کور / تازه خبرونه / رابرت ګېټس: موږ پر افغانستان حكومت نه كوو

رابرت ګېټس: موږ پر افغانستان حكومت نه كوو


د امريكا د دفاع وزير رابرت ګېټس وويل د افغانستان جنګ يوازي په ناټو او امريكا پوري اړه نه لري او څوك دي دانه وايي چي دا د امريكا يا ناټو جنګ دئ.
نوموړي وويل امريكا په را روان كال كي افغانستان ته لس زره نور پوځيان لېږي، خو فكر نه كوي چي ناټو دي افغانستان ته تر دې ډېر عسكر ولېږي.
هغه وويل په افغانستان كي له ترهګرۍ سره روان جنګ يوازي په امريكا او ناټو پوري تړل يوه سخته غلطي ده، د افغانستان د شخړي دوامداره حل د افغان پوځ پر پښو درول دي او افغانانو ته دا په زبات رسول دي چي موږ پر دوى حكومت نه كوو، بلكي د حكومت په جوړولو كي ورسره مرسته كوو.