کور / شعر / زه چي ماشوم وم

زه چي ماشوم وم

زه چي ماشوم وم
زه چي ماشوم وم كله
زه چي ماشوم وم كله هلته مي جهان راته پراخ ښكاردي 
زه چي ماشوم دې پراخ جهان كي
مي هري خوا ته وه ځغستا په ادا
بس محبت او مينه
زه چي ماشوم وم
زه چي ما شوم د خندا تر څنګه
اودخوښۍ تر څنګه
دخوشحالۍ تر څنګه
هلته دهر زړه را نيولو ته
يو زر وم درنو !
يو شرر وم درنو
دتنكي توب ، دسپېڅلتيا دمحبت
ډېوه او لمر وم درنو
زه چي ماشوم وم
دمالت نجوني مي
وې دپاكۍ ، لوبو، ځغستا ملګري
زما هم سن هلكان زما دخندا ملګري
دهوسو او دښكلا ملګري
هلته هر څه وه پرېمان
زه چي ماشوم وم دژوندون ساه مي ازاده خلګو
پرهره لوري وه پاشلې وه باد باده خلګو
زه چي ماشوم دهر چادميني ګل ښكاريدم
زه چي ماشوم وم هره هيله مي په نڅه وه تر سره
دناز ادا لپاره مي دژوند هر څه لرله
هر څه پرېمانه وه دژوند له زېرمي
دهري هيلي وغوښتني ته هو هو راته وه
نن چې كوچ كړي
ها دښكلي شرارت،اووړكتوب جهان مي
هغه پرنه څه دمستۍ او لېونتوب جهان مي
ها دمردكو ، توپ لنډې ، هوا مر غك جهان مي
زه چي ماشوم  ، نن يې كوچ كړيدي
دا خوار كالبود داوسېدو له رازه ليري ښكاري
او لا ليري درومي
دنا معلوم سر نوشت لوري ته ګامونه اخلي
زه چي ماشوم اوس هغه ما شوم توب
دنا اشنا پشاني ليري درومي
سرنه خلاصوي
زما ياري را پرېږدي
زه ترې پردي ښكارېږم
هغه له ما څخه دميني دبېلتون په دود ده كډه كړې
ماته يې پرېښودې په زړه كي دغمونو كيسې
ها دمالت دماښامونو كيسې
ها دسپرغيو ، او جشنونو كيسې
دي را په برخه دهجران او كړاوونو كيسې 



۱۳۸۴ لمريز كال دريمه ناحيه دخاړ پوڅو كوڅه