دسوي زړه فریاد
په امیددسباوون زه توروشپوکی بی منزله مزل کړمه
څه غجب وختونه راغلل شته وطن بی وطنه بی وطنه
درازنیازمی هیڅوک نشته چې زړګئ می ورته تش کړم
کډی بارمی په هرلوری په ملکوئی سرګردانه ګرځومه
خدایه ډیر شم نا امیده چې هر لوری ته نظر کړم
اعتبار چې په چاوکړم همهغه می سرراپری کاندی له تنه
تاریخونه په ماویاړی په جهان کې می دتوری نوم نشان وو
خودانن می څه قسمت شومړی خاوروته سپارمه بی کفنه
ای دښمنه تا غوښتل ما کمزورئ او بیاورک کړی له دنیا نه
ترپښولاندی می شملی کړی ستا وو دا شوم ارمانونه
دامنم چې سپین سترګۍ،چالاکۍ اوپالیسۍ کې
لمبر وون ئی په جهان کی درس دی ویلئ دشیطانه
ښه دی ولیدل دښمنه چې نه یوه وشوه نه بله
ټول بدن زخمی زخمی یم وینې څاڅی می له تنه
زه بچی داحمدخان یم میدان هیڅ وخت نه پریږدمه
ځکه ولاړکلک په میدان یم هریوپلان ستا شنډومه
دا چې زه هرچارټلئ یاوژلئ یاپه سرمیخ راوهلئ
انتقام به ضروراخلم دپښتون په ارمانجن زړه قسم خورمه
زما نوم افغانستان دی د امو نه تر اټکه
لراوبرچې زه نن وایم داپدی چې نه ئی منمه
ډیریم ستړی دمزل نه د جنګونود غوبل نه
داچې څنګ می لګولئ لږسااخلم داستاتوره نه منمه
زه سباراپورته کیږم نن خواره واره په ځان راټولومه
زه بچې داحمدخان یم بیالښکری جوړومه جوړومه
زه جرګه دمیرویس خان یم دخوشحال دننګ یم توره
زماپوله دوه سیندونه پدی منځ کی دبل چا هیڅ نه منمه
(وزیریه) هرڅوک پوه دی چې غوا توره شیدی سپینی
دادورکې ستا دقوم نن چا جوړ کړی دی پلانونه