کور / کتاب / د مومند خپرندوې ټولنې په دې اونۍ کې خپاره کړي اثار

د مومند خپرندوې ټولنې په دې اونۍ کې خپاره کړي اثار

په جلال اباد کې مومند خپرندويه ټولنې په روانه اونۍ کې لاندې کتابونه چاپ او خپاره کړيدي.

١-پراسلام نيوکې او دهغو څيړنيز ځوابونه داوسمهالې اسلامې نړۍ دستر مفکر او عالم ډاکتر عبدالکريم ذاکر نايک له لورې پراسلام باندې دنامسلمانو خلکو له لورې دشويو نيوکوځوابونه دي،کتاب ځوان شاعر اوژباړن شفيع الله (تاند) له اردوژبې نه  ساده او روانې پښتو ته راژباړلى دى،درنو ښاغلو هر يو استاد محمداصف (صميم) او فضل ولي(ناګار) هم پرې ليکل کړي په اسلامي اصولو باندې دبشپړ پوهاوي لپاره يې لوستنه ډيره اړينه ده،

٢-اسلام او هندوواله هم دډاکټر نايک ليکنه ده چې په لومړۍ برخه کې اسلام له هندويزم سره په څيړنيزه توګه پرتله شوى او په دويمه برخه کې ديو هندي عالم سره دښاغلي نايک علمي مناظره ده چې خورا په زړه پورې او دمنلو وړځوابونه يې ورکړي دا کتاب يو بل ځوان ژباړوونکي هجرت الله (اختيار) له اردو ژبې روانې او ساده پښتو ته راژباړلى چې لوستنه يې بې ګټې نده.

٣-دژوند لار دنامتو امريکايي ليکوال(ډيل کارنګي) له لورې ليکل شوې اثر دى چې تر ډيره په ژوندانه کې دپيښو ستونزو او انديښنو سره دمقابلې  او بريا لارې چارې پکې په عملي توګه په ګو ته شويدي.دا کتاب ښاغلي ډاکتر محمدابراهيم شينواري له انګريزي ژبې نه پښتو ته رااړولى دى،ډاکتر شينوارى دهغه ګوتو په شمار ژباړوونکو له ډلې دى چې پر پښتو ژبه يې خورا ډير څه لورولي دي ،دځوان کول لپاره دد ېکتاپ لوستنه خورا اړينه او بې ګټې نده،

دمومند خپرندويه ټولنې دلاپرمختګ او بريا په هيله