کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / جنرال په ورکو لارو کور کښي

جنرال په ورکو لارو کور کښي

د جرمني د دیرشپیګل مجله د نوامبر دولسمه نیټې له خپرونه څخه


لیکواله سوزانه کووبل
ژباړڼ : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

 
مشرف غواړي پرخپل بیړني حا لت  واک په هیواد کې وساتي.


 لودیځې نړۍ په نیمه غږ د اعتراض ږغ پورته کړو، ځکه دوي په مشرف کې  د اسلامیستانو د بیا راژوندی کیدونکې ځواک په جګړه کې او د پاکستان اتومي ځواک د لمنځه تللو ذمه وار سړي ویني.


 
مشرف په یوه بې واګې یا وحشي او کابو نه حکومتي کیدونکې هیواد کې پاتي دي، ځکه دې یو څو فوقعلاده ځنګړتیاوي لري. دغه جنرال یو لوبغاړي دي او پوهیږي چې له ځان سره څنګه مرسته وکړي. ورسره ده ته هېڅ مهمه نه ده چې ژمنه وکړي او یا ستر زړورتوب وکړي، ځکه دي په کافي اندازه په درغلي او بې اصولي سمبال دي.



تر اوسه یې هم د پاکستان پر روانو حالاتو او په ده باندي ترسره شویو ځانمرګې بریدونه چې له هغي نه دې بچ شوي هم دي، پرهغه ترهګرو چې نه یواځي په افغانستان کې بلکې په کراچي، اسلام اباد او پېښورکې په ځغرده بریدونه کوي، کومه ګیله یا  دعوا نه ده کړي.


داسي دی د یو جنرال ژوند په یو هیواد کې چې دې د هغه ولسمشر هم دي. دغه هیواد شپیته کاله ورسته له جوړیدو څخه یې یوه مسنوعي بڼه یا جوړښت لري، د یو په پښو دریدلې دولت په پرتله.


څلورشپیته کلن مشرف د نورو ولسمشرانو په پرتله دې ډیر خپل شخصي ژوند اړخونه خلکو ته ښکاره کوي.


دې په یو ډیر مجلل زړه وړنونکې او د کولړنیال ډوله ستایل کور کې چې د پنډي ښار په پوځې اډه کې له کلکو امنیتي څارني لاندي دي اوسیږي. دې بیا دلته په ډیر ساده، بي موده او د ځوانانو په ډول اوسیږي.


کله کله دی بیا خپله مور ٬، زرین ٬٬هغو میلمنو ته چې عزت یې کول یې غواړی ورپیزنې. د هغي په نامي یې خپل کتاب ډالي کړي هم دي. مشرف په دی اړه هم فکر کړي دي چې خپله ښځه ولسمشري ته وتاکې او خپله دی د پوځ لوي درستیز پاتي شی. خو بیا  دغه مفکوره دی زر پریښودله.


مشرف له ملګرو سره ماښام په خپل کورکې پر راڼا انګریزي فرنیچرو باندي جوارګري یا قماروهي په پرې لوبې کوي.  په مجلس کې ویل کیږي چې د پیل پیسي ډیري جګې دي، اټکل سل یورو دي.


مشرف وایې. زه دغه لوبه  په خپل ژوند کې په مینه کوم او زه مجبور یم چې دغه د جواري لوبه وکړم. کله چې دغه جنرال ـ ولسمشر په ډیرو پیسو لوبه کوي ، خامخا یې ګټي.



اته کله مخکې د پوځي کودتا له لاري واک ترلاسه کړ،د یولسم سپتمبر له پیښي ورسته یې ستر بدلون وکړ، سره له دی چې پاکستان یو اسلامي هیواد دی خپل هیواد یې د ترهګري په جګړه کې د امریکې په پلوي ودروه.



 د دغه هیواد اي اس اي طالبانو او نور اسلامي ډلي جوړلي کړي او ورسره ډیر نږدي شوې وه. ډیر وخت په خپلو ویناو کې کله چې دی د هیواد ثبات او ولسواکې خبري کولي باوري بریښوده.


د دغو خبرو وخت اوس نوره تیرشوي دي. مشرف هغه څه وکړل څه چې یو یواځینې ټولواک حاکم یې تل کوي. دی ځان ضروري ګڼي، دی تیار دي چې د ولسواکې لپاره څه چې پاتې دي هغه هم قربان کړي.


 زه یا زما زوال،، ډوبېدنه،، دغه د دی پیغام دي،همدا اوس دی د خپل واک ټینګولو لپاره په یواځیتوب سره مبارزه کوي له ټولو ګواښونو او درغلیو سره.


په دریم د نوامبر په خپل هیواد کې اضطراري حالات اعلان کړ.د دغې بیړني حالاتو اعلانول په غبرګون کې مشرف  باید هېڅ هیران شوی نه وي.


 په هیواد کې یوه وړه برخه روند اندو نه شي کولي د قاضیانو لري کول، سیاسي مخالیفین په کور کې نظربندول، د ډلیزو رسنیو سانسور، د شخصي ټلویزیونو بندول  وزغمي. د مقاومت خنډ څوکه چې د هند په نیمه وچه کې دود لري وکیلاونو جوړه کړي ده. ځینی پاکستانیانو ژړل کله چې ولسمشر د شنبه په ورځ خپله عجیبه ټلویزیوني وینا واروله.


په ساده توره شیرواني دریشي کې وینا کوله او ځان یې دامریکي له پخواني ولسمشر ابراهیم لینکولین (۱) سره پرتله کاو.


په قهرجنه اعصباني لهجه، خولي پرماتې، لاسونه یې تریدل کله چې ده د وینا پاڼی په لاس نیولی وی. وویل، دی  مجبور دي چې ولسواکې له اسلامیستانو څخه وژغوري.


دغي اضطراري حالات  جنرال ولسمشر یوار بیا کمزوري کړ او د خپل روزونکې سره یې مخامخ کړ چې له هغه نه دې ډډه کولي او لاس اخیستي هم نه شي. هغه امریکا او د بوش حکومت دي.


له یو کاله راپه دیخواسپیني ماني او د انګلستان حکومت د مشرف او د دی ستره سیاسي سیاله بېنظر بوټو ترمنځه له ډیرو ټینګو هڅي سره منځګوتوب وکړو. دواړو د واک پر ویش سره سلاح شول.


مشرف اجازه لري د نورو پنځو کالو نو لپاره په خپله دنده کې پاتې شي او باید د پوځ مشري پریږدي.


بېنظیر بوټو باید د نوي حکومت ولسواکه څیره څرګنده کړي.


د لوي کورنې لور ډیره په هیواد کې محبوبه ده. د هغي بیرته راتګ د دوبی له جلاوطني څخه په کراچي کې له ځانمرګو بریدونو سره مل وه چې ۱۳۹ مړي تر شا برېشودل.


بوټو په درنښت سره د ولسواکې کومه رڼا څیره نه ده بلکه غبرګون یې ده.


هغه دوه ځلي صدراعظمه وه، د هغي دندي  دورې د اداري فساد، بډي، رسوایې سره ختمي شوی.


مشرف دومره کمزوري شوي دي چې بله لار یې نشته بیله دی چې د واک ویشلو ته تسلیم شي.


د اضطراري حالت اعلانولو ته یې ځان ایله غښتلي احساس کړ، چې د واک لاسته راوړلو لپاره شرایط اماده کړي.


له هم دې مهاله لودیز خپل ګران دیکتاتور ته خپله بدرنګه څیره ورښي. دوي وایې. دی خپل پوځي ځواکونه پریږدي چې مدافع وکیلان له دریشیو او نکتاییو سره چې له قانون څخه دفاع کوي په ډنډو ودبوي او کله چې بېنظیربوټو خپل لاریون له سلهاوزور خلکو سره پر اسلام اباد اعلان وکړ، هغه یې  په کور کې نظربند کړه.


په لوديځ کې د هغو انځورنو اغیزه چې پر منلي شویو مدافع وکیلانو او لاریون کونکو باندي اوښکوبیونکې غاز، په ډلیزه ټوګه زندان ته اچول، په ډنډو وهل او تکول وو، لیږ وه.


پاکستانیان په خپل لنډ تاریخ کې له مارشاله او لیونیو ولسمشرانو سره روږدې دي. یوې زده کونکي  د کراچي ښار په یو لاریون کې پر یو شعار لیکلی وو ،، هیله کوم یواځي یوه ښه سوک  ولسمشرته.


په بهرنې نړۍ کې غبرګون لږڅه نرم او له احتیاط څخه ډک وه. ولسمشر جا رج بوش  له مشرف سره شل دقیقي  ټیلفوني خبري وکړي. هغه ته یې خپله زړه بدۍ ښکاره کړه او ورڅخه یې وغوښتل، چې څنګه مو خبره کړي دي، د پوځ  د لوی درستیز دنده څخه به استعفا او ژر تر ژره ټاکنی ترسره کوي. ورسره بوش دې د ترهګري پر وړاندي جګړي کې خپل متحد ونوموه.


د انګریز بهرنیو چارو وزیر ګورډن بران وویل موږ به خپلي اند ېښني او تدابیر په لوړه کچه مطرح کړو..


د المان بهرنیو چارو وزیر شتین مایر د پاکستان دغه اقدام د یوي لیواني تباه کوونکې لاري په نامه یاد کړو.چین هسی ولسواکې ته د لودیدیځ یو مکر په څیر ګوري او په غبرګون کې وویل موږ په دی باور یو چې د پاکستان حکومت او ولس به دغه بحران په خپله هوار کړي.


ټول په دی فکر کې دي چې مشرف به یو واربیا بریالې شي. ټولو ته ګرانه تمامیږي له هغه څخه هوښیار شي او پوښتنه کوي، ایا مشرف په اصل کې دوست دي که دښمن او یا دواړه؟


ځواب دا دي چې مشرف د پاکستان په خوا کې ولاړ دي، ده ته دا معنا لري د پوځ په خوا کې باید وي.


مشرف  په خپل کتاب کې ،،د اور پر کرښه،، کې لیکې. یونیفورم زما دوهم پوستکې دي.


مشرف له څلویښتو کالو څخه ډیر په پوځ کې خدمت کړي دي. له کال ۱۹۴۷ راپه دیخوا چې د هیواد خونړي بنسټ ایښودل شوي دي، پوځ یواځیني مقام دي چې دولتي واک او ملي سمبول اتومي وسله  یې ساتلي ده.


پوځ د حکومت، ټولني، د پوځی لښکر کوټونو څخه هغه خوا استخباراتو دنده کي ښکیل دي.


پوځ په پاکستان کې یو لوی شرکت دي، بانکونه کنترولوي، د سمنټو فابریکې لري، هوایې کرښي لري، کارنفلکس جوړوي، تر ټولو مهم د ځمکو  د اخیستلو او پلورلو سترمارکټ دي.


هیڅ یو پوهنتون او د تیلو کمپنی او چانځي نشته چې د یو متقاعد جنرال له خوا په مستقیم او یا غیرمستقیم ډول نه کنټرول کیږي.   


مشرف  د دی ټولو یو په بل کې  ننووتې بې رحمه ځواک امر دي.


ده د یو ځوان افسر په توګه د قومانداني پوځې زده کړه چې د دښمن دفاعي کرښي تر شا ښکته شی  کړي ده. چې د دښمن د ټول مقاومت سره ځان خپلي موخي ته ورسوي. دا د ده څرنګوالی او د کرکتر حالت بیان وي. چې دی لازمه وګني، بیا دی د خپل ولس د لوی اکثریت پرضد او د نړیوالې ټولني پر ضد هم  دریږي. ډیر لږ د بې مخو او بهادره مانورنو نتیجه یا اغیزه اټکلولي شي.


له همدې سره ګواښ نوره هم  ډیریږي او د ده په انده باید دغه ګواښ په دې کې دي چې د پوځ له مشري استعفا وکړي او ځان په ملکې ولس مشربدل کړي.


په شپږم د اوکتوبر ده په یوه دروغو جنه او ناندریږه ولسواکې کې ځان ولس مشر وټاکه. ده ویلي وه، که دی بیا د سترې محکمې لخوا ومنل شي، دی به خپل دوهم پوستکې له ځانه وباسې.


د سترې محکمې یو غړې دی پوهولي وه، چې د سترې محکمې قاضې افتخار چودري د ده ولسمشرې  به نا قانونه اعلان کړي ځکه دی هم مهاله د پوځ لوی درستیز دي .


 قاضې په رښته یا حق کې وه، ځکه د اساسی قانون له مخي افسران باید لوړه وکړي چې په سیاسي چارو کې برخه نه اخلي، دغه ماده د جنرال په برخه کی هم تدبیق کیږي.


په پنځلسم د نوامبر د ولسمشر د دندې موده پاې ته رسیده، د پوځ په مشري هم تل نشي  پاتي کیدلي. ځکه دغه پوست ده د اي اس اي پخواني مشر پرویز کیهانې ته ورسپارلي وه. له همدي سره د پرویز مشرف سیاسي او پوځي مقامونه پاې ته رسیده.


په دغه صورت کې به دا هیواد د ګدوډیو سره مخامخ یا د اسلامیستانو لاسته ورغورځیدلي وای که نه  وی؟


دا حتمي ده چې د جنرال ولسمشر د تلو سره به ناوړه او احتمالان له وینو سره مل د واک پرسر د ګوندونو او  مشرانو تر منځه خونړي جګړي به پیل شي.


د مشرف پرمنطق  اضطراري حالت اعلانول یواځني لاره وه چې د ګډوډېو او انارشي مخه ونیولسي.


د ده سرسخت مخالفین نن طالبان یا القاعده دمره نه دی لکه په مذهب نه ولاړ وکیلان، قاضیان او د بشري حقوقو پلویان دي.


مشرف پردوي تور لګوي چې د ده جګړه د اسلامیستانو پر ضد لمنځه وړي. د بشرد حقوقو د فعالینو له خوا د حکومت پر پلټنومامورین باندي  تورلګیږي، چې شکمن اورپکې په مسلسل ډول له بند څخه خوشیکیږي، ځکه محکمی ته د سپیناوی پوره شواهد نه وړاندي کیږي.


په هیواد کې تلویزیوني خبریالان په خپل راپورنو کې پر دغه کړنلار باندی ګوتنیونه کوي او وایې چې  د امنیتی ځواکونو پیاوړتوب کمزوري کوي.


اته پنځوس کلن افتخارچودري یواځیني سړي دی چې د ولسمشر پر وړاندي مقاومت کولی شي.


د سترې محکمې قاضي چې اوس په کور کې نظر بند دي وایې اساسي قانون ترپښو لاندي څیري کړل شوي دي. دغه سړي چې بریتونه او پر ټنډه ګونځې لري هم وویل دا د جګړي لومړني پړاو دی د زیاتې او تیري پرضد اوس د قربانیو وخت رارسیدلی دي چې دا دیکتاتوري ختمه کړو.


دغه خبري ده د تیلیفون له لاري لاریونکونکو ته کولي چې د ډیرو چکچکو او ستاینی سره بدررقه کیدي.


په پاکستان کې دا عامه خبره ده، چې واکمن او ناراضي حقوقپوهان د بډو او جوړشویو محکمی ته ودرول شي.


چودري د مشرف یو ټینګ او ښه پلوي و، ورو ورو یې ځان د رژیم ګوتنیونکې باندي بدل کړ. دغې ستر قاضي د حکومتي پولادو کارخانو شخصی سیکتورته اړل  په ټپه ودرول. له دی سره ده غوښتل په یو سمبولیک ډول  د پوځ نوره شتمن کول ودروي. پوځ د پولادوکارخانی او نور موسساتو څخه په ناوړو ګټه اخیستني کوي، دا هیواد یې لکه یوخلاص پلورنځي جوړ کړي دی.


چودري د بشري ضدجنایاتو له قربانیانو، خپلوانو او له بلوچستان څخه ورک شویو خلکو سره مرستي کوي. دلته د ده د زږیدو ایالات  په ډیره برخو کې له پخوا نه د پوځ سره کورني ډوله جګړ او اخ ډب روان دي. یو علت یې د ځمکو لاندې د شتمنیو  دناسم وېش په سره دي. چودري په واضع توګه د ویناو پر مهال په مشرف ږغ کوي، که ولس مشر پاتې کیدل غواړي نو د پوځ جامع باید وباسی.


دا خبره مشرف ته دزغم نه وه د مارچ په میاشت کې دغه قاضی د دولتي دندو څخه د ناوړه کټي اخیستنی په وجه  له خپلی دندې ګوښه کړ.


د چودري یو باوري ډیپلومات وایې موږ ته ډیر لوړ رتبه جنرالان راغلل او موږ یې وهڅولو چې دا کړکیچ په هر ډول چې وی باید ژرترژره حل شي.


چودري وایې ما ژور فکر وکړ، زه به خپلو ماښومانو ته څه وایم؟  پیسي که یو ښه نوم !


پس له ځښتو ډیرو لاریونو د محکمی ناندریزه پریکړو څخه چودري بیرته خپل دفتر میز ته راغي.


بیا امنیتي ځواکونو د نوامبر په دریمه پرستره محکمه  باندي چاپه ووهله او چودري یې بیا له دندې لرې کړ.


ولسمشر په همدي بهیر کې حکومتي لوړه وکړه.


تر تیري جمعې پوري اضطراري حالات مشرف ته څه نا څه یو ه لاسته راوړنه وه.دي مجبور دی چې جوړجاړي ته مخه کړي، ځکه د ده واک سوکه سوکه په ولیدو او ښویدو دي.


د پنځلسم د فبروري نه مخکې یعني په جنوري کې باید د ولسي جرګی ټاکني ترسره شی.


بېنظیربوټو سره د ټولو خبرو اجازه لري صدراعظمه شي او مشرف ولسمشر پاتي شی خو د پوځ مشر نه شي کیداي. دا هغه څه دي چې باید وشي . بیا نو دا ضطراري حالات د څه لپاره ؟


له بهره مرستي سره له دغې بحران رارواني دي. متحده ایالات میاشت په میاشت سل میلیونه ډالر  چې ډیره برخه یې د پوځ تجهزاتو لپاره مصرف کیږي وراستوي.


 پاکستان د نور هیوادو په پرتله نړیوالي ټولنی ته یو لیواني خوب ځکه دي  که د دوي اتومي وسلاح  اسلاميبڼسټپالو ته په لاس ورغله، دوي بیا  د لودیځ د مرګ دښمننان څخه  ډیره ویره لري.


د افغانستان له جګړې څخه را ورسته طالبان او د بهرني ترهګر د قبایلو د نه کټرول کیدونکی په  سیمه کې راټولیږي . دا په زرګونو افغان، پاکستاني،اوزبک،عرب حتی ځیني اروپایې او امریکایې اورپکې، چې دوي نړیوال جهاد پرمخ بیایې د دغو نړیوالي ترهګرو ځالي موخه د کابل او اسلام اباد حکومتونو لمنځه وړل او لودیځ ته نوي ماته ورکول دی.


دغو بڼسټپالو اور پکو  اوس د پاکستان په شمال لودیځ کې ورورو کلي په کلي، ولسوالي په واسوالي  واک او بری موندلي دي. څوک چې سر جګوي هغه وژل کیږي د شمالي او سویلی وزیرستان قومي مشران وايې. د هیواد دا سیمه د نوی نسل طالبانو او القاعده لخوا کنټرول کیږي.


په تیره اونې کی د طالبانو مشر ملا عمر یو پالوال یا وفادار د سوات ښکلي سیمه چې اټکل نیم میلیون وګړي لري او د سیلانیان لپاره یوه په زړه پوري سیمه ده، د اعمارت یوه برخه اعلان کړه. طالبانیزیسشن له ورایه را روان دي. د المان  هینریش بول ټولني مشر ګیورګ ارنرسته په لاهور کې وایي. هیڅ څوک نه پوهیږي ځکه د قبایلي سیمه او د بلوچیستان یا د ډیورنډ کرښه  ته نږدي خبریالان نه شي ورتللی. له همدي ځاې څخه طالبان خپل مقاومت د امریکې او ناتو پوځیانو سره تنظیموي. د پاکستان په سیمه کی دوي د جګړې لپاره ترنیګ کوي او د بریدونو ورسته بیرته پر نا معلومه کرښه شاتګ کوي.


افغانستان هیڅ کله ثبات نه شي موندلې تر څو چې دغه د بڼسټپالو مخالیفینو مقاومت نه وي درول شوي.


لودیځ د اسلامي بڼسټپالو پر وړاندي  جګړ کې مشرف ته اړ دي. بوش دی د دوهمي کودتا ورسته هم یو نه جبران کیدونکې ملګري ونوماو. په پاکستان کې بله یو نوې څیره به لودیځ ته نوي ګواښونه او د نا امنې فکتورنونه رامنځته کړي.


داسې له دوي سره منلي شویده چې مشرف به پاتې کیږي او بوټو به راځي. د اتو کالو جلاوطني څخه ورسته اوس هم بوټو په خلکو کې محبوبیت لري. هغه کولي شی خپل ګوند پیپلسپارتې ملګرې چې د پاکستان د لویو ګوندونو څخه ګڼل کیږي په لارو او اټونو کې راوباسې.  لودیځ غواړي د پیپلسپارتې، مسلم لیک او د مشرف پلویان یو کوالیشن جو کړي ، دا به یوه هیله وي چې مذهبي ډلي مخه ونیسي.


     بېنظیره د جمعه ورځی نه را په دیخوا نظربنده نه ده، هغه توندي ویناوي د بیړني حالاتو پر ضد کوي او په ټول هیواد کې د ولسمشر پر وړاندې د سترو لاریونو ګواښونه کوي. ورسره غواړي د کړکیچ کچه راټیته کړي. هغه به بریالې راووځي. ولسمشر که جوړه ونه کړي هغي ته امتیاز ورنه کړي، دې به ډیر نوره کمزورې شی.هغه څه چې ده د اضطراري حالات له لاري مخه نیوله رامنځته شی.





د ژباړن شرحه  


۱.
ابراهیم لینکولین په کال ۱۸۶۰ کې د امریکي  متحده ایالاتو شپاړسم ولسمشر وټاکل شو، بیا په کال ۱۸۶۴ د دوهم ځل لپاره وټاکل شو. دې د امریکې له ډیرو مخورو ولسمشرانو څخه ګڼل کیږي ، د جمهوری غوښتونکو د ګوند څځه وه.د یولسو غلامانو بیلولو سره د سویلي ایالاتو او شمالي ایالاتو تر منځه کورني جګړه پیل شوه. ده  د متحده ایالاتو رامنځته کیدل او د غلامانو ازادي او د هغه  حکومت لاندي لاره د نوي مرکزي دولت او لاره یې د شلمي پېړي نړیوال ځواک ته خلاصه کړه.