سوله ساتو ۶ کلن افغان ماشوم د لوبو پر مهال وويشت
کندهاری ماشوم
ګرانه !
څو شيبې وړاندې درنه خبر شوم ، هغه مهال لا ته د ميرويس روغتون پر يوه کټ بېهوښه پروت وې او ټپي لاس دې بې دمه خواته غځولى و .
ګرانه !
د ماشومتوب ذهن ډېر پياوړى وي ، په اسانه څه نه هېروي ، ته به هم خپل ټپ تر ډېره هېر نه کړې .
زړګيه !
شايد بهرني پوځيان خپل دغه کار ته وروسته د سهوې نوم ورکړي او يواځې د Sorry ) ) په ويلو يې تېر کړي ، خو داسې نه ده .
د هرې سهوې تکرار د قصدي عمل مانا ورکوي .
دا اول ځل نه دى چې ددوى ګولۍ ستا په څېر د يوه ماشوم پر تنکي بدن نښلي ، ستا ډېر همزولي يې معيوبه کړي او شهيدان کړي دي .
ته نه يې خبر !؟ دوه مياشتې وړاندې يې د لغمان په ګړوچ سيمه کې همدې بهرنيانو ستا همزولي بمبار کړل او خولې يې ورته له خاورو ډکې کړې .
کندهارى وراره !
ستا ويشتونکي زموږ په ملک کې د جګړې اوږدول غواړي ، له همدې امله ستا په څېر کوچني ماشومان وژني او ټپي کوي يې .
دوى پوهېږي چې د ماشومتوب ذهن قوي وي ، ژر څه نه هېروي .
دوى قصدا ځانونو ته دښمنان پيداکوي ، ترڅو هغوى کسات اخستلو ته اړ کړي او دغه جګړه راتلونکيو نسلونو ته هم وغځوي .
ګرانه !
صبر وکړه ، ستا لاس به خداى روغ کړي او دومره وس به پيداکړي چې خپل کسات واخلي .
خو ته به له يوې ستونزې سره مخ شې او هغه داچې خپل قاتل به درته نه وي معلوم ، ځکه دلته هره خوا ماشه په لاس خلک ګرځي او هره خوا ستا هېوادوال وژل کېږي .
يادښت :
همدانن غرمه ( د لړم ١٢مه ) بهرنيو ځواکونو د کندهار ښار په کپتان مدد څلور لاري کې يو شپږ کلن ماشوم چې په خپلو لوبو بوخت او کوچنيو خيالونو کې ډوب و ، وويشت او تنکى لاس يې ورته مات کړ .
يادونه :
تبصرې وکړئ ، خو د کلام عفت مه هېروئ !