کور / علمي / هغه د تېلو پایپ لاین څه سو ؟

هغه د تېلو پایپ لاین څه سو ؟

« تېل ډېر ګران خو وینه ډېره ارزانه ده ! »


کله چی په ۱۹۹۱ کی د شوروی اتحاد ساه وخته او مړ سو ، نو امریکا د نړۍ یوازینی ستر ځواک او د کلي مشر سو . واشنګټن ډېر ژر ځینو سراښو او جاه طالبانه هوسونو ته په غېږ ورغی تر څو د دې کوچنۍ دنیا « ملک » نه بلکی « پاچا » سی .


په ۱۹۹۷ کی جمهوریت غوښتونکو د « نوي امریکایی پیړۍ پروژه » را ویسته چی د هغې له مخی یې غوښته امریکا پر نړې مسلطه کړی . د دې طرحی « سوټی » هماغه « وار مخکی له واره » پالیسی وه چی په هغې سره یې غوښته یو یو ناخوښه دولت پر سر  ووهی او مغزی یې ورمات کړی . دغی ښکاري ډلي د ۱۹۹۸ د جنورۍ پر ۲۶ ولسمشر کلنټن ته یو خط ولیږﺉ چی په هغه کی یې څو عمده هدفونو ته د رسېدو په خاطر د لومړني ګوزار په توګه د صدام حسین نسکورول غوښته تر څو په اصطلاح : الف – منځنی ختیځ د بې ثباتۍ څخه خلاص سی ، ب – په سیمه کی امریکایی پوځونو ته ګواښ رفع سی ، ج – د اسراییلو په وړاندی تهدید پای ته ورسیږی ، د – امریکایی دوسته عربی دولتونه د احتمالی نړېدو څخه بېغمه سی ، و – د نړۍ د تېلو پر ستره منبع انحصار تأمین او له خطره وژغورل سی . خو کلنټن دا خط په باک را نه وړ او ایسته یې وغورځاوه . په دې پروژه کی شپاړس کسان شامل وو چی دوه کاله وروسته د بوش په اداره کی خورا حساسو او لوړو دریځونو ته ورسېدل . د بوش د ادارې زیاتره دغه چلونکي په نفتی کمپنیو او نفتی صنعت کی دخیل وو چی پخپله بوش ، د هغه مرستیال ډیک چینی ، کاندولیزارایس او د کابینې اته وزیران او نور لوړ مقامات پدې ډله کی شامل وو . هغوی نور نو په بېغمۍ سره خپل دا « پلان » د المارۍ د جعبې څخه راوکیښ او د عملی کولو ترتیبات یې پیل کړل خو هلته ناببره د سپټمبر د یوولسمی ټکه پېښه سوه . سپینی ماڼۍ دا پلان مؤقتأ د میز په جعبه کی کښیښود تر څو لومړی یې د طالبانو او افغانستان چاره کړې وای چی له مخکی څخه یې لا زړه ورته ډک و ، ځکه : لومړی- طالبانو د ارجنټاینی بریډاس کارپوریشن سره د پایپ لاین تړون لاسلیک کړی و ، دوهم – متهم اسامه بن لادن یې په لاس نه ورکاوه ، درېیم – د ښځینه تعلیم او بشری حقوقو پایمالول یې د زغم له حده وتلي وو ، څلورم – تر ټولو مهمه دا چی هغوی د واشنګټن اطاعت نه بلکی مقاومت یې ورسره کاوه .


واشنګټن پدې تلوسه و چی د کسپین د حوزې او منځنۍ آسیا ستری نفتی او ګازی زیرمی د ځان کړی . د کسپین حوزه د منځنۍ آسیا د ترکمنستان ، ازبکستان او قزاقستان تر منځ پرته ده چی اټکل ۳۰۰ ټریلیونه فټ مکعب ګاز ، او ۱۰۰- ۲۰۰ بیلیونه بیرله تېل په ځان کی لری چی مجموعی ارزښت یې څه نا څه ۱۶ ټریلیونه ډالره کیږی . خو په وچه کی د ایسار منځنۍ آسیا څخه آزاد سمندر ته د دې ګاز او تېلو د ایستلو صرف دوې لنډی او ارزانه لاری سته چی هغه مخ پر پاکستان د ایران یا افغانستان لاري دي او بس . ایران خو د واشنګټن لپاره حرام او ناروا دﺉ . بس یوازی همدا افغانستان دی چی د واشنګټن ټوله پام یې ځانته اړولی و . 


که لږ شا ته ولاړ سو نو و به ګورو چی طالبان د ربانی- مسعود د جابر رژیم د شر او فساد په نتیجه کی په ۱۹۹۴ کی را وپاڅېدل او په دوو کالو کی یې د کابل په شمول د هېواد ۸۰٪ خاوره ونیوله . ځینی کسان قصدأ او یا هم په بې خبرۍ سره دا پاڅون د امریکا یا انګلستان او یا هم آی ایس آی پروژه بولی خو دا صحیح نه بلکی یو تهمت دﺉ . طالبان اصلأ د هغه ظلم او وحشت محصول دی چی جنګسالارانو پر هېواد مسلط کړی و .

 


په هر حال ، دا مهال په لویدیځ کی د لویو نفتی کمپنیو خپل منځی سیالۍ د اوج په حال کی وې او هری یوې غوښته چی د کسپین د حوزې او منځنۍ آسیا دغه « توره طلا » خپله کړی .

د شوروی تر مړینی وروسته لومړنۍ کمپنۍ چی سیمی ته راغله ، د ارجنټاین « بریډاس کارپوریشن کمپنۍ » وه . هغوی په څېړنو او سروې ګانو پیل وکړ څو چی د ۱۹۹۶ په نوامبر کی یې د طالبانو سره دا  قرارداد وکړ چی د افغانستان څخه به پایپ لاین تېروی . خو ډېر ژر امریکایی « یونوکال » شرکت د یو تاکتیک په توګه د عربستان د « دلتا آیل » کمپنۍ سره لاس یو کړ او په ګډه را وړاندی سول . یونوکال د طالبانو سره خبری اتری پیل کړې څو چی په ۱۹۹۸ کی یې یو تړون ورسره لاسلیک کړ . یونوکال طالبانو ته ډېره پاملرنه کول او د هغوی یو هیأت یې ټکزاس ته ور وغوښت او یو کښته رتبه افغان مامور حامد کرزﺉ یې هم استخدام کړ . خو دا وخت اسامه بن لادن مداخله وکړه . هغه طالبانو ته مشوره ورکړه چی د امریکا سره دا قرارداد ایسته وغورځوی او پر ځای یې د ارجنټاین د نفتی کنسرسیوم لخوا بهتر وړاندیز ومني . واشنګټن هم په غُصه شو او د ځینو راپورونو له مخی یې طالبانو ته د جنګ اخطار هم ورکړ . د یونوکال او سپینی ماڼۍ زړونه طالبانو ته ډک وو چی هلته ناڅاپه د ۱۹۸۸ په اګسټ کی په افریقا کی د امریکا دوه سفارتونه والوزول سول چی پر بن لادن تاوان سول . کلنټن ډېر ژر افغانستان د کروز په توغندیو وویشت او نور نو طالبان او یونوکال د تل لپاره سره بېل او حتی دښمنان سول .  یونوکال د دې  اقدام هرکلی وکړاو په بې صبرۍ سره د نورو شدیدو کړنو په تمه سو .


په ۲۰۰۰ کی د جورج بوش په واکمنېدو سره واشنګټن بیا هم درې ځله د طالبانو سره ( په واشنګټن ، برلین او استانبول ) کی خبری اتری وکړې تر څو طالبان تطمیع کړی . خو هغوی تسلیمېدو او کوم قراردا ته نه حاضرېدل . همدا علت دﺉ چی واشنګټن ورځ تر ورځی د پوځی یرغل فیصلې ته نژدې کېدی . لکه څنګه چی د ۲۰۰۱ په اګسټ کی ( یعنی د سپټمبر د تروریسټی حملې څخه یوه میاشت مخکی ) د خارجه وزارت یوې عالیرتبه ماموری « کریسټینا روکا » د اسامه بن لادن او نورو جدی مسایلو په هکله طالبانو ته په خپله وروستۍ کتنه کی دا اخطار ورکړ چی « یا به زموږ لخوا د سروزرو غالۍ قبلوی او یا دا چی د بمونو تر غالۍ به مو لاندی کړو . » خو طالبانو د هغې اخطار په باک را نه وړ . 


د ۲۰۰۱ د اکتوبر پر اوومه امریکا پر افغانستان حمله وکړه ، د طالبانو امارت او د بریډاس کمپنۍ قرارداد دواړه پای ته ورسېدل او « یونوکال » پر برېتو لاسونه تېر کړل . خو بریډاس کمپنۍ په امریکا کی پر یونوکال رسمأ عرض وکړ او په دې تور یې محکمې ته راکش کړه چی په قرارداد کی یې مداخله کړې ده . بریډاس باالاخره په ۲۰۰۴ کی دا دعوه وګټله . بلخوا د ۲۰۰۲ د فبرورۍ پر اتمه حامد کرزي او جنرال مشرف د دغه پایپ لاین غځولو تړون سره لاسلیک کړی و چی بیا د ډسمبر پر ۲۷ په عشق آباد کی د ترکمنستان ، افغانستان او پاکستان تر منځ د هغه د کار د پیلولو تړون پسی لاسلیک سو . خو د افغانستان په تېره بیا جنوب یعنی هغه سیمی امنیت   د واشنګټن د بې پروایی او د کابل د بې کفایتی له امله ورځ په ورځ خرابېدﺉ چی دا پایپ لاینونه پکښی تېرېدل ، څو چی د ۲۰۰۵ په جنوری کی وویل سوه چی دا پروژه به یو کال وروسته یعنی په ۲۰۰۶ کی پیلیږی . د ۲۰۰۶ په اکتوبر کی د امنیتی وضعی د نوري خرابۍ له امله وویل سوه چی دا پروژه به په افغانستان کی د ټینګښت او امنیت تر راستنېدو ډېر ژر وروسته پیل سی . خو څنګه چی طالبان ورځ په ورځ پیاوړي کیږی او مقاومت د امریکا په مشرۍ د روانی بهرنۍ نیونی په وړاندی توندیږی ، نو برخه والو هېوادو د درېیم ځل لپاره د دې پایپ لاین تړون د روان کال یعنی ۲۰۰۸ د اپریل پر ۲۶  بیا لاسلیک کړ او  ویې ویل چی د هغه جوړښتي کار به دوه کاله وروسته یعنی په ۲۰۱۰ کی پیلیږی او تر هغه مهاله به ګواکی دا لاندیني کارونه کیږی :

الف – افغانستان به د ځمکنیو ماینونو څخه پاک کیږی ،

ب – حکومتی ، قومی او خصوصی امنیتی ډلی به  د پایپ ساتونکو په حیث ایجاد او مؤظف کیږی ،

ج – طالبان به محوه کیږی ،

د – مطمیًنی مالی او اقتصادی مرستی به تهیه کیږی ،

خو دا معلومه نه ده چی په ۲۰۱۰ کی به د دې چړه پېدلی پروژې کار بیا د څو کالو لپاره وځنډیږی .


تر هغه ځایه چی په بریډاس کارپوریشن او یونوکال کمپنۍ پوری اړه لری ، هغوی نن دواړي د نورو لویو کمپنیو لخوا خوړل سوي او هضم سوي دي . یونوکال د « شیورن کارپوریشن » له خوا رانیول سوه حال دا چی بریډاس د « بریټیش پټرولیم / اموکو » د ګډ کنسرسیوم برخه سوې ده . نو ځکه د افغانستان پروژه هم نن معلقه پاته ده . خو باید وویل سی چی ښایی شیورن یا بی پی /اموکو ، یا ایکسان موبیل ، اینرن او یا هم بل کوم نفتی کنسرسیوم په آینده کی  د پایپ لاینونو دغی جنجالی او خوږمني پروژې ته را وړاندی سی . 


البته دغه احتمالی پروژه ۷٬۶ بلیونه ډالره بودجه غواړی او که بشپړ سی نو افغانستان به هر کال ۳۰۰ ملیونه ډالره عاید تر لاسه کړی . که دا پایپ لاین جوړ سی ، نو هغه به هر کال  ۳۳ بلیونه فټ مکعب طبیعی ګاز انتقال کړی . هند او پاکستان ته به برابر سهم ورکول کیږی خو افغانستان ته به کوچنۍ برخه رسیږی لاکن په زرګونو افغانان به په کارونو وګومارل سی . خو ځینی کسان په اغماض او ځینی په بې خبرۍ یا بې توجهۍ سره ادعا کوی چی وګوری امریکا موږ ته دغسی خدمت کول غواړی مګر طالبان او پاکستان ګواکی د هغوی د لاری خنډ کیږی او نه غواړی چی په افغانستان کی دغسی آبادی راسی . دلته ضد او نقیض انګېرنه نغښتې ده ، هغه دا چی نه امریکا او نه هم پاکستان د افغانستان په غم کی دی . بلکی امریکا او پاکستان دواړه  په ټینګه غواړی چی دغه پروژه څومره چی ممکنه وی ژر پیل سی او خپل ځانونه د دې تېلو او ګازو څخه مشبوع کړی . هر څونه وخت چی دا پروژه ځنډیږی د دې دواړو هېوادو په زیان تمامیږی . دواړه اصلأ کوښښ کوی چی د طالبانو افغانی مقاومت دړی وړی کړی تر څو په بېغمۍ سره پر دغو پایپ لاینونو غېږ راوګرځوی . نه امریکا په پټه د طالبانو سره مرموز ارتباطات لری او نه هم پاکستان د طالبانو رښتیانی خواخوږی دﺉ . ټوله جهان یې وینی چی دواړه ( یو دلته او بل هلته ) لګیا دی دا مقاومت په بې رحمۍ سره ځپی . تریخ حقیقت خو دا دﺉ چی امریکا نن په نړۍ کی ۷۰۰ پوځی اډې لری او د هغو ۶۰٪ یې په هغسی سیمو کی اچولي چی دتېلو څاګان دي او یا هم د پايپ لاینونو تر څنګ واقع دي . همدا علت دﺉ چی هغوی افغانستان ته ضرورت نه لری بلکی د افغانستان موقعیت یې د یو بل هدف لپاره په کار دﺉ ( چی همدا تېل دي ) . خو د دې کار په وړاندی یوازینی خنډ او مزاحمت همدا طالبانو جوړ کړی دی او بس ، نو ځکه په هره وسله او وسیله چی وی امریکا طالبان له منځه وړی نه دا چی ګویا پټ ملګرتوب ورسره لری . همدا علت دی چی امریکا د افغانستان څخه داسی ژر نه وزی تر څو دا ارزانه تېل یې نه وی څښلی . هو ،  امریکا نن هر ځای دا ثابته کړې چی د  « ملیونونو لیټرو » تیلو لپاره په  « ملیونونو لیټره » وینه تویوي که هغه د امریکایی پوځیانو وی او که د ځایی خلکو او که د  هر چا هم وی . دا چی امریکا په عراق او افغانستان کی آن خپل ( ۴۸۰۰ ) پوځیان تلفات ورکړي ، نو څومره عراقیان او افغانان به یې وژلی وی ؟ همدا علت دی چی د هغوی لپاره تېل ډېر ګران خو وینه ډېره ارزانه ده .


مشهور څېړونکی او د اوټاوا د پوهنتون پروفیسور مایکل چسودوفسکی لیکی چی د سپینی ماڼۍ لخوا « د ایران سره جنګ پر خپل حال پاته دﺉ . سړه جګړه د چین ، روسیې ، او د هغوی د هغو ملګرو پر خلاف ده چی د شانګهای د سازمان ( ایس . سی . او. ) او هم د ټولیزه امنیت د جوړښتون ( سی . ایس . ټی . او. ) غړي دي . ځکه نو افغانستان په هر حالت کی د امریکا د راتلونکي مهلکی او وژونکی بزکشۍ  ډګر دﺉ . » 


دا چی د اغیارو نقشه او اراده هر څه ده وی به ، لاکن که د بهرنیو نیونو او لاس کښېنولو رژیمونوپه وړاندی د افغانانو تاریخ عمیقأ ولولو ، او که هرڅومره هم د فعلی مقاومت اعتبار یا کریډیټ  پردیو ته ورکړو بیا هم اراده ، تلوسه او مبارزه هغسی افغاني ده لکه په نولسمه پیړۍ کی چی د انګریزانو پر خلاف او په شلمه پیړۍ کی چی هم د روسانو پر ضد خالصه افغاني وه ، او د تېلو دغه احتمالي پروژه هم  دومره کومکی او خیر خواهانه نه ده څومره چی سیاسی او مطلبي ده .


والسلام