کور / نثر / « تاسو افغانان خپل وطن دځان نه ګڼئ! »

« تاسو افغانان خپل وطن دځان نه ګڼئ! »

په ټرېن کي د يوه دوه ساعته مزل په وهلو سره  زما وڅنګ ته ناست  يوه همسفر را نه  پوښتنه وکړه د کوم ځای يې ؟

ما ورته وويل چي افغان يم ، د افغانستان يم .

جټکه يې وخوړه وې ويل :

واو!

 ډنجروس کانټري ، ډنجروس کانټري، (خطرناکه وطن، خطرناکه وطن)!

ما په زړه کي د ځانه سره وويل ،چي زويه اوس يې لکه چي  درک درته مالوم سو چي دا ډنجروس کانټرۍ ده !!

خو خير، زموږ د وطن په هکله د هغه  زياتو پوښتنو دا ثابته کړه چي هغه   يو با معلوماته شخص دی .  د هغه د پوښتنو  دوام د خبرو  پيلامه سوه چي خوبخوده  يې لړی يې اوږده کړه .    هره خوا مو سره وشاربله .  دظاهر خان د دورې نه مو را شرو کړه ، د داود کودتا مو و څېړله بيا د خلقيانو په انقلاب پسې مو پل را واخيست، د شورويانويرغل او د هغوی ناځوانۍ مو تر سترګو تېري کړې ، راوروسته مو د لنډه غرانو پر انډوخر او تنظيمي خرلوډګليو باندي خبري وکړې . د ناټو او امريکايانو و اوه کلني دورې ته مو په داسي حال کي ځان را ورساوه چي ﻻ اوس هم د سولي او ثبات درک  ندی مالوم او هغه هم  په  داسي تاخچه کي  ايښودل سوی دی چي  د افغانانو ﻻس ور ته  نه  رسيږي .

 

ما ودې  همسفره  ته په خپل بيان کي  ددې ټولو غميزو ملامتي پر دې يا هغه هيواد واچوله کوم  چي موږ ته يې په لوی ﻻس  ﻻنجې جوړي کړي دي، مداخلې يې  کړي دي ، اوس يې هم کوي او افغانان نه پريږدي خپل وطن  پر ارامه   سمبال کړي .

 

سړی ښه په دلچسپي سره  د خپلو پوښتنو ځواب زما په خبرو کي  اورېده  او په مابين کي به يې يوه خپله دا  هم اوروله .

په پای کي دا همسفره  راته وايي چي تر کومه ځايه چي ما ستاسو د هيواد افغانستان حالات څارلي دي، زه   ملامتي پر نورو  هيوادو نه اچوم، زما په اند  لومړنۍ ملامتي په خپله په افغانانو کي ده .

 

زه يې هېښ کړم و مي پوښتله چي څنګه ؟

هغه را ته وويل : دا ډلي ډلي افغانان دي چي ځانونه يې د همدې  پردو هيوادو په خدمت کي په دې تمه راوستي دي چي ګوندي ددوی په ګټه  به مرسته وکړي او خپل هدف ته به يې ورسوي . خو همدا پردي هيوادونه بيا ستاسو په وطن کي خپلي ګټي او هدفونه لري  چي د هري ډلي څخه يې  خپله ګټه  مد نظر  ده او د همدې لپاره يې همدغه افغانان   دا دېرش کاله کيږي په خپلو کي جنګولي او بيا يې تکه تکه کړي دي .

 

ده راته وويل زه دا منم چي  افغانان په نړۍ کي  خورا  زړه ور او په جګړو کي غښتلي خلک دي، پرخپلواکۍ مين دي ، خو خوادي مه بدېږه  ددې صفاتو نه ګټه يو دم  پردو وړې ده . او تاسو ته يې  يو پاشلی او ګړوب وطن  پرايښی دی .

 

د مزل انتها او د خبرو پای سو خو يوه  بله ترخه خبره يې هم  راته  وکړه، او وې   ويل  :

«  يوه تر ټولو بده  منفي نتيجه  چي  ما ستاسو د خلکو ياني افغانانو نه همدا اوس   تر ﻻسه کړېده هغه دا ده چي  تاسو افغانان خپل وطن  دځان  نه ګڼۍ ،  ستاسو ګوندي او تنظيمي سياسيون پر ملي مسئلو باندي  د خپلووطني  اختلافو غوټه د پردو په ﻻس خلاصوی  او   هر څه  مو و پردو ته پرې ايښي دي . تاسو په ځان نه پوهېږی خو هغوی دا دېرش کاله  تاسو ټوله په ځان پسې را کش کړي ياست  ! » ……..

پای