د پوهاند احدي ورور وتښتول سو
د افغانستان د ماليې د وزير پوهاند ډاكټر انورالحق احدي ورور پر يوه نامعلوم لوري تښتول سوى دئ.
د پاكستان د جنګ ورځپاڼي خبر وركړ چي د ډاكټر احدي ورور ضياءالحق نن د پېښور په حيات آباد كي نامعلومو كسانو وتښتاوه.
په پېښور كي د افغان سوداګرو او سياستوالو تښتوني په دې وروستيو كي ډېري سوي دي، چي د سپټمبر د مياشتي په منځ كي د افغانستان سفير حاجي عبدالخالق فراهي هم د پېښور په حيات آباد سيمه كي په سپينه ورځ وتښتول سو.