کور / تازه خبرونه / اوباما او مک کېن ته د افغانستان وضع تشریح سوه

اوباما او مک کېن ته د افغانستان وضع تشریح سوه

نیویارک ټایمز ورځپاڼی ولیکل چی د بوش ادارې دوې هفتې مخکی د افغانستان د وضعی د خرابۍ په هکله په پټه د ملګرو ملتونو او ناټو سره مجلس جوړ کړی و چی پیغام یې دا و : د افغانستان حالت خرابېدونکی دﺉ . په دې غونډه کی د دواړو کاندیدانو یعنی جان مک کېن او بارک اوباما مشاورین هم حاضر وو . برخه والو په سړو اسوېلیو سره دا ورانېدونکې وضع وڅېړل او باالاخره دې نتیجې ته ورسېدل چی : که راتلونکی ولسمشر ( چی د جنورۍ پر شلمه کار پیلوی ) د افغانستان لپاره کوم عملی او جدی پلان را پیل نه کړي ، نو بیا به هر څه د لاسه وتلي وی . دوی په دې ډېر غم وښود چی په سلګونو آن زرګونو طالبان وژنو خو بیا هم دا مقاومت ورځ په ورځ نور هم توند او شدید کیږی . نو ځکه یو دقیق او سم پلان باید تر لاس لاندی ونیول سی . خو څېړونکي وایی چی امریکا او ناټو ایله اوس پوه سوه چی دوی طالبان نه بلکی ملکی خلک وژنی .