مشرف: حالات د اندېښنې وړ دي، خو مايوسه كېږئ مه!
د پاكستان پخوانى جمهور رئيس پروېز مشرف وايي په پاكستان كي روان حالات د اندېښنې وړ دي، خو له راتلونكي څخه بايد مايوسه نه سو.
هغه وويل دى اوس په دې هڅه كي دئ چي د مسلم ليګ قاف ګوند خپل منځي اختلافونه اوار او له روانو حالاتو سره مقابله وكړي.
جنرال مشرف د پاكستان اوسنى حكومت له ترهګرۍ او اقتصادي بحران سره په مبارزه كي ناكام وباله، خو زياته يې كړه چي پاكستانيان دي له خپل راتلونكي څخه نه مايوسه كېږي.
داسي ګنګوسې دي چي د پاكستان په پوځ كي د جنرال مشرف پخواني ملګري له اوسني روان سياسي كړكېچ څخه په تنګ دي او د روان جمهوري حكومت پر ضد د يوې بلي كودتا په هڅه كي دي، د كارپوهانو په وينا د راتلونكي په اړه ولس ته د پخواني جمهور رئيس د ډاډ معنى هم دا كېداى سي چي مشرف او ملګري يې يو ځل بيا غواړي چي واك ونيسي.