کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / سېندونه او د هغو اهمېت

سېندونه او د هغو اهمېت

دسدندونو اهمېت د بشر په ژوندانه کې د هغه وخت څخه په ګوته سوېدې ، کله چې انسانانودمځکی پر مخ ژوند پېل کړېدې او په خاصه توګه کله چې  د نباتاتو په کرلو او د هغو د حاصلاتو څخه د خپل ژوند په تامېنولو کې ېې ګټه اخېستل پېل کړېده .د دې خبرې ثپوت د هغو تارېخې عابداتو او تارېخې ابادېوڅخه په ښه توګه څرګندېږې ، کوم چې د سېندونو پر دواړو غاړو پراته دې او د دوې موجوده شکل د هغوې د تېر عمر څخه نماېندګې کوې .
               چېرې چې اوبه وې هلته ژوند وې ، هلته ابادې وې ، هلته ډول ډول حېوانات ژوند کوې او ډول ډول  نباتات کرل کېږې او وده کوې. په عنعنوې شکل د اوبو عمده زېرمه سېندونه او ېا چېنې دې ، چې وروسته د کارېزونو سېستم هم رواج موندلې دې او په زېاته کچه د شاړو مځکوپه خړوبه کولو کې ورڅخه کار اخېستل سوېدې.اوس د اوبو څخه د ګټې اخېستلو په خاطر نورې نوې طرېقې هم په کار اچول سوېدې چې  د مځکې لاندې اوبه راباسې او شاړې مځکې په خړوبه کوې لکه  د واټر پمپونو او نورو څخه کار اخېستل
         د سېندونو زېات اهمېت د ېوه مملکت لپاره پدې کې دې چې د کوم ځاېه څخه ېې سر چېنه اخېستې ده او کومې خواته درومې او کومې منطقې د خپل بهېر په اوږدو کې خړوبه کوې.دهمدې شاخصونو پر اساس سېندونه په لاندې ډول درجه بندې کېږې :
لمړې درجه سېندونه: هغه سېندونه دې چې  سرچېنه او پاې ېې د ېوه مملکت په جغرافېوې حدودو کې موقعېت ولرې.په افغانستان کې داډول سېندونه وجود نلرې .که چېرې په ېوه مملکت کې دا ډول سېندونه وې ، دهغه مملکت حکومت  او خلګ کولاې د هغو څخه بېله کوم جنجاله هر ډول ګټه ورڅخه واخلې. غټ غټ بندونه جوړکړې او لوې  لوې  کانالونه ورڅخه وباسې
دوهمه درجه سېندونه :هغه سېندونه دې چې سرچېنې ېې په ېوه  مملکت کې او پاې ېې په بل مملکت کې  وې.د افغانستان ټول سېندونه هم دغه ډول سېندونه دې چې سرچېنه د افغانستان څخه اخلې خو پاې ېې په ګاونډېو هېوادونو کې دې .ددې ډول سېندونو د اوپوڅخه ګټه اخېستل کېداې سې چې کله ناکله د ددوګاونډېو هېوادونو تر مېنځ کړکېچ وزېږوې.لکه پاکستان چې د کونړ د اوبو پر سر ، اېران د هلمند او هرېرود  د سېندونوداوبو پر سر ، ترکمونستان د مرغاب د اوبو پرسر او ازبکستان د امو د سېند داوبو پر سر د افغانستان سره په اړېکو کې سوړوالې راولې  . او خوښ ندې چې افغانستان د هغو اوبه مهار کړې او ېا کانالونه ورڅخه وباسې .ولې د نړېوالو قوانېنو پر اساس ېو مملکت حق لرې چې د هغه سېند د اوبو څخه چې د هغه په جغرافېوې حدودو کې بهېږې ورڅخه ګټه واخلې اما کېداې نسې چې مسېر ته ېې تغېر ورکړې
درېمه درجه سېندونه : هغه سېندونه دې چې نه ېې سرچېنه په ېوه مملکت کې وې او نه ېې پاې په هغه مملکت کې وې . ډاډول سېندونه په افغانستان کې نسته ، خو ېوازې د امو د سېند د سرچېنو ېوه برخه د افغانستان څخه وتلې ده( په تاجکستان کې ده) اما پاې ېې په کلې توګه د مملکت څخه د پاندې دې .همدا علت دې چې د امو د سېند سره ددې چې د افغانستان ېو ډېر غت سېند دې اما د اوبو څخه ډېره کمه ګټه زموږ مملکت ته رسېږې
موږ کولاې سو چې هغه سېندونه لکه د کونړ رود ، د پنجشېر رود ، د کابل رود ،. د لوګر رود ، د هلمند رود ،دارغنداب رود ، ترنک رود ، ارغسان رود ، دواشېر رود ،فراه رود، د هرېرود رود ، مرغاب رود ، د کندوز رود ، خان اباد رود او د اقچې د رود د بهېر په اوږدو  کې بندونه جوړ کړې او کانالونه ورڅخه وباسې او خپلې شاړې مځکې په ابادې کړې ، په هر بند کې د برېښنا شتېشنونه جوړکړې چې دا انرژې د مملکت د هر اړخېزې ابادې لپاره ډېره ارزانه انرژې ده . علاوه تردې زموږ ګران هېواد چې ېو غرنې هېواد دې موږ ته ېې دا امکانات په طبعې توګه راپه برخه کړېدې چې دسېلابونو مخه ونېسو او د مملکت په هر ګوټ کې په سلهاؤ د سېلابونو د مهارولو بندونه جوړکړو چې دا کار په خپل ذات کې د کرهڼې او صنعت په پر مختګ کې  بېحده اهمېت لرې او هغه داچې:
1.      د تخرېب مخه نېول کېږې
2.      شاړې مځکې ابادېږې
3.      د مځکې لاندې اوبه زېاتېږې چې د کارېزونو او چېنو اوبه ورسره ډېرېږې.
4.      نسبتې لندبل زېاتېږې  چې د هوا درجه ورسره تغېر مومې
5.      نباتات ډېرېږې
6.      د حېواناتو په روزنه کې زېاتوالې راځې
7.      اوداسې نورې  ګټې
ارزو موداده چې د اوسنېو شراېطو څخه( نړېواله مرستې  ، داخلې زېرمې  او خصوصې پانګې) داسې ګټه واخېستلې سې چې د قانون په چوکاټ کې پورتنې اهدافو ته په چټکې سره ورسېږو او ېوه ثانېه وخت ضاېع نکړو د نړۍ اوسنې شراېط داسې راغلې دې چې .هره ګړۍ چې تېرېږې موږ وروسته پاته کېږوږ
د.ا . محمد حق. نېکزاد
نېټه  د لړم  نهمه کال ۱۳۸۷