کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / خبريالان له کونړه ډک موټى راستنيږي

خبريالان له کونړه ډک موټى راستنيږي

ژورناليزم چې تر ډيره دسپيڅلتيا له امله خورامشهوره او پيژندل شوې دنده او هغه څوک چې په دې ډګر کې په کار لګيا دي زړونه او ضميرونه يې هم بايد دهندارې په څير پاک او سپيڅلي وي،او که داسې نه وي نو بيا خو دکارکوونکې څه دژورناليزم پرسپيڅلتيا هم خلک شکونه کوي،په افغانستان کې له طالبانو وروسته دنوي نظام په راتلو سره ددې امله چې دبيان ازادي ددموکراسۍ يو تر ټولو اړينو ارونو(اصولو) څخه ګڼل کيږي دې برخې هم په چټکۍ وده وکړه او خورا دپام وړ بدلونونه پکې رامنځ ته شو دهمدې امله يې په ځوان کول کې دمينه والو شمير هم ډير شويدى،تر کومه ځايه چې ددې ليکنې دسرليک پورې خبره ده نو دا مهال زموږ دخپلواکو او نادولتي رسنيو په کارکوونکو کې دسپيڅلتيا دا اصل له پامه غورځول شوى او تر ډيره دې دندې يوه سوداګريزه بڼه خپله کړې،ډيرى خبريالان دې ډګر ته يوازې دپيسو او شتمنيو دموندلو په موخه راننوزي او ددې پرځاې چې دخلکو ستونزوې دچارواکو تر غوږو ورسوي او يا هم دچارواکو درغلي او خلکو ته دخدمت په کولو کې دپاتې راتلو لاملونه رابرسيره او خلک پرې خبر کړي له چارواکو سره دجوال خوله نيسي ،هغه چارواکي هم چې په درغليو او اداري فساد کې اخته وي دنادولتي رسنيو په راخپلولو او له هغوې نه دځان په ګټه په کار اخيستنه غواړي چې ولس تيرباسي او په سترګو کې ورته خاورې واچوي،

څو ورځې وړاندې له خپل يوه دوست سره دکونړ ولايت ته لاړم دوست مې هلته له خپل يو پخواني ملګري سره چې اوسمهال دهغه ولايت په اداره کې دپام وړ څوکۍ مسوليت پرغاړه لري معرفي کړم ،خداې شته چې دغه چارواکي سره چې زه يې دځينو مصلحتونو له مخې نوم نشم په ډاګه کولاې خو تر ډيره پرې ديو رښتيا ويوونکې ګومان کيږي په خبرو کې له ډيرو رازونو پرده پورته شوه،له هغه سره په لنډ خو خورا رښتوني بنډار کې خبره پرژورناليزم ،خبري رسنيو اوخبريالانو راوګرځيده زه چې ددغه برخې يو مينه وال يم دې خبرو ته مې ښه غوږ نيولى و،ما څه موده وړاندې دپښتو په يوه ويب پاڼه کې يو خبر لوستې و چې دکونړ  والي صيب دافغانستان ملي تلويزيون په شخصي پالنه او ټولو سيمو ته په متوازن ډول په نه پاملرنه تورن کړى و چې زه هم له ښاغلي والي صيب سره تر ډيره هم غږى يم.خو دوالي صيب دې نيوکې ددې پرځاې چې ملي تلويزيون داصلاح په لور راواړوي نورو نادولتي رسنيو ته لار پرانيسته تر څو په کونړ  کې هرې غوڼدې او مجلس ته چې که ددوې لپاره خبري ارزښت ولري او که نه سر ورښکاره کړي.

دغه حکومتي چارواکي راته وويل چې دنادولتي رسنيو په ځانګړي توګه دانځوريزورسنيو(تلويزيونونو) استازي دد ې لپاره دغه غوڼدو او مجلسونو ته رازي چې له دې پلوه ډک موټى لاړ شي.هغه وويل چې په دوې کې سيې ځينې شخصي موټرې هم له ځانه سره راولي تر څو دوه ګټې وکړي يانې هم دځان او هم دموټر لپاره څه تر لاسه کړي .ماته پخوا يو بل دوست هم دې ته ورته څه ويلي و خو ما نه باورول هغه دوست راته ويلي و دولايت يو لوړ پوړي چارواکي خپل سکرتر ته ديو نادولتي تلويزيون خبريال وروښود چې هم په د ه او هم يې په موټر کې تيل ورواچوي خو اوس مې ځکه باور راغى چې دا څرګندونې مې دداسې يو چاله خولې واوريدې چې تر ډيره يې پخپل لاس دغو ښاغلو ته موټې ورډک کړى نواوس دې درانه لوستونکي ووايې هغه خبريال او يې اړونده رسنۍ چې دکاروکوونکې موټې يې دحکومتي چارواکو له لورې ډکيږي او دا چاره ديو ځال لپاره نه بلکې په پرله پسې ډول تر سره کيږي نو دخلکو غږ به څنګه دچارواکو تر غوږو ورسوي او يا به هم دهغه چارواکو پټ رازونه چې په اداري فساد او يا هم ددولتي شتمنيو په لوټولو کې ښکيل دي څنګخ رابرسيره او ملت پرې خبر کړي .

زه وايم چې لومړې خو دې دا خبريالان چې يوازې دموټي دډکولو لپاره چارواکو ته ورځي لږ په خپل ګريوان کې سرښکته کړي زما په فکر ددغو خبريالانو لپاره يې اړونده ادارې په کافي انداوزه امتيازات دهمدې لپاره ورکوي تر څو چاته لاس ونه غزوي او يا هم له خپلې دندې ناوړه ګټه پورته نکړي خو دغو ښاغلو خپلې خيټې دومره لويې کړي چې په هغه ډالرو يې چاره نه کيږي په داسې حال کې چې ددولت يو مامور دمياشتې په درې زره افغانيو حپله کورنۍ ساتي .

زما ددغه خبريالانو له اړوندو اداره نه غوښتنه ده چې که خپل خبريالان په دې ډول له شرمه ډکو عملونو کې ککړ ومومي نو سمدلاسه دې له دندې لاس په سر کړي او له ولس نه مې هم همدا هيله ده چې دداسې خبريالانو چې ددوې ددردونو او ستونزو دڅيړولو  پرځاې له چارواکو سره غوږونه جنګوي او له هغوې سره دپوجۍ خوله نيسې دپيژندلو په صورت کې دې قبله ورسمه کړي تر څو دهغه خبريالانو چې په رښتونې ډول خپله دنده سرته رسوي او دداډول ضمير پلورونکو خبريالانو تر منځ توپير وشي.