کور / تازه خبرونه / ملګري ملتونه: د بېنظير بوټو د قتل دوسيې ته تيار يو

ملګري ملتونه: د بېنظير بوټو د قتل دوسيې ته تيار يو


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانكي مون وايي د پاكستان د پخوانۍ صدراعظمي بېنظير بوټو د قتل دوسيې و څېړني ته تيار دي.
نوموړي وويل چي د پاكستان اوسنۍ امنيتي وضعي په اړه دوى اندېښمن دي.
بېنظير بوټو د ۲۰۰۷ كال د ډسمبر پر ۲۷ – مه په پنجاب كي ووژل سوه، چي پلويانو يې د مړيني مسئوليت پر پخواني جمهور رئيس پروېز مشرف باندي اچاوه، خو جنرال مشرف يې بيا د قتل تور په قبايلي طالب مشر بيت الله مسود پسي غوټه كړ.