کور / ترخې خبري / د اطلاعاتو کلتور پر وزارت د برید پلان

د اطلاعاتو کلتور پر وزارت د برید پلان

داطلاعاتو کلتور پر وزارت برید له پخوا څخه پلان شوی و او طالبانو غوښتل ترڅود ولس مشر د نړیوالو مطبوعاتو دفتر اویا هم د اطلاعاتو کلتور وزارت د مطبوعاتو تالارله منځه یوسی چې یو هدف ترلاسه شو .     

د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت د پنجشنبی د ورځی په ځانمرګې  برید کې چې د برید کوونکو په ګډون شاووخوا دری تنه ووژل شول او شاووخوا د ماشومانو او ښځینو په ګډون پنځلس تنه ټپیان شول .


د اطلاعاتو کلتور د مطبوعاتو تالار په ټولیز ډول له منځه تللی ، له دې پخوا هلته د تصویرونو نندارتون ، کتابتون او د انټرنټ او کمپیوټر څانګې ترسترګو کیدل ، خو اوس مهالې هیڅ هم نشته هرڅه له منځه تللی . او ښایی چې د ودانۍ د نړیدو ویره هم وی .

پیښه څنګه رامنځ ته کیږی ؟

شاووخوا لس نیمې بجی د سهار په لومړی سر کې د سپکو وسلو ډزی واوریدل شوی او وروسته یوه غټه چاودونه وشوه کله چې مونږ د پیښې ځای ته په لومړیو شیبو ورسیدو له ودانۍ څخه لوګی او دوړی پورته کیدل.

څو اونۍ وړاندې امنیتی چارواکو په ښار کې کلک امنیتی تدابیر نیولی و ، په څلور لارو او سړکونو کې ځای ځای پولیس ترسترګو کیدل ، دوې پوه شوې و چې ښایی په دې ورځو کې ځانمرګې برید ترسره کیږی .

د پنجشنبی ورځ له سهاره ارامه ښکاره کیده ، مونږ د اطلاعاتو کلتور وزارت په یو معینیت کې ناست و، څو واړه ډزی مو واوریدل ، وروسته غټه چاودنه وشوه ، د اطلاعاتو کلتور له معینانو څخه یو تن له خپلې چوکۍ راپاسیده او په وراخطایی يې وویل لکه چې پر کلتور وزارت برید وشو ، تر دې وروسته په منډو منډو د پیښې د ځای په لوری ورغلو .

هلته تر رسیدو وروسته ومولیدل چې له ودانۍ څخه لوګې  پورته کیږی او لاندی څو تنه پولیس ولاړ او چغی او ناری وهی ، څو تنه نور همدا شیبه له ودانۍ څخه په داسې حال کې راوځی چې له سرونو څخه يې وینی راماتی دی .

د کلتور وزارت معین او د پولیسو د حوزی مشر او بنده همدا شیبه دویم پوړ ته د پورته کیدو تکل وکړ ، همدغه ساعت ګنګوسی شروع شوی چې بل تن او مسله کسان پورته ختلی .

معین زړه نا زړه خو بیا یی هم د پورته تک چرئت وکړترڅو له ودانۍ څخه پاتی کسان راښکته شی ، له څو پرلاپسی چغو او نارو وروسته خلک په راښکته کیدو کې شول ، ښځې ، انجونې ماشومان او سپین ږیری په وارخطایی او ژړا ګانو په منډو منډو راښکته کیدل .

یوه ښځه په چغو چغو د خپل ورک شوی لور پوښتنه کوله (( وی خدایه لور می ورکه ده )) بله ښځه راغله او لومړۍ ښځې ته یی وویله (( ستا لور ژوندۍ ده هغه لاندی ښکته شوه ))

له ودانۍ څخه همدا شیبه د کلتور وزارت دری تنه معینان او څو تنه ریسان له نورو سره یوځای راښکته شول .

د اطلاعاتو کلتور د معین فراهی صیب د سترګو لیدلی حال

مونږ په خپل کار ځای کې ناست و ، یو بل تن معین زما شعبی ته راغی ، سره مو خبری کولې چې یو ناڅاپه د ډزو غږونه واوریدل شول ، ما له کړکۍ څخه سر ښکته کړه چې څه خبره ده ، بل معین صیب زه له لاسه کش کړم چې څه کوی هڅی نه چې څه بله کیسه نه وی .

غټه چاودنه وشوه ، ټوله ودانۍ ولړزیده ، شیشی او هرڅه مات ګوډ شول ، مونږ فکر وکړه چې هرڅه چې وشو هغه وشو خو اوس باید دستی ونه وځو ترڅو په لنډو شیبو کې کومه بله پیښه ونه شی .

وروسته د بل معین صیب سکرټر په منډو منډو ددوې د خونې په لوری راننوت په وارخطایی یی وویل (( ځانمرګې برید شوی هله زرشی چې ودانۍ نړیږی )) بس مونږ هم لاندی راښکته شو ، لاندې هرڅه له منځه تللی هرې خواته د کاڼو او سمټو انبارونه پراته ول ، امبولانسونومړی او زخمیان وړل او ډیر وحشتناک حالت ترسترګو کیده .


ځانمرګې برید کوونکی څنګه ودانۍ ته ننوزی ؟

د تیر په څیر په امنیتی غرفه کې پولیس ناست و ، یو تن د پولیسو غرفی سره په نژدی کیدو پر پولیسو ډزی کوی ، پولیس ځای پرځای په مرمیو ویشتل کیږی ، برید کوونکو د دویم هدف په لور خپل یرغل پیلوی، د میز ترشا د ملی امنیت پر کس برید کوی هغه په سینه په مرمیو لګیږی او غورځیږی .

برید کوونکو چې دا مهالې مخامخ د تالار دروازې ته چې په تورو شیشو پوښل شوی ورننوځی او د تالار په منځ کې ځان الوزوی .

د باندې شاووخوا پولیس په هوایی ډزو پیل کوی ، وروسته ډزی ودریږی او خلک د اور او نړیدلی ودانۍ په لوری منډې کوی .

د طالبانو دریځ

له برید څخه څو ساعته وروسته په لومړنیو تماسونو کې طالبان ددې برید پړه په خپله غاړه اخلي ، د طالبانو ویاند ادعا کوی چې دری تنه ددوې کسانو د ابرید ترسره کړی ، د نقیب الله په نوم یوه طالب خپل ځان په بمونو والوځوو او دوه تنه نور غوښتل چې وزیر له منځه یوسی هغوې روغ رمټ تښتیدلی دي . 


د اطلاعاتو کلتور وزیر دا مهالې چیرته و؟

د رسمی چارو له امله د اطلاعاتو کلتور وزیر عبدالکریم خرم دا مهالې په دفتر کې نه و ، د وزیر دفتر په دویم پوړ کې موقعیت لری ، د طالبانو د ادعا له مخې ښایی چې دویم او دریم کس د وزیر د وژلو لپاره پلان درلود ، داچې وزیر په دفتر کې نه و هدف ترلاسه نه شو.

ښایی چې له ودانۍ څخه د خلکو د ګڼه ګوڼې له امله دوه تنه نور برید کوونکی په تیښته بریالی شوی وی خو داخبره لا سپینه نه ده .


د پولیسو د پلټنو پایلې

پولیس له پیښې وروسته خپلې لومړنۍ پلټنې پیلوی ، او په پلټنو کې په ډاګه کیږی چې برید کوونکی په وسلو سمبال د پولیسو مامورین له منځه وړی او تر ۱۶ یا ۱۵ کیلو TMT او RTX (که تیر وتنه ونه شی  ) مواد چې تر ټولو اخری شعاع او مواد  دي برید کوی ، ښایی چې پاکستانی مواد هم کارول شوی وی ، خو RTX    د (تیروتنې په صورت کې مونږ وبښی) دا مواد  امریکایی دي .

پولیس د برید په ځای کې د برید کوونکې پښې او د سر د ویښتانو یوه برخه ترلاسه کوی ، او نور هیڅ هم نه ترسترګو کیږی ، پولیس هڅه کوی ترڅو د وزارت مخې ته د لږول شویو څارګرو کمرو له لاری د برید کوونکی څیره پیدا کړی ، یواځنې کس چې برید کوونکی یی په خپلو سترګو لیدلی د ملی امنیت ټپی شوی مامور دی چې تر پرونۍ  ورځې پورې وروسته  د کما په حالت کې دی او تراوسه   د مامور د ژوند او مرګ په اړه هرڅه پټ ساتل شوی ، د پولیسو د غرفی دننه او شاووخوا پر دیوالونو د مرمیو نښې هم ترسترګو کیږی دا د برید کوونکې د ټوپک نښې دي .


د برید قربانیان څوک دی ؟

د طالبانو د ادعا له مخې ویل کیږی چې برید کوونکي نقیب الله په دې پیښه کې له منځه تللی ، د کلتور وزارت څخه دری تنه ( یو تن پولیس مړ شوی ، د ملی امنیت ساتوونکی اود پیښی عینی شاهد چې تر اوسه ددې کس هرڅه پټ ساتل شوی ښایی چې د امنیتی مسایلو له مخې دده په اړه هرڅه پټ وساتل شی ، دریم وژل شوی کس د وزارت د راجستریشن مسول په پیښه کې مړ شوی ( له دې مامور څخه دری زامن او څو تنه لوڼې پاتی دی او ټاکل شوی و چې د شنبې په ورځ ددې مامور د ځوی د کوژدی پروګرام ترسره شی ) په ټپیانو کې د وزارت لوړ پوړی چارواکې شامل دی د نړیوالو مطبوعاتو ریس حلیم تنویر په پیښه کې سخت ټپی کیږی او دا هغه کس دی چې غوښتل یې ځان ولس مشری ته هم کاندید کړی ، تنویر اوس مهالې هالنډ ته د درملنې لپاره استول شوی .


له برید څخه وروسته د کلتور وزارت چارواکې سره چیرته راټولیږی ؟

له برید څخه څه کم یو ساعت وروسته د اطلاعاتو کلتور وزارت معینان او څو تنه ریسان د ملی ګالرۍ په ودانۍ کې سره راټولیږی او د وزیر د راتګ لپاره په انتظار کې وی .

عبدالکریم خرم هلته په داسې حال کې چې ډیر زیات پریشانه ښکاری له خپل سپین رنګی موټر سره راځی او څو ساعته له خپلو چارواکو سره د پیښې په اړه خبری کوی ، ټول خپه او ویرجن ښکاری .

له څو شیبو وروسته وزیر خپلو معینانو ته وایی (( ډیره بده پیښه ده ، خدای دې پرمونږ ورحمیږی ، اوس باید څه وکړو ))

پریکړه نیول کیږی چې وزیر باید د پیښې ځای ته ورشی ، ځنې د پیښې ځای ته د وزیر له ورتګ سره مخالفت کوی خو ځنې بیا داخبره پرځای بولي چې وزیر باید هلته یو ځلی ورشی .

همداسې کیږی وزیر د پیښې ځای ته ورځی او هرڅه په خپلو سترګو ګوری ، وروسته د پیښې د قربانیانو د پوښتنې لپاره روغتونونو ته ورځی او له وژل شویو کسانو او ټپیانو سره سم د لاسه مالي مرستی کوی .

په همدې ورځ د امریکا د فرهنګی څانګو ځنو ادارو پلان درلود ترڅو یو کانسرت ترسره کړی ، د همدغې موسسی کارکوونکو وزیر ته د ټیلفون د لاری ددې کانسرت د ترسره کولو په اړه خبری کوی .

وزیر ورته ددې کانسرت د نه ترسره کیدو سلا ورکوی او هغوې ته وایی دا کانسرت دې وروسته پاتی شی مونږ په خپلو وینو کې رنګ یو .


د برید اصلی هدف ترلاسه نه شو 


برید کوونکو غوښتل د اطلاعاتو کلتور تکړه وزیر عبدلکریم خرم له منځه  یوسی ، پلان نیمګړی او هدف ترلاسه نه شو، د ولس مشر د مطبوعاتی دفتر یو چارواکی د ټیلفون په لیکه ماته وویل (( د برید کوونکو هدف د ولس مشر کرزی د نړیوالو مطبوعاتو دفتر و ، طالبانو ویلی و چې هلته بهرنیان هر وخت سره راټولیږی او زمونږ پرضد خبری کوی )) او ښایی چې د برید بله موخه د اطلاعاتو کلتور د ودانۍ نړیدل و چې په دې صورت کې به د سل ګونو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کیده .


دخداي( ج) دکتاب نسخی او د رسول کریم د احادیثو کتابونه هم په برید کې شهیدان شول

د اطلاعاتو کلتور وزارت په کتابتون کې یو شمیر داسې دینی او اسلامی کتابونه شهیدان شول چې په هغې کې د قران کریم ایاتونه او د مبارک نبی کریم (ص) د احادیثو کتابونه و ، ما په خپله داسې اسلامی او دینی کتابونه له خاورو څخه پورته کړه چې په برید کې له منځه تللی و .