کور / اسلامي / د اسلام لارښووني او زمونږ کړنۍ

د اسلام لارښووني او زمونږ کړنۍ

 اسلام ډير سپيڅلي اومبارک دين دي چي انسان ته يي د انسانيت ،شرافت ، خولوص او الفت څخه ډکي لارښووني کړي اسلام موږ ته د يوبل سره د ميني اومحبت او دوحدت لارښووني کړي اسلام داسي دين دي چي دا په ټولو اديانو باندي غوره او الله ته بهتر او خوښ دي ځکه چي الله په خپل کلام پاک کي هم فرمايلي چي بهترين دين په نزد دالله باندي هغه داسلام مبارک دين دي او بل اسلام داسي يو دين دي چي په هغه کي تفريط اوافراد نه کيږي يعني هيڅ کموالي او زياتوالي نلري داپوره او مکمل دين دي اوالله په ټولو اديانو باندي دا اوچته او دمقام دين باللي نو داسلام په دين باندي که کتابونه کتابونه وليکل شي نو دابه هم داسلام د مبارک دين صفت تمام نکړي خو سره د دي ما ته نن هغه وخت راياد شو چي زه کله وړوکي وم يعني د کوچني والي دوره مي په زړه شوه او زمونږ دکلي د جومات امام مي هم راياد شو زمونږ ډير ښکلي او ډير ازاده اوښايسته ځاي و هروخت به هلته  خلکو د کيرکټ ، فټبال ، ولي بال ، توپ ډنډي او همداسي نوري ډيري لوبي چي په ماشوموالي کي يي ماشومان کوي هلته کيدلي ډيرخلک به يي سيل ته راتلل او دماسپښين نه وروسته ترماښامه پوري به هلته دغه لوبي رواني وي زمونږ دجومات څخه يو څو قدمه وړاندي يوبل مسجد وچي هغه مسجد د خلکو په اصطلاح د وهابيانو مسجد و او هلته يو څو کورني موجودي وي چي هغو خلکو به هلته لمونځ کاوه او بغير د هغو خلکو نه به بل هيڅوک هلته لمونځ ته نه تلل زه به چه کله د ميدان څخه راتلم نو د ماښام لمونځ به مي هلته کاوه ولي پدي چي دغه مسجد د لاري په سر وو او مابه ويل چي راځه د ماښام د لمونځ وخت ډير کوتاه دي لمونځ به همدلته وکړم بيا به کور ته لاړ شم څو ورځي مي د ماښام لمونځ همدلته وکړ مابه پدي مسجد کي خلک ليدل چي زمونږ او دهغو په لمونځ کي به يو څه فرق وو زه خوکوچني وم نو مابه ويل چي داخلک ولي داسي لمونځ کوي نو يوه ورځ زه دماښام د لمانځه نه پس لږ ديرشوم  چه دغه امام سره لږ ووينم ځکه هغه امام مالږ څه پيژانده هم له هغه سره د  روغبړ وروسته دمسجد په انګړ کښې کيناستو او خبري مي ورسره کولي چي زمونږ د کلي يو هلک نويد احمد مسجد ته راغي اودس يي وکړ او بيا بيرته ووت نويد احمد چونکه له ماسره هغه وخت ښه هم نه ؤ .


زما د خبرو او ناستي قصه يي زمونږ د کلي امام ته کړي وي زه په خپل پلار د کلي په خلکو او په امام هم ډير ګران ؤم سهار چي زه کله  د عادت سره سم خپل مسجد ته لاړم  د لمونځ نه پس مي غوښتل چه د استاد نه درس ووايم هغه ماته داسي په مرورو سترګو وويل ګرانه نن مي سرخوږيږي درس نه شم درکولاي سبا به يي ووايي ځه کور ته لاړ شه زه حيران شوم چي استاد ولي نن ماسره ښه سلوک ونکړ وروسته له هغه چي کورته راغلم په کور کي مي پلار هم راته لږ په قهر غوندي ؤ ماويل اي خدايه ! مانه کومه داسي ګناه شويده چي زما پلار او استاد زما نه خفه دي خو ما چونکه غږ ونکړ په صبا بيا چي د کيرکټ ميدان  نه واپس راتلم د وهابيانو مسجد ته ورتاو شوم او د ماښام لمونځ مي هلته وکړ نو زه خبر نه ؤم چي نويد احمد زمونږ د کلي امام له ماپسي سي ډي کړي اوزمام خبري د کلي امام ته وړي نو په سهار بيا زمونږ امام ما ته سبق ونه ويل اخر زړه مي غټ کړ ورته مي  وويل استاده ! ولي ماته درس نه وايي او ولي داسي مرور او يا خفه ښکاري له ماڅخه څه ګناه شويده چي ته خبري هم راسره نکوي هغه راته وويل ځه د وهابي استاد نه دي درس ووايه ! دا خبره مي چي واوريده نو پوه شوم چي زما د لمونځ کولو او د وهابيانو دامام سره د ناستي چا ورته ويلي دي  او بيا مي په زړه کي وويل چه داڅه خبره ده ؟ چي استاد زمانه پري  خفه کيږي  خو لمونځ دي يا دلته ياهلته . وروسته پوه شوم چي د کلي امام او د هابيانو امام ترمنځ څه خبره شته چي زما له هغه سره په ناستي زمونږ امام خفه شوي وروسته ورځي تيريدي د دواړو امامانو اختلافات دومره زيات شو چي يو ورځ دمناظري لپاره سره راغلل او مناظره يي وکړه وروسته له هغه د دواړو کلي د امامانو د اختلاف له وجي د کلي خلکو د هغو سره خپل مړي او ژوندي هم وشکاوه او ټولنه له يو سخت ناورين سره مخامخ شوه حتي چي د ټوپک او لرکي پوري خبره ورسيده نواوس چي پوه شوم دا دواړه ډلي يعني وهابيان او حنفيان ترمنځ ډير اختلاف دي نوماته هغه د رسول الله (ص) زرينه او د برکت نه ډکه وينا راپه ياد شي چي هغه فرمايلي دي چي بهتري اواوچتي والي نشته عربي په عجمي او عجمي په عربي ، سپين په تور او تور په سپين ټول د ادم عليه السلام اولاد دي بهتر او اچت مقام واله هغه څوک دي چي هغه تقوي ګر او پرهيز ګاره وي .


نن د نړۍ مسلمانانو ترمنځ ډير اختلافات رامنځ ته شويدي اوداسلام دښمنان کوشش کوي چي په اسلامي ټولنو کښې دمسلمانانو ترمنځ تفروق بي اتفاقي او د بدبختي اور وشيندي ټول مسلمانان د  يو مور او پلار اولاد دي او يوکليمه ويوونکي دي يو رب يوه قبله او يو کتاب لرونکي دي نو بيا ولي داسي اختلافات راپيداکيږي نن سبا په نړۍ کي کفارو دمسلمانانو ترمنځ دومره اغزي شيندلي چي مسلمانان يي په ډلو ډلو سره وشيلي دي او دمسلمانانو ترمنځ يي د فرقه بازي لوبه روانه کړي خپل  مسلمان ورورڼه يي راته په يو نوم او بل نوم په مخ کي درولي دي د اسلام دښمنانو پلار په زوي او زوي په پلار وژلي دي د کفارو چه څومره وسه کيږي د بي اتفاقي اور شيندي د نفاق د بربريت  او د بي امني اورشيندي د مسلمانانو تر منځ يي دومره اختلافات زيات کړي چي يو مسلمان د بل مسلمان د وينو تږي دي او غواړي چي کله پري ور ودانګي .


 اي دنړۍ مسلمانانو!  پدي سره خپلي صالحي او سالمي ټولني مه د بدبختيو او اختلافاتو خواته بيايي په وړو وړو خبرو دمسلمانانو ويني مه توياوي که څوک لاس لاندي دنامه ږدي او که څوک يي په سينه ږدي د الله (ج) په نزد هغه څوک بهتر دي چي تقوي ګر او پرهيز ګاره وي په نړۍ کښې نن سبا ډير غټ غټ عالمان رهبران د پوهي خاوندان شته بايد د يو لاس او وحدت غږ اوچت کړي د اسلام د بيرغ داوچتولو لپاره بايد هڅي وکړي ټول مسلمانان بايد د يوو بيرغ يعني د کليماتو الله بيرغ دلاندي راټول او خپل ټول مشکلات او اختلافات په اسلامي قوانيونو باندي حل او رفعه کړي د مسلمانانو دلارښووني لپاره بايد له هيڅ قسم کار څخه سرغړونه ونکړو دمسلمانانو له منځ څخه دکرکي ،حسد کيني او بي اتفاقي جړري وباسو او د ميني او محبت فضا رامنځ ته کړو . ځکه اسلام دالفت دين دي دميني او محبت دين د خولوص نه ډک دين دي نومسلمانان هم بايد د اسلام لارښوونوته لبيک ووايي او په خپلو منځو کښې مينه اومحبت باندي ژوندتير کړي الله په کلام پاک کښې فرمايلي دي چي اي مسلمانانو تاسي په رسي د الله منګولي ولګاوي چي مرام ترينه داسلام مبارک دين دي او په خپلو منځو کښې تفروق اوبي اتفاقي مه کوي نو بايد دالله پدي وينا باندي د نړۍ ټول مسلمانان عمل وکړي اود بي اتفاقي او بدبختي اوهمداسي نور هغه کارونه چي  دمسلمانانو ترمنځ د بي اتفاقي سبب ګرځي  اجتيناب وکړي ترڅو خپل ځان او خپله ټولنه د غټوغټو مشکلاتو څخه خلاص کړو.