کور / تازه خبرونه / امریکایی بې پیلوټه طیارو شل کسان ووژل

امریکایی بې پیلوټه طیارو شل کسان ووژل

رویټر د پېښور څخه خبر ورکوي چی امریکایی بې پیلوټه الوتکو نن د شمالی وزیرستان په میر علی کی پر یو کور دوه راکټونه وتوغول چی په نتیجه کی یې شل کسان ووژل . خبر نور تفصیل ور نه کړ . یو استخباراتی افسر وویل چی د دې حملې هدف د القاعده یو فعال غړی و ، خو معلومه نه ده چی هغه به نو څوک و ، آیا هغه په دې پېښه کی له منځه تللی که یا ، آیا وژل سوي کسان ملکی خلک دي که وسلوال جنګیالي . مګر اسوشیټیډ پریس د مړو تعداد پنځلس ښیًی او مشکوک عرب هم « ابو عقاش عراقی » بولي چی اصلی نوم یې عبدالرحمن دی . رویټر زیاتوی چی تر دغی حملې وروسته یوه بله کټ مټ حمله د جنوبی وزیرستان په واڼه کی هم وسوه چی هلته یو ماشوم ووژل سو . دا حمله د ملا نذیز پر کور وسوه . پاکستان او امریکا هیڅ غبرګون نه دﺉ ښودلی . امریکا د سپټمبر د پیل راهیسی پنځلس دغسی حملې کړي او څه باندی سل کسان یې وژلي دي .