کور / تازه خبرونه / په ميدان وردګو کې څلور پروژې پرانېستل شوې

په ميدان وردګو کې څلور پروژې پرانېستل شوې

د ميدان وردګو ولايت د بهسودو په لومړۍ او مرکزي ولسواليو کې د څلورو پروژ کار بشپړ او تېره ورځ د ګټې اخيستنې وړ وګرځېدې .
د ميدان وردګو دوالي وياندآدم خان سيرت وويل چې  دغه پروژې دبهسود په لومړۍ حصه اود بهسودو په مرکزي  ولسواليو کې ګټې اخيستنې ته چمتو شوې .
هغه زياته کړه چې په دې پروژو کې دبهسودو دامنيه قوماندانۍ ،د سربند د منځني ښوونځي داستقلال د نجونو دلېسې او د چليم جای ښوونځي ودانۍ شاملې دي .
د والي د وياند په وينا، د يادو شويو پروژو(  ۷۹۸۳۰۰) ډالره او ٧ لکه افغانى لګښت د ولايتي  بيارغونې ډلې  ( PRT) او د ملي پيوستون  لخوا ورکړل شوى دى .
دغه پروژې د ميدان وردګو د والي محمد حليم فدايي او يوشمېر نورودولتي چارواکيو لخوا پرانېستل شوې  .
فدايی په بهسودوکې په دې اړه جوړې شوې غونډ ته د ښوونې او روزنې په اړتيا ارزښت  خبرې وکړې .
فدايي د غونډې برخوالو ته وويل چې يوداسې کاري پلان يې تر لاس لاندې دى ، چې له مخې به يې ددې ولايت د ټولو اوسېدونکيو ستونزې حل شي .
فدايي ، په بهسودو کې په زيانمنو شويو څه باندې دوه زره کورنيو ٢١ميليونه افغانۍ هم ووېشلې .
دغه پيسې د ولسمشر کرزي د يوه فرمان په اساس هغو کورنيوته ورکړل شوې چې د روان کال په بهير کې د هزاره ګانو او کوچيانو ترمنځ د څړځايونو په سر په رامنځته شوې شخړه کې زيانمنې شوې وې .