کور / خبرتیا او پيغامونه / انګلستان: د لغمان د شهيدانو فاتحه

انګلستان: د لغمان د شهيدانو فاتحه

په انګلستان كي ټولو اوسيدونكو افغانانو ته خبر وركول كيږي چي د لغمان ولايت د علينګار ولسوالي ۲۷كسه شهيدان چي په دي اواخيرو كي د قندهار ولايت د عمومي سرك په اوږدو كي په ډير بي رحمانه او ظلمانه شكل د هيواد او اسلام د دوښمنانو لخوا په شهادت رسيدلي وو، او جنازي پخوا په خپلو پلارنيو هديرو كي خاورو ته سپارل شوي دي. عمومي فاتحه يي د شهيدانو د خپلوانو او دوستانوله خوا د يكشنبي په ورځ د ۲۰۰۸ كال د نومبر د مياشتي په دوهم تاريخ د سهار د ۱۱بجو څخه تر ماسپښين تر ۱بجي پوري په لندن كي د افغانو په جامع مسجد كي اخيستل كيږي.


په درناوي



دشهدانو د خپلوانو،دوستانو او په لندن كي د اوسيدونكو افغانانو لخوا



د فاتحي پته:


Afghan Islamic Cultural Centre


214 Church Road


Wilesden London


NW10 9NP