کور / تازه خبرونه / هند: يو په بل پسې دوولس چاودني وسوې

هند: يو په بل پسې دوولس چاودني وسوې


د هندپه آسام ايالت كي يو په بل پسې ۱۲ چاودني وسوې چي د لومړنيو راپورونو پر اساس شل تنه مړه او ۱۰۰ نور زخميان دي.
د هندي ټلوېزون د خبرونو له مخي څلور چاودني د آسام ايالت په مركز  ګوهاټي كي او اته نوري په برپيټا، كوراجهر، بونګي ګاو او نورو ښارګوټو كي سوي دي.
ټلوېزون وايي چاودني د ګڼي ګوڼي په دس پور روډ، پان بازار، ګنيش ګوري او فينسي بازارونو كي سوي دي، چي له امله يې زيات شمېر موټرونه سوځېدلي او ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي.
د آسام د ايالتي پوليسو په وينا د ځينو زخميانو روغتيايي حالت خراب دئ چي ښايي د مړيني شمېر تر دې لوړ سي.