ترڅ كې د سلو كسانو وژل هم ظلم و او د كندهار په ميوند ولسوالۍ كې د 27 عام لغمانيانو وژل هم.
كله چې د كابل په محكمو كې يو غل، قاتل او سارق د رشوت په بدل كې برائت اخلي دا هم د شريعت او عدالت تر پښو لاندې كېدل دي او كله چې په هلمند كې د غلام او د هغه د ورور له خوا ورېره او يا لور يې په دې وژل كيږي چې ولې په خپله خوښه يې مېړه كړى او له هغه څخه د نكاح شرعي حقونه يې اخيستل كيږي او د هيچا له خوا ورته څه نه ويل كيږي او محكمې ته نه راكاږل كېږي او سرې سترګې ازاده ګرځي او كه بيا په غلام د خپلې كينې د سړولو په موخه د خپل زوم له خوا په ژوندينه په برچې سترګې وېستل كيږي او چارواكي پر خبرېږي او بيا هم څه ورته نه ويل كيږي، دا هم د شريعت او عدالت تر پښو لاندې كېدل دي.
كله چې د شينډنډ د پېښې په جنايتكارانو د قيادت زور نه رسېږي چې محكمې ته يې راكاږي دا هم د قيادت نامشروعيت دى او كله چې په ميوند كې د 27 لغمانيانو د قاتلينو پر محكمه كولو د مشرانو يې زور ونه رسي دا هم د قيادت نامشروعيت دى.
كومه غلا، اختلاس، قتل، زنا او نور مفسدات چې د دولت تر ولكې لاندې په كابل ښار كې ترسره كيږي هماغه حكم لري كوم چې همدغه مفسدات د طالبانو تر ولكې لاندې سيمو لكه په غزني او سنګين كې ترسره كيږي. دا په كوم دين كې دي چې غلا دې په كابل كې غلا او په غزني كې دې جهاد وي؟
دا ټولې ويناوې سمې دي چې جنګي جنايتكاران كه هغه په دولت كې دي او كه هغه د دولت د مخالفينو په ليكو كې، پخوا هم له بهرني ملاتړ څخه برخمن وو او د هغوى په اشارو يې جنايتونه ترسره كول او اوس هم له بهرني ملاتړ څخه برخمن دي او د هغوى په اشارو جنايتونه ترسره كوي.
تره كى، ببرك، سياف، مسعود، فهيم، محقق، خليلي، مزاري، ګلبدين، ملاعمر، ملادادالله …………….پخوا هم د بهرنيو د كينو، سياستونو، وسلو او پيسو زېږنده وو او اوس هم د پرديو د كينو، سياستونو، پيسو او وسلو زېږنده دي. دوى پخوا هم د افغان ولس خبرو ته غوږ نه دى ايښى او ظلمونه يې پر كړي دي او اوس هم د افغان ولس خبرو ته غوږ نه ږدي او ظلمونه پر كوي. دوى پخوا هم بې نومه او نښانه واكمنان وو او اوس هم دي.
قيادت په دواړو غاړو كې په فساد او ظلم اخته دى او ولس د دې دواړو غاړو د فساد او ظلم قرباني دى. په دواړو غاړو كې قيادتونو هغه ژمنې چې له ولس سره يې كړې وې تر پښو لاندې كړي او ولس يې په خپلو دروغو سره يرغمل كړى دى.
هغه څوك چې په روسيي، ايراني او امريكايي وسلو خپل هېواد ورانوي او د دوى د ګټو او ستراتيژيو له پاره خپل افغانان وژني، له هغه چا څخه څه توپير لري چې د پاكستان، ايران او د عربو په پيسواو وسلو خپل هېواد ورانوي او د هغوى د ګټو او ستراتيژيو له پاره خپل افغانان وژني؟ بريد، بريد دى او يرغلګر، يرغلګر په مذهب او دين سره يې هويت نه شي بدلېداى. د مسلمانو خپل منځي جګړه خو ان كفر بلل شوې او سړى كفر ته رسوي، چې په دې توګه مسلمان يرغلګر بتره له كافر يرغلګره دى.
افغان ولس په تېرو دېرشو كلونو كې د كمونست، مجاهد، جمعيت تنطيم او ……………اخوان المسلمين، شعله، ستم افغان ملت………….طالب او ………… تجربې ټولې وكړې، خو دغه ټولو تجربو ناكامې پايلې درلودې، دغو ټولو ډلو له بهرنيانو سره د دوستۍ او اسلامي وروګلوۍ او دې دوستۍ او ورورګلوۍ سره د هېواد د ابادۍ او ازادې غږونه پورته كول، خو همدغو ورورګلويو او دوستيو وران او ويجاړ كړو، تر اوسه نه هېواد جوړ شو او نه خپلواكه شو او كومه نسبي ابادي او خپلواكي چې وه هغه يې هم په اوبو لاهو كړه، ايا اوس هم اړينه ده چې د همغو پخوانيو ډلو په ملاتړ غږ پورته كړو؟ او كه د دې اړتيا ليدل كيږي چې كوم نوى غږ اوچته كړو او نوې لاره چاره ولټوو چې اغېزمنه او په رښتينې توګه زموږ د ابادۍ او خپلواكۍ تضمين وكړي؟
موږ بايد د لاندې يو لړ پوښتنو ته د ځوابونو په لړ كې خپله تګلاره بېله او د راتلونكې له پاره يوه روښانه لار وټاكو:
_جګړه كه كرزى او امريكايان وګټي څه به كيږي؟
*د افغانانو ګټې به په كې څه وي؟
*اقتصادي پلان او ستراتيژي څه ده؟
*څه ډول نظام به چلېږي؟
*حكومت به ولس ته څه مدني حقونه قايل وي؟
*ايا ولس ته به په نظام كې د خوښې او واك د تمثيل حق وركړ شي؟
*د خپلواكۍ، د ملي حاكميت او د خاورې د بشپړتيا تمثيل به په كې څه ډول وي؟
*له طالبانو څخه د جګړې په ګټلو سره به په هېواد كې ايا امنيت او سوله ټينګه شي او ستراتيژيك مخالفين لكه پاكستان، ايران، روسيه، چين ………. به ميدان امريكې ته خوشې كړي؟
*د ديني شعايرو موقف به په كې څه وي او ايا پر دين به جبر نه تحمېلېږي؟
_كه جګړه د طالبانو په ګټه پاى ته ورسېږي:
*د افغانانو ګټې به په كې څه وي؟
*څه ډول نظام به چلېږي؟
*حكومت به ولس ته څه مدني حقونه قايل وي؟
*ايا ولس ته به په نظام كې د خوښې او واك د تمثيل حق وركړ شي؟
*د خپلواكۍ، د ملي حاكميت او د خاورې د بشپړتيا تمثيل به په كې څه ډول وي؟
*له طالبانو څخه د جګړې په ګټلو سره به په هېواد كې ايا امنيت او سوله ټينګه شي او ستراتيژيك مخالفين اروپا، امريكه………. به ميدان پاكستان او ايران ته خوشې كړي چې د طالبانو د جګړې د ستراتيژۍ تر شا ولاړ دي؟
*څرنګه د دې تضمين كېداى شي چې له هېواد څخه د يو نيواكګر په وتو، بل نيواكګر به په افغانستان يرغل نه كوي؟
*ايا غيرپښتني قومونه او د شمال ټلواله به د طالبانو واكمنۍ ته غاړه كېږدي او له دوى سره به بيا جګړې نه كوي؟
*ايا طالبان كولاى شي د زور له لارې خپله واكمني پر خلكو وتپي او د ټوپك په زور امنيت او سوله هېواد ته راولي؟
*ايا نجونې به زده كړو او ښځې به كار كولو ته پرېښودل شي؟
*اقتصادي پلان او ستراتيژي څه ده؟
*لرغوني اثار او له تاريخي شتمنۍ سره به څه چلن كيږي؟
*ايا له دين څخه طالباني تعبير او فكر به ولس ته د منلو وړ وګرځي؟
*د ديني شعايرو موقف به په كې څه وي او ايا پر دين به جبر نه تحمېلېږي؟
دغه ټولو پوښتنو ته ځوابونه نيمګړي دي او په دې دواړو صورتونو كې په هېواد كې سوله او امنيت نه شي ټينګېداى او پرته له دې بله لار نه لرو چې غور وكړو او پورتنيو پوښتنو ته نوي ځوابونه ومومو.
اوس نو چې په هېواد كې د شته ډلو، ايډيالوژيو، تګلارو او سياستونو په شتون كې د هېواد د لانجې هوارولو، د هېواد او دين د ژغورلو او خپلواكۍ د ګټلو له پاره كومه لار نشته نو څنګه كولى شو د دغو ډلو په ملاتړ سره پردين، خپلواكۍ او هېواد د مينتوب دعوه وكړو او خپل مقابل لورى په نامسلمانۍ او يا د پردي په غلامۍ وغندو او ملامته كړو.
د دغو ټولو ستونزو د هوارۍ يوازې يوه لار ده، هغه دا چې ټول په ګډه سره د اوسنيو شونتياو په پام كې نيولو سره زړې ببولالې پرېږدو په يوې نوې كچه او نوي څرنګوالي سره له روانو سياستونو، تګلارو او ډلو پورته فكر وكړو او د ټولنيز او سياسي ډينامېزم په يو نوي مركز سره راټول شو. بيا به هم له خبرو، پخلاينې او سياسي حل پرته بله ډاډمنه لار د دين او هېواد د ژغورلو له پاره ونه لرو. بايد ټول په يووالي او ورورګلوۍ سره د روان ناورين د له منځه وړلو له پاره لاره ولټوو او په ګډه سره هغه لار تعقيب كړو كه هغه لاره جګړه وي او كه سوله.
زموږ ګران ليكوالان چې په هر ځاى كې دي او په هر نظر دي بايد يو ټكي ته پام واړوي، چې ليكوال يوازې د خپلې ليكنې مسوول دى او بايد د نورو د اعمالو او جنايتونو پړه پرې وانه چول شي. هر ليكوال ته په كار ده چې د خپل قلم مسووليت او عفت ته په درنه سترګه وګوري، د قلم مسووليت ستر دى او د الله ج دغه د ستر نعمت شكرانه د الله ج په پالنې سره ادا كړي نه د اشخاصو په پالنې سره. يا په بله وينا نه يو څوك بايد په خپل قلم سره له اشخاصو خدايان، مجاهدين، يهود او نصرانيان جوړ كړي او بيا يې په پالنې او يا غندنې سره ځانونه بوخت وساتي او خپل وخت په دې ضايع كړي چې زه ښه او ته بد يې. په دې اړه زه خو دا نظر لرم چې په پښتنو كې به د بدې ورځې له امله ګوډاګيان وي، خو ترهګر، يهود او نصرانيان يا په بله وينا القاعده، كافران او ملحدين په كې نشته، هيڅ پښتون هېواد او دين نه پلوري او نه د خپل پښتون پر وړاندې پردي ته لومړيتوب وركوي او كومې تېروتنې چې په دا منځ كې رامنځته شوي، هغه د شرايطو د ترينګلتيا، كورنيو ناخوالو او بهرنۍ لاسوهنې له امله دي.
لكه څنګه چې دغه هېواد ته كمونست، اشرار، مجاهدين، ملحدين، طالبان، شر او فساد، القاعده او ترهګر دا ټول وارد شوي اصطلاحات دي او عاملين يې هم وارد شوي نوكران دي او دنده يې هم داده چې په دې نومونو سره پښتانه بېل او د پرديو اېل كړي. اوس د دغو نومونو پالل په حقيقت كې د افغانانو په اېلولو كې له پرديو سره مرسته كول دي. افغان ټول يو افغان دى او پښتون ټول يو پښتون او مسلمان دى. دغه ټول نومونه زموږ د بېلولو او اېلولو له پاره د بهرنيانو او پرديو د نوكرانو له خوا وارد شوي او ترڅو چې په دې نومونو سره وېشل شوي يو نو اېل شوي به يوو.
هر ليكوال بايد په خپلو قضاوتونو كې د دولت او ولس او د يو ولسي موقف او د دولتي موقف او د يو ولسي وګړي او دولتي وګړي تر منځ توپير وكړي. هر هغه څوك چې نن د كرزي په مشرۍ د دولت په اداره كې دى، د دې مانا نه لري چې هغه ورسره په زياترو چارو كې موافق او يا مخالف نه دى او همدار راز هغه څوك چې د طالبانو په ليكو كې دى په دې مانا نه دى چې په زياترو چارو كې ورسره موافق او يا مخالف نه دى.
بايد د شفافيت راوستلو له پاره كار وشي، د سياست او ستراتيژۍ ګډه ژبه وموندل او عمل پرې وشي او د همدې ژبې په مرسته ليكې منسجمې او بيا له بهرنيو دښمنانو سره پرې ډغره ووهل شي. پښتانه دا مهال په دې موقف كې نه دي چې په نامنظمو ليكو او شيندلو افكارو او نظرونو سره دې وكولى شي د بهرنيو يرغلګرو مخه ډپ كړي.
هر رښتينى افغان او مسلمان په پښتونولۍ او مسلمانۍ دردمن دى او له دغه احساسه بهر پاتې كېداى نه شي.
پښتانه دا مهال د پرديو په ستراتيژيكي جګړه كې راښكېلوتي دي، هغه هم په يوه داسې ښكېلتيا كې چې په زور، شونتياو او ځواك كې سره برابر نه دي. دغه ښكېلتيا او جګړه يا زموږ په ګټه نه ده او يا تر لازمې كچې پورته زموږ په ګته نه ده، موږ له دې پرته بله لار نه لرو چې تر څو سره لاسونه يو نه كړو او خپل له منځه دغه د بېلتون پولې(مجاهد، ملحد، طالب، دولتي، ترهګر، كمونست………) ړنګې نه كړو، ورور ته ورور او پردي ته پردى ونه وايو او په همدې بنسټ خپل چلن برابر نه كړو.
دلته هر څه كول او پر حالاتو برلاسى په يوازې ځان د چا له وسه پوره نه دي، د هېواد واكمني او اداره له فساده ډكه ده او حالات او سياست تياره او تت دي، فكرونه او قضاوتونه وېشلي دي او د دې ټولو د يوكولو له پاره بله لار نشته جز دا چې د الله ج د احكامو په رڼا كې د حق او باطلو توپير ته په توپير قايل شو او ټول د حق او باطلو پر سر سره يو شو، حق ته حق او باطل ته باطل ووايو.