دزابل امنیتی چارواکی په شاجوی ولسوالی کی….
وحيدالله شمس زابل
دزابل امنیتی چارواکی په شاجوی ولسوالی کی ددو۲وسلوالو طالبانو دنیولوخبر ورکوی .
دنوموړی ولاییت دامنیت امیر جیلانی خان فراهی وایی دنیول شویو کسانو سره یی یوه اندازه سپکه وسله هم نیولی .دیوبل خبر له خی تیره شپه وسلوالوطالبانو دشملزو ولسوالی پر سرحدی پولیسو برید کړی اویو تن یی له ځان سره بیولی .
دزابل دامنی قومندانۍ دامنیت امیر جیلانی خان فراهی وایی تیره ورځ یی دشاجوی ولسوالۍ دحسن کاریز په سیمه کی دیو لړ عملیاتو پر مهال دوه۲ وسله وال طالبان ژوندی نیولی .
نوموړی زیاتوی دنیول شویو کسانو سره یی یوه اندازه سپکه وسله هم نیولی .
داپه داسی حال کی ده چی په شاجوی ولسوالی کی یوځل بیا د وسله والو طالبانوبریدونو زوراخیستی
چارواکی وایی دهمدی امله یی په یاده ولسوالی کی دطالبانو دځپلو په موخه څیړنیز عملیات پیل کړی .
.
دیوبل خبر له مخی تیره شپه وسله والوطالبانودشملزوولسوالی پرسرحدی پولیسو برید کړی او یوتن یی له ځان سره بیولی .
دشملزوولسوال محمدوزیرجوادی دپیښی دپخلی ترڅنګ وویل وسله والوطالبانو دپولیسو یوموټر هم بیولی دی .
قاری یوسف احمدی چی ځان دوسله والو طالبانو ویاند بولی ددی برید مسولیت پر غاړه اخلی نوموړی وایی ۳ پولیس یی وژلی او دوه یی ژوندی نیولی دی .
قاری یوسف ددرو موټرو دسوځولو او ددونورو دغنیمتولوعداکوی .
خو ددی ولایت امنیتی چارواکی داعدابی اساسه بولی
دیادونی وړده چی شملزي دزابل جنوب ختیځ طرف ته هغه سرحدی ولسوالی ده چی کله ناکله تری دوسله والو بریدونو راپورونه راځی .