کور / کیسه / مينه راوبلئ او ميني ته ځای ورکړﺉ

مينه راوبلئ او ميني ته ځای ورکړﺉ

يوه په زړه پورې کيسه

يوه ښځه، چې خپل مېړه يې په کور کې نه و له کوره بهر راووتله او ويې ليدل، چې د دې د کور مخې ته درې سپين ږيري ناست وو. نومړې ښځې ورباندې غږ وکړ: که څه هم زه تاسې نه پېژنم، خو ښايي تاسې وږي شوي ياست، مهرباني وکړﺉ، زموږ کور ته راشی او لږ څه شی وخورﺉ.

 

دوی وپوښتل: آيا د کور څښتن يا سړی شته؟

 

ښځې په (نه) ورځواب کړه او ورته یې وویلې: هغه دباندې وتلی دی.


دوی زياته کړه: ښه نو چې نشته، بیا نو موږ کور ته نه شو ننوتلی.


په همدې ورځ ماښام، چې د ښځې خاوند کور ته راغی او له ښځې یې وپوښتل، چې ورځ څنګه تېره شوه….؟

 

ښځې يې همدا کيسه ورته وکړه او خاوند یې په ځواب کې ورته وويل: لاړه شه او هغوی بیا راوبله، ښځې هماغسې وکړل او هغوی یې کور ته راوبلل.

درې واړو سپينږيرو په ځواب کې وویل: موږ درېواړه يو ځای يوه کور ته نه ځو.

 

ښځې ورنه وپوښتل: ولې؟

 

يوه زاړه (سپين ږيري) ورته تشريح کړه: هغه خپل يوه ملګري ته اشاره وکړه او وې ويل: د هغه نوم شتمني ده او بل ته یې هم  اشاره وکړه او وې ويل: د هغه نوم برياليتوب دی او زه مينه یم يانې زما نوم مينه دی. نو اوس لاړه شه او په خپلو منځونو کې پرېکړه وکړﺉ، چې کوم يو ستاسې کور ته درشو.

 

ښځه خپل کور ته دننه شوه او خپل مېړه ته يې کيسه بيان کړه، خاوند يې ډېر خوشاله شو او وې ويل: څومره ښه، چې کيسه له دې قراره ده؛ نو راځی چې شتمني راوبلو، هغه ته به اجازه ورکړو، چې راشي او زموږ کور له شتمنيو ډک کړي.

 

د هغه ښځې رد کړه او وې ويل: چې زما ګرانه، ولې کور ته برياليتوب نه رابلو.

 

د دوی وړه لور، چې د کور په يوه کونج کې ناسته وه او د دوی خبرې يې اورېدې، له لرې یې له خپل وړانديز سره راټوپ کړل: آيا دا به ښه نه وي، چې مينه راوبلو؟ بيا به زموږ کور له مينې ډک وي.

 

ښځه او ميړه وويل: راځی، چې د خپلې لور وړانديز ومنو، لاړه شه او د هغو له ډلې څخه مينه راوبله.

ښځې همداسې وکړل او له هغه دريو سپين ږيرو څخه يې وپوښتل، په تاسې کې کوم يو مينه ده؟ مهرباني وکړي راشی، زموږ مېلمه شی او موږ ته د کوربه توب وياړ راوبښی.

 

مينه راولاړ شو او د کور خواته یې قدم وهل پيل کړل، چې دغه دوه نور هم په مينې پسې روان شول. ښځه حيرانه شوه. له شتمني او برياليتوب نه يې وپوښتل: ما يوازې مينه بللی دی، نو تاسې ولې راځی؟

 

سپين ږيرو ورځواب کړه: که تاسې شتمني يا برياليتوب ته بلنه ورکړې وای؛ نو ښايي هغه نور دوه به بهر پاتې و، خو تاسې مينه وبلله، موږ هم له مينې سره تړلي يو، چېرې چې مينه ده هلته شتمني او برياليتوب هم شته!!!!!.

 


ستاسې لپاره زما هيله……………..

هر چېرته چې درد شته، زه تاسې ته د سولې او بښنې هيله کوم.

هر چېرې چې په ځان اعتماد نه وي، زه تاسې ته د نوي اعتماد يانې بشپړ اعتماد هيله کوم، چې د ټينګ هوډ او په ځان اعتماد درلودلو له لارې خپل کارونه پرمخ بوځی.

هرچېرې چې ستړيا او خسته کېدل وي، زه تاسې ته د پوهې، حوصلې، زغم او ځواک هيله کوم.

هرچېرې چې ډار وي، زه تاسې ته د هڅونې او مينې هيله کوم.

اوس نو تاسې دوه انتخابه لرﺉ:

چې دا ليک لرې کړﺉ او وې تړﺉ.
او يا دا چې مينه راوبلی، له انسانانو سره مينه پيل کړﺉ او دا ليک له ټولو کسانو سره شريک کړﺉ.
زه هيله لرم، چې تاسې به یې دویم انتخاب غوره کړﺉ.


د يو رښتيني ملګري پيدا کول ستونزمن، خوشې کول ګران او هېرول يې ناممکن دي.

rstanikzai@hotmail.com