راتلونکي جمهوري ریاست ته څوک تر ټولو وړ کاندید دئ؟
راتلونکې جمهوري ریاست ټاکنې ډیرې مهمې دي. تیرې ۷ کلنې دورې ښه نتیجه ورنکړه. له همدا اوس نه باید افغانان په مناسبترین شخص اتفاق وکړي او د خپلو شخصي او ګروهي ګټو پر ځای د ملي ګټو فکر وکړي. افغانستان د خپل تاریخ په یوه داسې پیچلې دوره کې دی چې د بقا او د له منځه تلو سوال یې مطرح دی او په ټولنه کې لاندې سترې او نورې ډیرې ستونزې موجودې دي:
بې امنیتي/ جګړه/ نظامي حالت او د نړیوال ایتلاف او بهرنیو جنګیالیو له خوا د بې ګناه خلکو بې رحمه وژنې
بې کاري/ فقر، ولږه او بې سرنوشتي
کمزوری دولت او اداري فساد،
د بشري حقونو د پایمالوونکیو، غلو او ډاکوانو فعال حضور،
د مخدره توکیو مافیا
د تعلیم ټیټه کچه، علمي اوکلتوري وروسته پاتې والی
د یوملي افغان شموله منظم سیاسي ځواک نشتوالی، تشتت او پراګنده ګي
د نړیوالو دوستانو نشتوالی یا نه باور، د نړیوالې سیالۍ ډګر
یوه ژوره خلا او دګاونډیانو شوم پلانونه
د جمهوري ریاست په ګڼو پوټنشیل کا ندیدانو کې د درې کسانو چانس ډیر ښکاري: حامد کرزی، ډاکټر اشرف غني او علي احمد جلالي. هسې خو نورو ډیرو هم خپله لیوالییا ښودلې ده، لکه: ډاکټراحدي، امین ارسلا، مصطفی ظاهر،علي سراج، پير ګیلاني، قانوني، محقق، دوستم، شیرزی، جبار ثابت او نور. حکمتیار، ملا عمر، سیاف، رباني، مجددي او نور مشران هم شته چې څوک په اوسني دولت کې دننه او څوک ترې بهر دي.
هسې خو په سیمو او بانډو کې اوس هم عوام پخوانیو مجاهدینو ته لیوال دي، خو هغوی چې په دولت کې دننه دي، دیر نفوذ نلري او محلي ځواکونه دي او هغه چې افغان شموله دي، د جګړې لار یې نیولې ده، او څرګنده ده چې دوی د ټاکنو په سوله ایزه پروسه کې برخه نه اخلي. نو ځکه پورته درې تنه تر نورو ډیر په خولو کې اوړي.
۱. حامد کرزی: باعزته سړی دی، قومي اوجهادي سوابق یې پیاوړي دي. ددولت امکانات یې هم په لاس کې دي او د معاملو اوسازشونو چل هم ښه ورځي. نیت به یې ښه و، خو په تیرو ۷ کالو کې یې داسې کومه د پام وړ بریا نه ده لرلې چې سړی ورته هیله من شي. ویناوې یې تر یوه ولسمشر ډیرې یوه بنډارچي ته پاتې کیږي. لویه توره یې دا کړې چې که کوم جګړه مار یې له صحنې لیرې کړې، نو پر ځای یې ورته شعله یې ټاکلی دی. کرزی جرګې او خوږ بنډار کولاې شي، خو نه دولت جوړولاې شي، نه سیستم او نه ملت.
۲. جلالي: یود لوړې کچې روڼ اندی او اکاډمیک شخص دی. د کورنیو چارو په وزارت کې یې د سمونونو نیت ښوده، خو په دې بهانه چې کرزی پوره صلاحیت نه ورکوي، میدان یې پریښود خو ده د خپل صلاحیت په چوکاټ کې هم څه نوښت و نه کړ او د ګوتو په شمیرد کار خلک یې هم په کار ونه شوګمارلای او. دې د تیورۍ له مخې موسسې جوړولای شي خو د عملي کار تجربه یې ډیره روښانه نده. دا چې له تیر یو کال راهیسې ورته نه لیدونکی کمپاین کیږي، چې دی ګویا د امریکا کاندید دی نو فرصت طلبه خلک ورته ډیرې خوشامندې کوي او دروغجن ډاډ ورکوي. د کمزوري اولسي بنسټ لرل، دهیواد له دننه کم معلومات او کمزوري قومي ریښې یې ددې وړاند وینه کوي چې په مستقل ډول کاندیدۍ کۍ به یې د بري چانس کم وي.
۳. اشرف غني: هم مفکر او هم عملي ګرا شخص دی. د بن تړون، دوه لویو جرګواو اساسي قانون په ډیزاین کې ېې کلیدي رول، د مالیې وزارت او کابل پوهنتون په شان جنجالي ځایونو کې یې بریا، هیواد ته د ۱۳ میلیارده ډالرو مرستې جلبول، د ملي او نړیوالو ارزښتونو باب ژوره پوهه، بې ساری جراءت او د خدمت فوق الاده مینه یې هغه ځانګړنې دي چې تر ټولو نورو یې لوړ کړی دی. سره له دې چې مخالفین یې پرې تور تړي چې تر حده ډیر جدي دی، خو چا چې ورسره یو ځای کار کړی دی، دده د ژورې همدردۍ او مرستې او ملاتړ یادونه کوي. دده په وړاندې به تر ټولو لوی چلنج داوي چې د ناقانونه ګټو خاوندان او جنایتکاران به ترې په ویره کې وي او پر ضد به یې د پراخو ایتلافونو د جوړولو هڅې وکړي او ټول به د کرزي په شان یو چا په شاوخوا راټول شي. دا چې په افغانستان کې۳۰ کاله جګړه او د ځبرځواکونو سیالۍ وې، ډیر کم څوک به پیدا شي چې په یو ډول نه په یو ډول په یوه ستونزه کې ککړ نه وي، نو پکار ده د راتلونکې لپاره د قانون د حاکمیت د کلکې ارادې سره سره د تیرو انتقام جوییو د مخنیوي ډاډ ټولو ته ورکړل شي.
نتیجه (پایله): که کرزی جرګې جوړولاې شي او جلالي موسسې . نو اشرف غني هغه څوک دی چې په دې تاریخي بحراني دوره کې ملت جوړولای شي او پوهیږي چې څنګه ناکام دولتونه بریالي شي. د افغانستان په ګټه خو داده چې دا پورته نور دواړه او دوی ته ورته نور کاندیدان له ډاکټر غني سره په یوه ټیم کې شامل شي چې هم پکې د جرګو سړی وي، هم د سیستم جوړولو، هم پالیسي سازاو هم د هیواد د متوازن انکشاف کارپوهان اوفعالان. دا ټیم باید د هغو مجاهدینو نماینده ګي هم یقیني کړي چې د هیواد اساسي ګټو ته وفادار وی اوټول له داسې شخص( ډاکټر غني) سره کار وکړي چې ددغو ټولو تر منځونو همغږي رامنځ ته کړي او د ټولو کار ته داسې لوری ورکړي چې ملت او هیواد له دې بحرانه راوباسي. هسې که د وار پوره کول وي نو مجددي صیب هم ۳ میاشتې په نامه مشري کړې ده، خو دا ځل ملت یو اساسي بدلون غواړي.
لوی او متعال الله (ج) دې دا ځل په افغانانو رحم وکړي چې یو سالم مشرتابه (لیډرشپ) یې په برخه شي چې له ملت سره په ګډه دا مظلوم خو اتل او د سولې او نیکمرغۍ مستحق ملت د نیکمرغۍ، یووالي او سکون پر لوري بوځي، رښتینې سوله اومصالحه پکې راشي، او دا ویاړمن هیواد یو سوله ایز او با حیثیته هیواد او د ټولې نړۍ سیال شي.