د سر‌‌‌‌‌‌پل ولایت څخه راغلې عرض پاڼه

د لراوبر اداره | نوومبر 2nd, 2008


د تیرو ۳۰ کلونو په اوږدو کښی جی کوم ظلمونه او وحشتونه د خپلسرو ملیشو له خوا د سرپل د ولایت پرپښتنو شویدی تا سو پری په ښه توګه خبر یاست دی وحشی صفتو ملیشو د قومی او ژبنی تعصب پر بنسټ د خپل نا مشروع حاکمیت او هر اړخیزی سلطی په موخه له هیڅ ډول ظلم ناروا او وحشت څخه لاس ندی اړولی بی ګناه او بی دفاع انسانان یی وژلی سوزولی په څانانو کښی یی غوزولی مال او ځمکه یی ترینه غصب کړی ده او حتی د خلکو پر ناموس باندی یی هم صرفه نده کړی ددوی د پورته ظلمونو څخه د بشر د حقوقو سازمان سره سره دولت هم په پوره توګه معلومات لری دا ملیشی چی مشری یی پاینده( دولسی جرګی )غړی او کمال قومندان کوی څو میاشتی وړاندی نوموړی کمال د امنیتی اورګانونو له خوا ونیول شو د نوموړی ورور پاینده (دولسی جرګی )غړی د قانون دمنګولوڅخه د کمال د خلاصون په موخه ډول ډول توطیی په کار اچوی نوموړی غواړی چی د سرپل دولایت دپښتنو ځمکی چی نږدی شلزره کوره او س هم په ایران او پاکستان کښی د مهاجرت شپی سبا کوی تصفیه کړی په همدی موخه یی د کرهنی وزارت د تصفیی د ریاست څخه یو هییت د پل ولایت ته بیولی دی د یادولو وړده چی څه موده مخکی یوهییت د( مولوی بلوچ) په مشری د سرپل ولایت ته دپښتنو د ځمکی د تثبیت او تسلیمیدو په خاطر هلته لیږل سوی وو نوموړی هییت د پښتنو د مالیکیت حق قانونی ثابت کړ او ولسمشر یی د تسلیم حکم کړی وو.
ستاسو درانه مقام څخه هیله کیږی چی د ملیشو څخه زموږ ملکیتونه را وسپارل شی  او د مهاجرینو تر راستنیدو پوری د ځمکو تصفیه وځنډول شی .

ګرانه ولسمشره!

ای مشرانو!

ای دبشرد حقوقو مدافعانو!

ای دانسان او انسانیت پلویانو!

ای د اسلام په لاره روانو انسانانو !

ای د عدلی اوقضایی چارو مسولانو!

ای د پارالمان وکیلانو!

دخدای په خاطر پر مونږرحم وکړی

پر مونږ مظلومانو ظلم جریان لری

باینده وکیل او کمال قومندان زمونږ ۷۲ کسان وژلی دی او۱۵۰۰۰ کوره یی مهاجر کړی مونږ دولت ته عارض یو چی زمونږ باز خواست وکړی نه یوازی زمونږ بازخواست ندی شوی بلکه پرون هییت تللی دی چه په سرپل کښی زمونږ پاتی ځمی جریب او د وکیل پاینده پلویانو ته یی توضیع کړی .

ګرانو ورونوزمونږ ژوند په خطر کښی دی زمونږ پاتی نیم ورانه کور د ورانیدو په حال کښی دی مهربانی وکړی زمونږ سره مرسته وکړی او ولسمشر ددی ناورین نه خبر کړی .ترڅو مونږ ددی بلانه خلاصون ومومو


ترڅو چی زمونږپه ځان کښی یوڅاڅکی وینه پاته وی مونږبه دخپل ټاتوبی څخه دفاع کوو.او که کوم ناورین را منځ ته شو نو مسولیت یی زمونږ په غاړه ندی .

په درنښت

د سرپل ولایت د اسحقزیو د قوم له خوا

Copyright Larawbar 2007-2024