کور / شعر / د لیک لوست ژبه

د لیک لوست ژبه

د غږ د ژبې نه ، د لیک ژبه پخه ده
د لیکوالانو د خولی وتی دا قیصه ده


چا چې لیکلي کتابونه ، ژوندي به وي
د ولس زړه کې به تل پاتی ، خوندي به وي


دا ئې خپل قام ته پریښودلی خزانه ده
د لیکوالانو د خولی وتی دا قیصه ده


لیک دی ژوندی ساتي دونیا کې ، ژوندی به ئې


تاریخ به ویاړی په تا ګوره هر ځای به ئې


معنوی پانکه ده چې قام سره پرته ده
د لیکوالانو د خولی وتی دا قیصه ده


څوک چې د لیک په ژبه قام ته ، خدمت کوی
د خپل وطن په خاوره ، هر وخت غیرت کوی


دا د مشرانو د غیرت یوه شمله ده
د لیکوالانو د خولی وتی دا قیصه ده



قلمه ویښ شه، زر پاڅه ! رنګونه جوړ کړه
زما د ګوتو په زرو ته ، لفظونه جوړ کړه


ستا د رنګونو جوړه دلته ننداره ده
د لیکوالانو د خولی وتی دا قیصه ده


رنګونه ټول خو کړه راټول ، ښکلا جوړه کړه
لفظونه جمعه کړه په تول ، رڼا جوړه کړه


په مینه ګوره ، د پښتو تله درنه ده
د لیکوالانو د خولی وتی دا قیصه ده


جوړه د مینی یو نغمه ده ، غوږ شه ورته
په مینه دا دونیا درنه ده ، برګ (۱) شه ورته


د نسیم ستوري د لیک لوست ژبه خوږه ده
د لیکوالانو د خولی وتی دا قیصه ده


۱ ) په زېر کتل، نیغ کتل، مخامخ کتل