هلمند:د ماين چاودني دملي اردوسرتيرو ته مرګ ژوبله واړول

د لراوبر اداره | نوومبر 1st, 2008


دغه چاودنه تيره ورځ ددولسوبجوپرشاوخوادهلمندولايت دګرشك ولسوالۍ دكندهارهرات په لويه لار دايخچال په سيمه كى دملى اردوپررينجر موټر ترسره سوى چى دچارواكوپه وينا دچاودنى په ترځ كى دملى اردوڅلورسرتيري ژوبل سوى خوپه سيمه كى بيا ځاي خلك وايي چى دوه سرتيري وژل سوى دوه ژوبل سوى دى .

په هلمندولايت كى ددوه سوه پنځم اتل قل اردو ددريمى پلى ليواقوماندان جنرال محى الدين غوري وويل چى تيره ورځ ددوي سرتيري دګزمى په حال كى وه چى دچاودنى ښكارسول نوموړى وويل چى دغه چاودنه پررينجر موټر سوى چى په ترځ كى څلورسرتيري ژوبل سوى نوموړي زياته كړه چى په دي تړاو يي تردامهاله څوك نه دى نيولى خودده په وينا چى په سيمه كى پلټنى روانى دى .

كه څه هم دداډول چاودنوپړه دوسلوالوطالبانوويندويانوپه خپله غاړه اخيسته خوددي چاودنى پړه تردامهاله كومى ډلى په غاړه نه ده اخيستى .

خودسيمى څخه يوعينى شاهد دنوم نه ښودولوپه شرط وويل چى دچاودنى په ترځ كى دملى اردودوه سرتيري ووژل سوه اودوه ژوبل سوه .

ديادونى وړده چى دهرات كندهارپه لويه لار دايخچال په سيمه كى داډول چاودنى ډيري كيږي خوتردامهاله يي په تړاو څوك نه دى نيول سوى  بايد وويل سى چى كله ناكله دولسۍ وګړوموټران هم دچاودنى ښكار گرځى  چى پكى مرګ ژوبله يي هم اړولي وى .

Copyright Larawbar 2007-2024