کور / تازه خبرونه / د امریکایی اییتلاف یو پوځی ووژل سو

د امریکایی اییتلاف یو پوځی ووژل سو

د چین « زین هووا آژانس » د امریکایی پوځ په حواله خبر ورکړ چی د افغانستان په ختیځ کی نن یو بهرنی پوځي په مخامخ ډزو کی وویشتل سو او ووژل سو . منبع و نه ویل چی دا پېښه د افغانستان په کوم ختیځ ولایت کی رامنځته سوه . د یو بل خبر له مخی چی د انګلستان ډېلی ټلګراف ورځپاڼی او بی بی سی ورکړی ، ویل کیږی چی په هلمند کی د برتانوی پوځ قوماندان نن استعفأ ورکړه . خبر زیاتوی چی ده د بهترو تجهیزاتو خصوصأ د ماین ضد نقلیه وسایطو د نشتوالی په اعتراض استعفا وکړه . ده په خپله استعفا کی د دفاع وزیر په « لوی غفلت » سره متهم کړی دﺉ .