ذهين صيب دميدان وردګو دوالي فدايې بيځايه صفتونه څه په کار؟
څو ورځې وړاندې مې په لراوبر ويباڼه کې يوعنوان و ليدچې ليکلي يې دي (( د فدايي له راتګ سره دميدان وردګو ولايت چارو ښوالى موندلى ) دي ؟؟؟
دغه ليکنه د( ذهين ) په نوم کوم ښاغلي ليکوال لخوا ليکل شوې وه نه پوهيږم څرنګه ذهين دي چې په رڼا ورځ دروغ وايې که رښتيادرته ووايم دغې لکنې ډير ودردولم ځکه چې زه هره ورځ له راډيو څخه اورم چې په وردګو کې جګړه شوې ، بمبارد شوي ،دکمپاين په کاروان بريد شوي ، اوياهم پرپوليسو ډزې شوې او بل آخره دمرګ ژوبلې په اړه هره ورځ دجګړې راپورونه ورکول کيږي .
کيداي شي (ذهين ) دښاغلي فدايې سره دمره ملګرتيا ونه لري لکه چې نور ليکوالان يې ورسره لري خو دمره سپين سترګي اوبيځايه چاپلوسي هم ښه کار نه دي چې دغه ځوان کړې ده .
که رښتيا ووايو نو دښاغلي فدايې له راتګ سره دمخالفينو بريدونوزياتوالى موندلى دي اوآن تردې چې څوځانمرګي بريدونه هم په دې موده کې وشول .
دبهرنيو شين سترګو دړندو تيارو بمونه خو هم ز موږ دجلريز ،نرخ ،سيداباد ولسواليو کې پريوشمير بيګناه خلکو راپريوتل .
دابه نه وايو چې يوازي ملکي وګړي په کې لمنځه لاړل ولي که سترګې پټې نه کړو له هغه جنګيالوسره چې دوي جګړه لرله هغوي ته يې هم مرګ ژوبله واړوله ولې دابايد ووايو چې ملکي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله واوښته .
ذهين صاحب!! لږ خپلې غاړې ته سرټيټ کړه حقيقت ووايه ، که فدايي صاحب ته په دې خوشحاله کوي اوځان يې دوست ګڼي نوته يې په اصل کې دوست نه يې ( ؟؟؟؟ ) اودفدايې دخوشحاله کيدوپه خاطر يوځل بيا له سره په دې خبره غور وکړه اوپه راتلوونکي کې په دروغو دچاصفت مه کوه .
دوالي هغه هڅې دې ستايلې چې کليوالې اودولسواليو په سطحه يې شوراګانې جوړې کړي ولې دغه شوراګانوته که ته پام وکړي داخو پخوا هم وې، ولې داچې دغه ولسواليو ته څومره واک ورکړل شوي دي څومره ددوي سره په چارو کې سلا مشوري کيږي په دې بايد تا خبرې کړي واي .
ته که په رښتيا ذهين وي نودجغتو ولسوالۍ څخه خبرشه هلته چې پوليس او ولسوال دې دولسوالۍ له انګړ څخه بيرون راتلاي نه شي ؟ بايد ووايو چې نه له هغې ورځې چې فدايې ميدان ودرګو ته راغلى دجغتو ولسوالۍ دپخوا په پرتله ډير ه تربريدونو لاندې راغلې او آن خبر شوي يو چې ولسوال يې هم بد ل شوي چې چندان ښه والى يې په چارو کې نه دي راغلي اوآن دهيواد په ١٤ ولايتونو کې دټاکنو لپاره دنوم ليکنې دپروګرام لخوا دفترونه پرانستل شول ولې په جغتو کې لاتراوسه نه دي پرانستل شوي .
ذهين صيب !! (( تاليکلې چې ښاغلي فدايې په اداره او منجمنټ او اسلامي علومو کې يې د ماسټرۍ ترکچې زده کړې، کړي او ډيروخت يې په مدني ټولنو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې له خلکو سره نږدې کار کړى . ))
موږ داټول درسره منو کيداي شي له تانه ښاغلى فدايې ښه وپيژنو ولې حقيت نه سترګې نه پټو وو دهغه شخصيت ته پوره درناوي لرو اوبيځايه دهغه صفتونه هم نه کوو .
دوالي ډير کارونه ديادولو وړدي ولې ګرانه !! خفه نه شي ته لږ ورخطاشوي يې اوچاپلوسي هم يوه ا ندازه لري نوګرانه ته خفه نه شي.
زه ډير داسې نور شواهداوقرائن هم په لاس کې لرم چې دښاغلي فدايې په وخت کې رامنځ ته شوې او والي تراوسه پرې خبرنه دي ولې زه يې نه دمره نيږدي ملګري يم لکه ته اونه يې دمره بدبينه يېم لکه ته چې په رڼا ورځ ته ورته دروغ وايې اوپه اړه يې بځايه صفتونه کړي .
په يوچا کې چې صفت موجود نه وي اوته يې صفت کوي داپه اصل کې خپله دهغه عيبونو په ډاګه کول دي اوته غواړي چې دخلکو په واسطه دهغه عيبونه په ګوته کړي چې دمناسب کار نه د ي.
يوژوندى مثال يې درته وايم تيره اونۍ په سيداباد کې ديوې امنيتي کمپنۍ لخوا ١٦ملکي وګړي ووژل شول،، ښاغلى والي منظور مې فدايې دي ، لاتراوسه پرې خبر هم نه دي که پرې خبر هم وي نوهيڅ عکس العمل يې نه دي ښکاره کړى بل آخره والي خودولسمشر استازى وي که هغه ترې پوښتنه وکړي چې تادملکي وګړو دوژنې په اړه څه کړي دي ، نوفکر کوم چې ښاغلى فدايې به ناځوابه شي .
خو داټول هغه څه دي چې دڅو ورځو راپديخوا مې په زړه کې وو چې زه به يې دلراوبر په سايټ کې ستا په خاطر ليکم ولې ايله مې نن وخت پيداکړ .
ذهين صاحب کوشش وکړه چې دچاوراکيو بې ځايه صفتونه ونه وکړي اوکه ته دڅه مقام اودڅه نورو شيانوتوقع ترې لرې نو دخداي تعالى څخه يې وغواړه چې هماغه ذات عزت ورکوونکي هم دي اوذلت ورکوونکي هم دي نو ته تردې بيځايه صفتونو تيرشه .
تاولې دهغه پوليسو يادونه نه ده کړي چې دکابل کندهار دلويې لارې پرسر دسيداباد ولسوالۍ په مربوطاتو ېک کې په رڼا ورځ موټر دروي اودهغوي څخه پيسې اخلي اوهم دسيمي دخلکو څخه موټر سايلکونو اومبايلونه اخلي ته په دې هم غواړي والي صاحب خوشحاله وساتي .