کور / تازه خبرونه / كه د ترهګرۍ خطر وي، پر پاكستان حمله روا ده

كه د ترهګرۍ خطر وي، پر پاكستان حمله روا ده


د امريكا د كورني امنيت ادارې يوه لوړ پوړي مشر وويل كه رښتيا هم له پاكستان څخه د ترهګرو بريدونو خطر موجود وي، نو بيا خو پر پاكستان حمله روا ده.
نوموړي وويل د پاكستان تر واك لاندي قبايلي سيمو څخه د القاعده او طالب جنګياليو د پټنځايونو كار اخيستل كېږي او په افغانستان او د خپله پاكستان كي ترهګر بريدونه له دې ځايه رهبري كېږي، امريكا مجبوره ده چي پر دغو سرحدي سيمو حمله وكړي.
دا په داسي حال كي ده چي امريكا تېره شپه په جنوبي او شمالي وزيرستان كي د قبايلي سردارانو پر دوو كورونو د ميزايل بريدونه وكړل، چي وايي ابوعقاش العراقي او طاهر يلداش يې پكښي وژلي دي.