کور / سپورټي / د انسان په شخصیت کی د وینی د گروپ رول

د انسان په شخصیت کی د وینی د گروپ رول

منبع: انترنت
ژباړه: ج حبیبی


هغه څیړنې چی د چاپان په یوه انستتیوت کی د وینې په ګروپ شوي دا ښیي چی انسان ځینی شخصی   ځانګړتیاووی د وینی په ځانګړیو ګروپونو پورې اړه لري چې په لاندې او لنډ ډول تاسو ته وړاندې کیږي:
د O ګروپ وینه:
دا کسان رهبریت ډیر خوښوي، د اهدافو د لاس ته راوړلو لپاره همیشه کوشش کوي، ډیر صادق، جدي او پر خپلو وړتیاوو ډیر اعتماد لري. د ددې کسانو منفي خصوصیات غرور، حسادت او رقابت ته زیاد میلان لرل دي.
د A ګروپ وینه:
د ددې کسانو همغږي، سوله و نظم ډیر خوښیږي. د نورو خلکو سره د ګډ کار سره ډیره مینه لري. دا کسان ډیر حساس، صابر او مهربانه دي. د ددې کسانو منفي خصوصیات لجاجت او نه استراحت دي.
د B ګروپ وینه:
دا ډله کسان ډیر نوښتګر او د هر ډول محیط سره ډیر ژر کولی شی ځان سمبال کړي. دا ډله خلک ډیر سخت شخص پرسته کسان دي، او ډیر ځله کارونه داسې خوښوي چې د خپلی سلیکې سره سم او خپلواکی سره یې پر مخ بوزی. هر کله چې دا کسان پر خپله خپلواکۍ ډیر اصرار وکړی کیدای شي چې ددوی په تاوان تمامه شي.
د AB ګروپ وینه:
دا ډله خلک ډیر آرامه او لطیف وي، د خلکو سره ډیر په ملایمت رفتار کوي. دا کسان اکثرآ غیر صمیمي وي او د تصمیم په نیولو کی هم معمولا مشکل لري.