کور / تازه خبرونه / خوست: ناټو ځواكونو دوولس تنه ووژل

خوست: ناټو ځواكونو دوولس تنه ووژل

په خوست كې د ناټو  مطبوعاتي دفتر وايي، چې ځواكونه يې تېره شپه د خوست ښار لويديځ نادرشاه كوټ ولسوالۍ يوه كلي ته، د شكمنو كسانو د نېولو په موخه ورغلي وو، خو هلته د دوى په خبره د وسله والو طالبانو له يوې ډلې سره واوښتل او د جګړې په پايله كې يې شپږ تنه ووژل.
خبر ځاى زياتوي، چې كله ځواكونه بېرته راګرځيدل، نو يوې بلې ډلې بريد پرې وكړ او د دوى په متقابل بريد كې څلور نور كسان هم ووژل شول.
خوست والي ارسلا جمال وايي، چې په بېګانۍ پېښه كې دوولس تنه وژل شوي او ويل كيږي، چې  د ولي ګل په نوم د مولوي جلال الدين حقاني يو پخوانى قوماندان هم پكې دى.
ده ته نېږدې خلك وايي، چې نوموړي اوسمهال له حقاني سره همكاري او اړيكې نه لرل.
كه څه هم ځواكونه د تېرې شپې په پېښه كې وژل شوي ټول كسان وسله وال طالبان بولي، خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دې پېښه كې د خپلو كسانو تاييد نه دى كړى.