کور / تازه خبرونه / کابليان يوې بلې چاوندنې د غم پر ټغر کينول

کابليان يوې بلې چاوندنې د غم پر ټغر کينول

د کابل  د اوومې حوزې په مربوطاتو کې نن سهار د اوو بجو په شا او خوا کې  د ملي اردو پر يوه موټر  ځانمرګى بريد وشو، خو د تلفاتو په اړه يې معلومات لا تر اوسه نشته.
نوموړى بريد چې د چهلستون په سيمه کې وشو غږ يې د کابل د مکروريانونو په سيمه کې هم واورېدل شو.
د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري پژواک خبري اژانس ته ويلي دي چې بريد د يوه کرولا موټر په وسيله شوى دى . 
د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال ظاهر عظيمي هم دغه بريد ومانه ، خو زياته يې کړه چې دمرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه شته .
د طالبانو يو تن  وياند ذبيح الله مجاهد دغه چاودنه د ځانمرګي بريد له امله ګڼلې ده او دعوه يې کړې چې د ملي اردو شاوخوا ٤٠ تنه يې وژلي دي .
 د نوموړي په وينا،  بريد د عبدالرحمان په نوم د خوست يوه طالب  کړى دى .