کور / تازه خبرونه / د كوټي ښاريان زلزلې راويښ كړل

د كوټي ښاريان زلزلې راويښ كړل


د كوټي زيارت او پښين اوسېدونكي له څلورو ورځو راهيسي د زلزلو له پرله پسې جټكو څخه اندېښمن دي.
د شنبې په سهار پنځه بجې د كوټي، زيارت او پښين اوسېدونكي يو ځل بيا د زلزلې په جټكو له خوبه راپاڅېدل او له كورونو بهر سول.
د اكتوبر پر نهه ويشتمه نېټه په كوټه، زيارت، پښين، لورلايي، ږوب او د افغانستان په ځينو سيمو كي د ريختر په حساب شپږ اعشاريه څلور درجې زلزله وسوه، چي له امله يې تر ۲۵۰ پوري كسان مړه او ۳۶۱ كسان ټپيان سول.
د پاكستان د هوا پېژندني او جغرافيې اداره وايي د نن سهار زلزله پنځه اعشاريه څلور درجې وه، چي د مرګ ژوبلي په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويل سوي.