کور / تازه خبرونه / هلمند:حكومتى چارواكى اووسلوال طالبان يوبل ته دوژنى دعوه كوى

هلمند:حكومتى چارواكى اووسلوال طالبان يوبل ته دوژنى دعوه كوى

دهلمندولايت په دوولسواليوكى حكومتى چارواكى اووسلوال طالبان يوبل ته ددرنى وژنى دعوه كوى .

په هلمندولايت كى دپوليسومشر سمونوال اسدالله شيرزاد وويل چى تيره ورځ دمركزلښكرګاه اودكندهار دوراهى ترمينځ دګرشك ولسوالۍ دنهري سراج په سيمه كى  ددوبجوپرشاوخواپه لويه لار كى وسلوالوطالبانوپوليسوته كمين نيولى وه چى دده په وينا لاد وړاندى پوليس پري خبر او دغه كمين يي مات كړنوموړى وويل چى په دغه سيمه كى دوسلوالوطالبانوسره جګړه وموښته چى دجګړى په ترځ كى پنځه تنه وسلوال طالبان ووژل سوه نوموړى زياته كړه چى په وژل سوكسانوكى ددوى يوقوماندان دملاعبدالولى په نوم هم شامل دى چى دامهال يي جسد دګرشك ولسوالۍ په روغتون كى پروت دى خونوموړى خپل لوري ته دزيان اړولوخبره ونكړه .

اوديوبل خبرله مخى مركزلښكرګاه ته څيرمه شمال لويديځ لوري ته دناداعلى ولسوالۍ دلوي باغ په سيمه كى تيره ورځ وسلوالوطالبانوپردوامنيتى پوستوبريدترسره كړى چى دهلمندامنيه قوماندان دوسلوالوطالبانودغه بريد منلى خوددپه ويناپه دغه بريد كى پوليسوته كوم زيان نه دى اوښتى نوموړى وسلوالوطالبانوته ددرنى مرګ ژوبلى خبره كوله خونوموړى يي دوژل سو اوژوبل سووشمير په لاس كى نه لرله .

بل خوا وسلوال طالبان دنادعلى په ولسوالۍ كى دپنځوپوليسودوژنى خبره كوى قاري يوسف احمدى چى ځان دوسلوالوطالبانووياند راپيزنى ديونامعلوم ځاي څخه دټيلفون په ليكه كى وويل چى دپوليسودوى امنيتى پوستى يي له منځه وړى چى دده په وينا يادسوى پوليس په كى وژل سوى دى احمدى دګرشك ولسوالۍ دميرمندآب په سيمه بهرنيوځواكونوته هم دوژنى خبره وكړه نوموړى وويل چى تيره ورځ ددوي ملګروديوكمين په ترځ كى دري  تنه دايساف سرتيري وژلى خوخپل لوري ته مرګ ژوبله نه منى .

خودوسلوالوطالبانودغه خبره په هلمندولايت كى دميشتوايساف ځواكونوويانده پولاروپه كلكه ردكړه اوزياته يي كړه چى تيره ورځ دګرشك ولسوالۍ دميرمندآب په سيمه كى ددوي ځواكونوته هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى .